پښتونولي د پښتون ولس د توکم او د شخصیت پیژندنې خپل یو انځور دی: 
  
د خبرو سرېزه : 
په ۱۹۶۷ کال کې ما د لومړي ځل لپاره په یوه له احساساتو ډک پوهنېزه کنفرانس کې د ښاغلي پروفیسور ډاکټر کریستیان زیګرست ( Christan Sigrist۱) څخه په افغانستان کې پښتانه او د دوی د وچ کلک حقوقي سیستم یا د پښتونولۍ قانون په اړه زړه را ښکوونکې او هیښوونکې خبرې اترې واوریدلي. ښاغلي توکپوه کریستیان زیګرست د المان د مونسټر په پوهنتون کې د توکمپوهنې او ټولنپوهنې استاد په علمي توګه تشریح کړل، چې په پښتونولي کې په ریښتیني توګه د نورماتیف ژوند طرز یا ډول منځ زړي شتون لري. پښتونولي نه یواځې د پښتنو د ژوند طرز دی، بلکې ټولو پښتنو ته یوه طبعي خبره ده، چې پښتونولي د دوی د حقوقي نورمونو نظم، کولتوري ارزښتونو، اخلاقي معیارنو، تولنیزو اصولو او دودیزه نرخونو ترمنځ د اړیکو د رامنځته کولو او ساتلو یو سیسټم دی. سره د دې چې د پښتونولي په اصولو کې د پښتنو په یوه او بله سیمه کې لږ څه توپیر لیدل کیږي، د دې برسیره د پښتونولي دودیزه قانون د نورمونواو ارزښتونو سیسټم د پښتنو په سیمو کې د ختیځ لویدیځ وزر څخه مخ په ښکته لار له اباسینه تر ایران پولې پوري خپل اغیزمن شتون او اغیزمن چلښت ثابت کړي دی. 

په ۱۹۷۰ کال کې کله چې زه په خپله ( څیړنوال، لیکوال: المانی توکمپوه او د پښتونولۍ څیړڼوال داکټر برنت ګلاتزیر ) د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د څیړنې په ډګر کې د پښتونولۍ په اړه په علمي څیړونو، ارزونو او پلټنو باندې بوخت وم، د افغانستان په شمال لویدیځ کې په یوه ډله پښتانه کوچیانو باندې واوښتم، دوی په نولسمه پیړۍ کې د دراني پښتنو له قبیلې څخه راکډوال شوي وو. له دوی سره مي د پښتونولۍ د ترمینالوجیکو اساساتو، د پښتونولي د توکمي کوډکس ځانګړتیاوو، د پښتونولۍ د ټولنیزو ارزښتونو او نورمونو په اړه مخامخ او په ژوندۍ  بڼه خبرې اترې وکړې :

