يوسيورى -يوه رڼا
بابا زما هم داسې خوښه نه وه
زه دې بت ګر شمه بتان جوړوم
داعذابي هنر اسمان راکړى
زه د لفظونو نه انسان جوړوم
زه په تېشه او په سندان جوړوم
لکه اذر واړه خدايان جوړوم
ځمکه لا څه ده چې اسمان جوړوم
هم اهرېمن او هم يزدان جوړوم
هو! ماته ياد شي چې دې ويلې راته
هلکه بس که شاعري مه کوه
دادهرچا له وسه نه ده پوره
هسې بې ځايه دا خواري مه کوه
ما هم په خداى که به غوښتله داسې
چې رياِضت دې د سندرو وکړم
خو دامې هم پوره په وس کې نه وه
زه دې عمل ستا په خبرو وکړم
زه خو د بل چا په پنجو کې بند وم
ښايي چې زه به يې شاعر خوښېدم
زه د سندرو په منتر يې پوى کړم
د هغه ذات به زه ساحر خوښېدم
بابا زما هم داسې خوښه نه وه
زه دې بت ګر شمه بتان جوړوم
داعذابي هنر اسمان راکړى
زه د لفظونو نه انسان جوړوم
زه په تېشه او په سندان جوړوم
لکه اذر واړه خدايان جوړوم
ځمکه لا څه ده چې اسمان جوړوم
هم اهرېمن او هم يزدان جوړوم
دابه ازل کې نويشته وه بابا
چې زه په هاغو لارو يون وکړمه
چې ستا بيخي ورسره جوړه نه وه
هاغو رشتو سره تړون وکړمه
د ابادۍ نه دې بيديا ته لاړ شم
زه دې خو يونه د مجنون وکړمه
زه د ښمني دې د شېخانو وکړم
او اقتدا دې د مفتون وکړمه
بس په هم دغې به خپه وې رانه
چې د تسبو سره مې جوړه نه وه
ما خو په بل رنګې پرواز غو ښتلو
د زولنو سره مې جوړه نه وه
داسې خو نه وه چې منکر دې ومه
ګرانه بابا زه له يزدانه ځينې
ما خو به هم ځولۍ ځولۍ غو ښتله
دعا له بره شين اسمانه ځينې
دا ستا په اند به زه بې لارې ومه
خو زه مجبور له دغې چارې ومه
ته په تسبو او په چلتار مين وې
خو زه مين بيا په هندارې ومه
بابا زما هم داسې خوښه نه وه
زه دې بت ګر شمه بتان جوړوم
داعذابي هنر اسمان راکړى
زه د لفظونو نه انسان جوړوم
زه په تېشه او په سندان جوړوم
لکه اذر واړه خدايان جوړوم
ځمکه لا څه ده چې اسمان جوړوم
هم اهرېمن او هم يزدان جوړوم
بابا مونږ دواړو رياضت کړى دى
تا په سجدو الله ته ځان رساوه
زه چې د نۍ په فلسفه پوهېدم
ما په نغمو الله ته ځان رساوه
ښکاره توپير زمونږتر مينځ مو جود و
خو ته بيا هم وې مهربانه بابا
زه دې دعا نه غور زولى نه وم
که ډېر خپه هم وې زمانه با با
ته لکه ونه په غرمو ولاړ وې
خو مونږ دې سيوري ته دمې کولې
تا ددعا په شپول کې بند ساتلو
مونږ به نو ولې اندېښنې کولې
ها شپې د قدر شپو نه کمې نه وې
ته چې زمو نږ د کور ځلا وې با با
بس مهربانه په مونږ ټولو باندې
ته د فلک نه هم سېوا وې با با
تا مې په لار کې تل رڼا کرله
زما دلاس يوه امسا وې با با
ځان درنه هېر زمونږ په مينه کې و
زمونږ د ټولو مسيحا وې با با
ما به تکل د رڼا څه کولو
ته خوپخپله يو رڼا وې با با
ما پرښتې چېرته ليدلي نه دي
خو انسانانو نه بالا وې با با
زه که ژوندى ومه نو ستا له مخې
زما اوبه زما هوا وې با با
که مې يقين په سومنات لرلى
ما به ويل درته دېوتا وې با با
بابا زما هم داسې خوښه نه وه
زه دې بت ګر شمه بتان جوړوم
داعذابي هنر اسمان راکړى
زه د لفظونو نه انسان جوړوم
زه په تېشه او په سندان جوړوم
لکه اذر واړه خدايان جوړوم
ځمکه لا څه ده چې اسمان جوړوم
هم اهرېمن او هم يزدان جوړوم
زه د تيارو په غېږ کې پرې دې ښودم
ته د يو بل جهان رڼا شوې با با
ولاړ په ټکنده غرمو کې يمه
ځکه ته سيورى د هما شوې با با
اوس هم په خوب کې تسلي را کوې
دا به دمينې کوم مقام وي با با
ستا په مزار دې د نورونو باران
زما دعا ده چې مدام وي با با
2002 اګست 30
پېښور -پو هنتون