وږمه سبا عامر
رسنۍ په ځنځيرونوکې
نه يوازې دځنځيرپه ليدو انسان ته وېره پيداکيږي ،بلکه دنوم په اوريدويې هم ورته بيقراري پيداکيږي .دحصارت اوتړلولپاره ځنځيراوزولنې تر ټولو ښه شى ګڼل شوى . دلويو لويو مجرمانو لاسونه اوپښې به دپاچايانوپه امر په همدې ځنځيرونوباندې سينګارېدې . کله به يې چې په يوبند کې کوم لوى مجرم دسوال اوځواب لپاره عدالت ته وړاندې کاوه نودتګ په وخت کې به دهرقدم په اوچتولو سره همدغو ځنځيرونو، په بدرګه ورسره سمه ،دموسيقۍ اواز پورته کاوه ،او دځنځيرونودې غږ به دنورو مجرمانوپه زړونوکې له دې مجرم نه وېره پيداکوله .
اوس هم هماغه ځنځيرونه دي او هماغه پاچايان . خو توپيرپکې دومره راغلى ،چې پخوا پکې ظالم تړل کيده اوس پکې مظلوم . بيا تر ټولو جالبه داده چې په دې لنډو وختونوکې رسنۍ هم په ځنځيرونوکې تړل کيږي . اوس نوګمان کيږي چې داپاچايان تر پخوانيو هم مظبوط او په پاچاهۍ مين خلک دي . اودخپلې چوکۍ دساتلولپاره يې دومره اوږده اوږده ځنځيرونه جوړ کړي چې دښار په هرکور ،هره کوڅه اوهربازارکې چې چادپاچا په خلاف هسې خبره وکړه نو دسترګوپه رپ سره به په ځنځيرونووتړل شي .
زما خبرو سره به تاسو هم موافق يئ، لنډمثال يې دوه ورځې مخکې په اسلام آباد کې وليدل شو چې د وکيلانوتر څنګ ،خبر يالان هم دپوليسو له خواوټګول شول . له ټولونه دپام وړ کارخو دپنجاب وزير اعلى
ښاغلي ((پرويز الهي )) دنر بچي وکه چې په سلامت خبريال باندې يې دلوى مخلوق په مخکې موټر وخيژاوه . بس الله يې پوره کړې نه وه کنه نو خداى مکړه نن به يې دريمه وه .
کله کله سوچ کوم چې داخبر جوړونکي او درسنيو کارکونکي داسې ښکاري چې د((ربړ ))نه جوړشوي دي . هرچېرې دوى له سخت ګواښ سره مخامخ دي خوبياهم نه ډاريږي . دلته ماته ديوپېښوري شاعر شعر راپه ياديږي چې :
(( زه ورته جوړ چا په نښه کړى يم
کاڼى چې راځي زما پرې سرلګي ))
همداخبره ده چې په ځينو هيوادونو، لکه پاکستان او ترڅنګ يې افغانستان کې دخبريالانوسرونه دکاڼو دويشتلو لپاره پيداشوي دي . يا ددولتي چارواکولخوا ټکول کيږي او يابه هم دوړودفتري مشرانو له خواپه پلمواو چلونو ځورول کيږي .
يوه ورځ په يوه مجلس کې ناسته وم ديوې تنکۍ پېغلې راته پام شو نوراته وويل لوى ارمان لرم چې خبرياله شم ټوله ورځ به له خلکوسره ګورم له ډول ډول پېښو نه به خبريږم ماورته په افسوس سره وکتل موسکۍ شوم . ورته مې وويل تاته ډوډۍ پخول درځي ؟ هغې ويل (
هو خو ولى ؟) ورغبرګه مې کړه که دما منې نو يوه نانوايي خلاصه که ښه به دې سات پکې تېر وي . هلته هم پوره دکلي ښځې راځې اوترماښامه پورې به دښار دټول احوال نه خبره وې او هم به پوره پيسې ګټې . ولې چې په هغو ورځوکې ماته هم خپل يوه خواږه مشر په کورکې دډوډۍ پخولو امر کړى و . په کورکې ډوډۍ پخول په اقتصادي لحاظ سره په اوسني وخت کې انسان ته
ګټه ورنه پريوځي .
که دخداى له حقه تېرنه شو، که پاکستان کې درسنيو په وړاندې کوم زياتى ترسره کيږي ترڅنګ يې دولت هم ورته پوره پام کړى او يو عزت يې ورته ورکړى . که اسلام ابادکې ژورنالستان دپوليسوله وهلو اوټکولو سره مخامخ شول نو په سبا يې عاملين هم په خپل سزا ورسيدل . ازادافغانستان نه دې خداى ساته چې په مرګ به ورک شي دپوښتنې لپاره به دې څوک پيدا نه شي، په خوله باندې ورسره څوک خبرې هم نه کوي . دمصاحبولپاره دولتي چارواکي يې په دروازه هم نه پريږدي همداوجه ده چې اولس يوتربله بې خبره اولرې ساتل شوى .