په پښتني تفکر او افکارو کې او د پښتونولي په ادبیاتو کې مهم مرکزي، فلسفي مفهوم د یو غیرتمن سړی دی. یو غیرتمن سړی د یو پیاوړي کلک هوډ څښتن سړی دی، یو غیرتمن سړی د ممتازو، سوچه، شریف، نجیب انسان ټول منل شوي ارزښتناکه صفات او ځانګړتیاووې یا خصوصیتونه په خپل ځان کې لري. د پښتونولۍ نور مهم مفاهیم ننګ، غیرت، زوړرتیا، جرئت، میړانه، ویاړ، سرښندنه، انساني کرامت ته درنښت، شرافت، حیثیت، وقار، شان شوکت، سرلوړیتوب او د پښتنو افغانانو خپلواکۍ ده.
یو ننګیالي سړی تل خپل ولس ته ښه نوم نشان، شان شوکت، عزت، شهرت، شرف، پت او ننګ راوړي. د دې برخلاف یو بې ننګه سړی خپل ولس ته بې عزتي، بې غیرتي، بې حیثیتي، بې ابرويې، سرټیټوالي، غلامي او بې ناموسې راوړې. پښتنو کې بې ننګه سړی ته د هیڅ چا له خوا په درنه سترګه نه کتل کیږي.
د پښتونولي د فلسفي منځ زړې له همدغه ارزښتناکه انساني ځانګړتیاوو څخه جوړو شوي دی. د پښتنې د ننګ کاڼسپټ په بېلا بیلو برخو کې شرم او حیا هم په خپل وارسره ځای لري.
یو توریالی سړی د تورې ټول خصوصیات په خپل ځان کې لري. یو توریالی سړی تل د فردي یا د انفرادي اتلولي د کړنو له لارې خپل ځان ښیي. دی په لومړۍ پړو کې د خپل شخصي فردي ننګ او خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي. په دویم پړو کې دی د خپلي کورنۍ، خپلي قبیلې او خپل ولس لپاره مبارزه کوي. یو توریالی سړی له دې لارې هڅه کوې په ډاګه کړي، چې دی په خپله قبایلي ټولنه کې یو خپلواک سړی دی او د نورو سره په ټولنه کې مساوي حقوق لري. دی د هیڅ کوم بل زورواکۍ او سر زوروري سړی تر واک، اغیز او لاس لاندې نه دی.
زما ( څیړنوال ) ارزونې کتنې، تحقیقات او څیړنې د ښاغلي زیګرسټ له مفصلو علمي تشریحاتو او توضیحاتو سره په مقایسه کې هیڅ ډول توپیر نه درلود. ښاغلي زیګرست د لومړي ځل د پښتونولۍ په اړه په یوه نوې علمي اکاډیمیکه چار باندې کار کړي. له ده ورسته ښاغلي الفررد جناتهAlfred Janata  او ښاغلي ریحانوالدین حسن  Reihanodin Hassan په خپلو توضیحاتو، پلټنو او څیړنو کې د غیرتمن سړی د ننګ کاڼسپټ په ځواکمن اړخونو باندي ډیر علمي څیړنیزه کارونه ترسره کړي دي. دوی په خپلو څیړنو کې دا ثابته کړي، چې پښتونولي د پښتنو ولسي ټولنیز قانون او د ننګ او غیرت کوډکس دی. پښتونولي په خپل وسعي  یا پراخه مانا کې د پښتنو ټولمنلي شوي دودنه، دستورونه، رسم او راجونه احتوا کوي.
په ۱۹۸۱ کال کې د پښتونولي په اړه د ښاغلي ویلي ستویلس Willi Steuls مونوګرافيکه څیړنه (پښتونولي او مقاومت، په دولت کې قبایلي ټولنه) په نامه پرته د ښاغلي زیګرسټ د لارښودونکي او لار پرانیستوونکي څیړنې څخه ناشوني علمي څیړنه وه، د هغه په څیړنه کې موږ د پښتونولي په اړه د ټولو علمي، حقوقي پوښتنو ته ځواب موندلي شو. 

په ۱۹۸۷ کال کې د ختیځ المان د برلین په همبولت پوهنتون کې ښاغلي Rzehak   Prof. Dr. Lutz د پښتونولۍ په اړه یوه بله ستره علمي اکادیمکه څیړنه تر سره کړي ده.

زه ( څیړنوال ) غواړم دلته په خپله څیړنه کې د پښتونولي هغه اړخ را په ګوټه کړم، کوم چې ښاغلي زیګرسټ دیرش کاله مخکې مطرح کړی وو. د پښتونولي دغه اړخ د پښتنو د طبیعت منځزړي دی. هغه خپله علمي څیړنه کې تر ډیره بریده هڅه کړي، چې خپل فکري تمرکز په پښتني شخصیت او پښتنې ایډیالي انځور باندې د ننه څخه وساتي. ما ته دلته دا هم مهمه ده، چې زه غواړم د پښتنو ظاهرې، اخلاقي ځانښودنه وڅیړمه، نه د دوی د ورځینې ژوند د کړو وړو نمونې او یا د دوی د کولتوري جوړښتونو ځانګړتیاووې څیړم.(۲)

په افغانستان کې اټکل تر شلو میلیونه پښتانه استوګن دي، په میلیونونه نور پښتانه په ازادو قبایلو، پښتونخوا او بلوچستان کې مېشت دي. د پښتنو د اصل نسب، د پښتنو قومي ونې سټه، د پښتنو د قومي جوړښتونو پرنسیب په بنسټ او د دوی د توکمي اصلو نسب پوهنې په بنسټ، پښتانه د زرګونه قبیلو  ټبرونواو ډلو له لارې یو په بل پسې په سلسله د یو ستر نیکه څخه سرچینه اخلي. له همدې امله پښتانه د نړۍ یوه ستره لرغونې قبایلي ټولنه ګڼل کیږي.
پښتنو د افغانیت خپل فکري تصورات، افکار او مفاهیم لکه ننګ، ناموس، غیرت، ویاړ، میړاڼه، شجاعت، سرښندنه، د مبارزې ډولونه، جګړییزمورال، خپلواکۍ او نور کلتوري ارزښتونه د افغانستان د نورو لږکیو توکمونو سره هم ویشلي دی. د پخواني شوروي اتحاد د نیواک په وړاندې او د خپلواکۍ د سپیڅلي جګړې او جهاد پر مهال د افغانستان لږکې توکمونه په دې ونه توانیدل، لکه چې پښتانه وتوانیدل، پښتنو په خپل اوږد تاریخ کې د افغانستان د خپلواکۍ د جګړو او مبارزو په بهیر کې د نیواکګرو او یرغلګر و په وړاندې په پرله پسې توګه له خپل ځان، له خپل شتون او خپل توکمې افغاني ایډیالي انځورنو څخه په سیسټماتیک ډول تر ننه ساتنه او دفاع کړي ده.
 

