د افغانستان دولت او افغان ملت جوړوني په سیسټم کې د پښتونولۍ کاڼسپټ :

لوی افغانستان د ټولو لرو او برو پښتنو افغانانو ستر ګډ کور دی او له پښتنو سره په دغه ستر هیواد کې لږه کې قومونه د ورورګلوۍ برابر ګډ ژوند کوي. د پښتنې قبیلې او افغان لږه کیو قومونو رول د افغانستان په ملي دولت جوړونه  کې او د افغانستان د ملي سیاستونو په تاریخ کې ډیر اوږد او مهم دی. د افغانستان شریفو، میړنیو، ویښو قبیلو، عزتمندو، غیرتمندو او هیوادپالو قومونو په اتلسمه پیړۍ کې د نهو ورځو جرګه کیدو څخه ورسته لوی احمد شاه بابا د لوی افغانستان ستر ټولواک پاچا په توګه وټاکلو. د افغانستان په محاصر تاریخ کې، د افغانستان ملي دولت جوړونې او د افغان ملت جوړونې په تاریخ که د افغانیت یا د پښتونولۍ کانسپټونو مهم عنصرونه لکه لویه جرګه، ملي جرګه، مشرانو جرګه، ولسي جرګه، څارنوالي او ستره محکمه رسما په خپل سیاسي دولتي جوړښت کې منلي دي. افغانستان کې د ملي دولت او ملت جوړول په بهیر کې د پښتنې قبیلو رول او د پښتنو هویت یعني د پښتونولي د ارزښتونو  ارزښتمن ځواکمن هیڅوک څوک له پامه نشي غورځولي. په خواشینۍ سره ځینو پردیپالو، کمزورو، ناپوهه، مزدور، متعصبو  عناصرو او چارواکو هڅه وکړه، څو د پښتنو تاریخي ملي هویت د افغانیت او اسلامیت مقدسات او ژبني ټرمینالوجي له پامه وغورځوي. د دا ډول حکومتونو او دولتونو  په تاریخ کې د دغو پردیپالو عناصرو برخلیک ټولو افغانانو ته ښکاره مالوم دی. 

لوی افغانستان په خپل ورستني دوه سوه کلن جګړه ییز تاریخ کې تر ډیره بریده د خپل نا متمرکز، کمزورۍ، پاشلي، ویشلي حالت لرلو سره سره، په وړو، وړو ډایرو کې د غلچکي یا ګوریلایي ټکتیکې جګړو او مقاومت له لارې افغانان په دې وتوانیدل، څو څلور ځلي څلور نړیوال یرغلګر زبرځواکونه، چې د خپل وخت  او زمان په مډرنو ګواښمنو وسلو سمبال وو، د خپل افغاني غیرت او پوځې زور ازمویلو په پایله کې د جګړو په ډګر کې په ګڼدو کړي. له همدې امله تر نننه افغانستان د دوو پیړیو راهېسې د نړیوالو د پرلپسې سیاسي لویو لوبو یو ستر نړیوال سټیدیوم، یو جنګې لابراتوار او  یو نړیوال حربي پوهنتون ګرځیدلي دی.

دولت جوړول (state – building )او ملت جوړول (nation -building ) کلمات اکثرا په ناسمه او په مترادفه توګه کارول کېږي. افغانستان کې د دولتمشر او د دولتي ادارې هنر هم همداسي په ناسم ډول د یو بل څخه نه بیل کیږي. د ملت جوړوني مفهوم یو ستر هر اړخېزه بحث ته اړتیا لري، چې په کې د ملي هویت عنصر ستر رول لوبوي. د دولت جوړونه مفهوم ستراتیجیکي اړیکو ته اړتیا لري، چې ور سره په هیواد کې دولتي اداره یا بیروکراتي جوړیږي. د ملت جوړونې د بهیر سره بیا کولتوري هویت او اقتصادي سیاست په یوه جغرافیوي تړلي سیمه کې رامنځ ته کیږي. (۴) ډیر شمیر د دولتي حقوقو حقوقپوهان په دې اند دي، چې یوه بریالي دولت جوړونه، د یو بریالي ملت جوړوني پر بنسټ رامنځته کیږي. د یو ګټور، بریالي او باثباته دولت جوړوني شرط ملت جوړونه ده. د دولت او ملت جوړوني ترمنځ بل ټوپیر دا دی، چې دولت جوړونه د بهرنیو هیوادنو په مرستو او پر مټ هم رامنځ ته کیداي شي، اما ملت جوړونه یواځي د ټولنې د وګړو لخوا تر سره کیداي شي. د افغانستان  د دولتي تاریخ ډیر شمیر شنونکې په دې اند توافق لري، چې افغانستان کې په همدا اوسنیو حالاتو کې دولت جوړونه د نړیوالي تولنې او نړیوال ځواکونو د لاسوهني سره سره بریالي نه وو. دوی د افغانستان په دولت جوړونه کې پاتي راغلي دي.

