څه به راته ووايې اوڅه به درته ووايم

ځان به راته ووايې اوزړه به درته ووايم

حسن دفيرنګ دې ښه ښکاره وينم په سترګوکې

وشوله بس وشوه پښتنه به درته ووايم

ژوندچې دتسکين دسردروپه لورې ورولي

داسې يوه مسته ولوله به درته ووايم

دواړه ګلالي دي خو ديو عمر د بل نه کم

ګل به درته نه وايم وږمه به درته ووايم

در به شم بېګا ته او کيسه به ښه رنګينه کړو

پوىه نه شوې داسې نو په خوله به درته ووايم

نه وايمه دا چې داسمان ستوري به راوړمه

مينه که دې و غوښته نو ښه به درته ووايم

سيوري دانسان نه هم په شل قدمه لرې ځې

ګرانه عامرجانه يو بې زړه به درته ووايم

٢٠٠٧ اګست ٦
پېښور - حيات آباد