۱ . د سرکښو جنګیایلو څخه یو دم  د عالي او ممتاز جنګیالي جوړیدل 

په نولسمه پیړۍ کې د انګرېزانو نړیواله امپراتوري او په شلمه پیړۍ کې د شوروي اتحاد کمونیستي امپراتوري یواځینې نړیوال نیواکګر او زبرځواکې امپراتورې نه وې، چې دوی غوښتل افغانستان خپله  مستعمره وګرځوي، افغانانو په دې توانیدلي دي، چې ښکیلاګرو ځواکونه او نړیوالې امپراتورې دې ته مجبوره کړي، مخکې له دې چې دوی دا ستر هیواد مستعمره کړي، ښکیلاګرو خپل استعماري پلانونه د خونړېو زخمونو سره ټول کړل او په کومه لار چې راغلي بیرته ولاړل.
په نولسمه پیړۍ کې د انګرېزانو مسوولو سیاسي چارواکو، پوځې کارپوهانو او همداسي د انګرېزانو اوسنیو محاصرو تاریخپوهانو او د برتانوي ښکیلاک شنونکو دا مسئله تر اوسه سمه تشریح نشوای کړي، چې څنګه په ډلو ډلو ویشلي سرکښه، بې نظمه، پښتانه جنګیالي په دې وتوانیدل. په ۱۸۴۲ کال کې د افغان انګلیس په لومړي جګړه کې د بري او د پرمختګ په لور روان د انګرېزي نړیوالي امپراتوري ځواک مخه ونیسي. دا جګړه په لومړۍ ځل د انګرېزانو په تاریخ کې په سخته تباکوونکې او شرموونکي پوځي ماته باندې بدله شوه. ښایي دا لاندې لاملونه وي، چې دغه سرکښه، بې نظمه او خپل سري جنګیالي یودم د انګرېزانو په سترګو کې په ممتازو او عالي صفاتو ننګیالي او توریالي جنګیالیو باندې بدل شول، برتانوي شنونکو فکر کاوه، چې افغانان به د مقدوني سکندر د سرتیرو اولاده وي. ورسته دوی دا ومنله که موږ ووایو، چې موږ ته په جګړه کې اصیلو اریایانو ماتي راکړي او موږ دوی ته جګړه وبایلله دا خبره به موږ ( برتانویانو) ته په تاریخ کې لږ د شرم او خجالت وړ وګرځي. 

ښاغلي څیړنوال لیکي، سړی کولي شي د افغانانو دغه نه ماتیدونکي، نه لمنځه تلونکي او تلپاتي میړانه، پت، ننګ، غیرت،سپیڅلتیا، عالي او ښه خویونه د خپلو ځوانانو مخې ته د مخکښو انسانانو په څیر کیږدي. لکه څنګه په 
۵۸ ـ ۱۱۶ ع زیږد کال کې د رمیانو د هغې زمان نوموتي تاریخپوه، لیکوال او د روم سناتور ښاغلي تسیتوس کورنیلیوس Cornelius  Tacitus  دا کار وکړو، کله چې جرمنانانو د جګړې په ډګر کې پر رومیانو باندې بري وموند، دغي تاریخپوه لږ موده ورسته د جرمنیانو د کرکټر په اړه ولیکل، په نړۍ کې هیڅ کوم بل ولس ونشوای کړي، د جرمنیانو په څیر په زړورتیا او وفاداري کې ځان مخکښي وښیي.

په ۱۸۱۵کال کې د نوموتې انګرېز مورخ افغان پیژندونکی الفنستون د افغانستان څیړندوي او محقق په خپل معیارې اثر کې د ( افغانانو سیاسي، ټولنیز نظم او تړون ) په نامه چې په خپل وخت کې ځښت ډیر لوستل شوي کتاب وه، هغه په خپل دې اثر کې د پښتانه، د پښتنې قبیلې سیاسي او ټولنیز ګډوډ حالت د سکاټلندیانو، یونایانو او د رومیانو له جمهوري غوښتونکو له قبیلو سره پرتله کړي دي. 