وسمهال  افغانستان یو (failed-state ) یا یو ناکامه دولت لري. افغانستان کې د مهمو سیاسي توکې نشتون لکه د امنیت نشتون، د یو عدلي او قضایي سیسټم نشتون، د هیواد پرمختګ د پاره دبنسټېزو پروژو نشتون، د فساد څخه ډکه اداره، د دولت په سیاسي خپلواک بهیر باندې د خلکو لږ بارمنتوب، افغان ولس د خپل دولت په سیاست کې خپل ملي ارزښتونه او ملي هویت نه وینې او نه  احساسوي، چې له دې امله د دولت او خلکو ترمنځ یو ډیر ستر واټن رامنځ ته شوي دی . داسي نور لاملونه شته چې  په افغانستان کې یو ناکام دولت رامنځ ته شي.

د افغانستان د دولتي تاریخ سیاسي کارپوه ښاغلي (Schetter) لیکې: د افغانستان تیر تاریخ ته په کتو سره باید وویل شي، چې افغانستان کې د ملت جوړوني کانسپت تل په یوه پښتنې پوهه او د یو پښتنې تفکر لاندې لیکلي شوي دی. په دې مانا کله چې  موږ غواړو،  په افغانستان کې سمه ملت جوړونه ترسره کړو او لکه چې تل دا هڅه شوي، د افغانستان د ملت جوړونه په بهیر کې د پښتنو ملت جوړونې له نموني او یا د پښتنو د توکمي سمپل څخه باید کار واخیستل شي. په دغه سمپل یا نمونه کې نه یواځې ملي سندره، ملي اټن، ملي جامې او جګې شملې شاملي دي، بلکې د پښتنو دود دستور او د پښتونولي کانسپټونه شامل دی. افغانستان یو ګڼ توکمیزه هیواد دی، که په افغانستان کې په میټودیک ډول ملت او دولت جوړونه پلي کیږي، باید ټولو وګړې، سیاسي واحدونه او واقعیتونو ته پام وشي. دولتونو دي، چې خواره واره ولسونه سره یو ځای کولي شي، ملیتونو او د قبایل له واحدونو څخه د ملي هویت پربنسټ یو ځواکمن واحد افغان ملت جوړیدلي شي. د پښتونولي قانون د لیککیدو سره او د لږ سمون څخه ورسته کیداسي، چې د افغانستان د راتلونکې دولتي، حقوقي نظامونو بنسټ کیږدي. د پښتونولي حقوقي منلي شوي نورمونه د افغان ولس له خوا به ډیر ښه ډول منلي شوي دي. د پښتونولي قانون ډیرو نورمونه او اصول د افغانستان د لږکیو توکمونو باندې خپله اغېزه هم شیندلي ده. دوی د پښتونولي له اصولو سره ښه بلد شوي دي. په بله وینا د افغانستان ټول وروڼه قومونه د پښتونولي نورمونو ته ورته حقوقي دود دستور او یا عرفي تعاملات لري. لکه میلمه پالنه، ننګ، غیرت، ناموس، خان، ملک، افغاني ننګ او غیرت او هیوادپالنه.

د لوی افغانستان په ټولو کلیو او بانډو کې د پښتنو افغانانو قبایلي کولتور، دود دستور افغانیت ژوندی او په خلکو کې له پیړیو راهیسې خپور دی. پښتنو په افغانستان کې خپل سړیتوب، میلمه پالنه، عزت، غیرت، میړانه، اتلوالي، د ننګیالیتوب او د توریالیتوب ویاړونه او خپل د خپلواکي جګړه ییز تاریخ د نورو لږه کیو وروڼو قومونو سره سم شریک او ویشلي دي او لږه کیو وروڼو قومونو د پښتنو سره په ګده د هیواد په ساتنه، خپلواکۍ، د سوکالې، ابادي لپاره تل ټینګه ملا تړلي ده.  په افغانستان کې د پښتنو افغانانو تاریخي رول، دولتي ځواک او د دولت بنسټ ایښودلو ابتکار سره د پښتونولي منل شوي نورمونو او ارزښتونو سیسټم د نورو لږکیو قومونو له خوا هم منل شوي او  هم عملي کیږي. د افغان حکومت سره فعلا د افغان ملت جوړونې او د افغانانو لپاره د یو ګډ ملي مذهبي او افغاني هویت سیاست یو منل شوي تعریف او یوه ویښه ملي سیاسي ستراتیجي نشته.

د څلورمې برخي پای

اخیځلیکونه:

Willi Steul: Steul 190 .Seite 255 ff 1. 1

Pashtunwali und Widerstand – Stammesgesellschaft im Staat: Die Pashtunen in Paktia In: Berliner Institut für vergleichende Sozialforschung [Red.: Kurt Greussing u. Jan-Heeren Grevemeyer] (Hrsg.): Revolution in Iran und Afghanistan – mardom nameh – Jahrbuch zur Geschichte und Gesellschaft des Mittleren Orients Syndikat, Frankfurt am Main 1980, S. 250-263, ISBN 3-8108-0147-X

2. Britninnica Encyclopedia,Retrieved November 8. 2012, fromBritnnic Encyclopedai

3. Georg Elwert: Ethnie , in Christian F. Feest, Hans Fischer und Thomas Schweizer
( Hrsg) , Lexikon der Verkerkunde, Dietrich Reimer Verlag , Stuttgart 1999, S 99 f .