متلونه 

 ١- وينه په وينه نه مينځل کيږي. ( روسي متل) 

۲- خر له غوږو پېژندل کيږي، احمق له خبرو. (جرمني متل) 

- ټول خره په څلورو نه ځي . (هسپانوي متل) 

۳- بې لرګيو- لوګی نه وي ( سويډني متل) 

۴- که سړی اور غواړي، د لوګي طاقت هم بايد ولري. ( روسي متل) 

۵- لومړی ځل سا اخيستل ( تنفس) د مرګ پيل دی. (ايټالوي متل) 

۶- نن انسان - سبا خاوره. (سربي متل) 

۷- هر څوک غواړي چې ډېر ژوند وکړي - مګر هيڅوک هم نه غواړي چې زوړ شي. (امريکايي متل) 

۸- حريص هر وخت غريب وي . ( سويډني متل) 

۹- حرص له مال سره ډېريږي ( ايسلندي متل) دلته زموږ د پښتو متل هم راتلی شي چې وايي: چې پيسې ډېريږي د زړه نه چاپېريږي. 

۱۰ - زور تر رښتيا مخکې وي . (ايټالوي متل) 

۱۱- هلته چې زور واکمن وي - رښتيا اهميت نه لري . ( نارويژي متل) 

۱۲- کله چې دوښمن په تېښته شي - ټول زړور شي . (ايټالوي متل) 

۱۳- د ډار لپاره هيڅ دارو نه شته . (سکاټلنډي متل) 

۱۴- هلته چې ښايست وي - مينه هم وي . (انګليسي متل) 

۱۵ - لمر هم داغونه لري . ( سويډني متل) 

۱۶ - وخت پيسي دي . (امريکايي متل)