افغان شاعرانو او لیکوالانو هم په خپل وار سره له دغي علمي اثر څخه په خپلو لیکنو او څیړونو کې ستره ګټه اخیستي ده. دوی د افغانانو د ننګیالیتوب، توریالیتوب، ممتازو او دعالي صفاتو انځور ته نور د میړانې ښکلي رنګونه ورکړل. د الفنستون دغه کتاب د افغان روڼاندو په منځ کې یو ډیر مشهور علمي اثر دی. له بلې خوا اروپایې څیړونکو او لیکوالانو هم له دغه اثر څخه په خپلو څیړونو کې استفادې کړی او هڅې وکړي تر څو تشریح کړي، چې څنګه برتانویان په افغانستان کې له سترې شرموونکې پوځي ماتي سره مخامخ شول. د دې اثر له لارې د ختیځ او لویدیځ څیړونکو تر منځ په خپلو کې د افغانانو د شخصیت انځور او ایډیالونو په اړه یو ډیر ښه کلتوري او د ادبي راکړې ورکړې کار پیل شو. افغانانو په ځانګړي ډول د سویلي ختیځ پښتنې قبیلو خپل ایډیالونه او د خپل شخصیت انځور په خپل ډودیزه عرفي قانون یا د پښتونولي په قانونغونډ کې مدغم یا ذوب کړي دي.

لمنلیک : 
۱ . ښاغلي څیړنوال ګلاتزار لیکي، ما ته شخصاً په خپله ښاغلي  کرستیان زیګریسټ د افغانستان په اړه زما د لومړي ځل د سیمه یېزو څیړونو او پلټنو د تشویقولو لپاره مهم مالومات او لاسوندونه په لاس کې راکړل. 
۲ . زه (څیړنوال) په دې باوري یم، ما ته او ټولو پښتنو دا خبره جوته  او روښانه ده، چې د پښتونولۍ پت، ننګ، سپیڅلتیاووې او انساني ارزښتونه په کلکه د ورستیو څو لسیزو د وحشي، بربریري او له ظالمونو څخه ډک جنګ جګړې سره په مخالفت کې واقع دي. پښتونولي له دغو اوسنیو جنګي او د جنایي جرایمو سره هیڅ ډول تړو نه لري. 
۳ په ۱۹۷۶ کال کې ښاغلي کریستیان زیګرسټ په خپله د افغانستان د لوی پکتیا خوست ولایت ته تللي، هغه هلته د نادرشا کوټ په ولسوالي کې د ځدراڼو له خانانو سره د ببرک خان د کورنۍ له غړو سره د پښتونولي په اړه په خبرې اترې کوي او  به څیړونو باندې بوخت لیدل کیږي. په دغه لاندې انټرنیتي پته کې د هغه یو انځور او  د  هغه دوه په الماني ژبه کې لیکلي مرکې لوستلي شي. 
په دغه انځور کې په سپینو جامو کې ولاړل سړی په خپله جرمن څیړنوال کرسیتان زیګرسټ دی. د هغه ښې خوا ته ښاغلی شیر محمد خان ځدراڼ د ببر ک خان ځدراڼ زوی ولاړل دی، چا چې په /۱۶/ ۱۹۱۵ کال په کابل کې د جرمنانو د یوه تاریخي پلاوي سره پيژندګلوي درلوده او  د هغه میلمه پالنه یې ترسره کړی وه. د کرستیان زیګرسټ کینې خوا ته د وزیرستان څخه راغلي یو مشر میلمه، د خپلو دواړ ځامنو  سره ولاړ دی. د ببرک خان کورنې غړو دغه ښکلې سپین کالي د خپل جرمن میلمه لپاره په موقتي جوړ کړی وه، چې د ځانګړی کیفیت یا کوالیټې کالی وه.   
 
http://www.germananthropology.com/cms/media/uploads/4e53c31888fd9/interview_4f06f3b397399.pdf
 
۴ . د ا لاندې د هغې کتاب  نوم  دی، کوم چې ښاغلي پرفیسور ډاکټر زیګرسټ د پښتنو او پښتونولي په اړه لیکلي دی. 
Soziologie und Anthropologie 12
Die Pashtunen und ihre Bedeutung für regionale und internationale Konflikte
von Robert Haag 1. Auflage
Die Pashtunen und ihre Bedeutung für regionale und internationale Konflikte – Haag
schnell und portofrei erhältlich bei beck-shop.de DIE FACHBUCHHANDLUNG
Peter Lang 2012 Verlag C.H. Beck im Internet:
www.beck.de ISBN 978 3 631 62315 2