مرغلرې دي مرجان دي ستا په لاس کې
واړه ستوري داسمان دي ستا په لاس کې
داچې خلک د رحمت امېد له تاکړي
داخوڅاڅکي د باران دي ستا په لاس کې
جواهر څومره ارزښت لري دنياکې
جواهر څومره ارزان دي ستا په لاس کې
دل ازاره طبيعت دى خداى درکړى
زړونه څومره پرېشان دي ستا په لاس کې
پيروکار د اهرېمن درڅخه تښتي
قدرتونه د يزدان دي ستا په لاس کې
مريدان به ډېر واړه درته ښکاره شي
ځکه واړه ستر پيران دي ستا په لاس کې
دوو سترګو کې دې دوه نړۍ خبرې
هنګامې د کل زمان دي ستا په لاس کې
2004
نوامبر 29