د مرغلرو خريدار دې کړمه
خالقه ! اوس ايله په لار دې کړمه
ما و ژوندون لکه د باز تېر کړى
ظالمې خنګه را ايسار دې کړمه
زرې زرې بنګړي بنګړي دې کړمه
نشه نشه خومار خومار دې کړمه
په توره خوله تورې خبرې کوې
ملا ددين ځينې وېزار دې کړمه
په کج روۍ مې هم موسکى ښکارېږې
اسمانه داسې ښکاري يار دې کړمه
ما د څو ښکلو خپلولي غوښتله
شکر په دې کالو سينګار دې کړمه
د خوبرويانو ډلې څنګ ته راځي
سم د رحمان بابا مزار دې کړمه
2003 اکتوبر
پېښور