ليکوال : محقق ستانه مير زهير
د( فوکلور پيژندنې لارښود) څيړنيز اثر ته لنډه کتنه !
کلونه وړاندې ، هغه وخت چې په هيواد کې داخلي جګړې پيل شوې، زموږ د مادې شتمنيو د لوټ او تالان تر څنګ ، زموږ د هيواد معنوي شتمني هم تالا ترغه شوه.
کتابتونونه او موزيمونه موچور او څه هم د جګړو د اور خوراک شول ، د هيواد وتلي او نو ميالي ګڼ شمېر ، ليکوالان، شاعران ، هنرمندان، د لوړو زده کړو مسلکي او تخصصي کادرونه مو ، له يوې مخې له هيواد نه ووتل او د پيښور ښار په کوڅو کې به ، کله يوې خوا او کله بلې خوا سرګردانه ګرځيدل..
ښه مې په ياد دي چې هغه وخت به ، د همدغو ستړو ليکوالانو او شاعرانو له پاره د يوې شيبې ، تر ټولو ښه دمه ځای، د (آزاد افغانستان د ليکوالانو د ټولنې مرکز ) و. ددې مرکز مشر پوهاند رسول امين و ، خوعملا ټولې چارې به يې محترم سرمحقق زلمي هيوادمل پر مخ بيولې .
پخپله محترم هيوادمل صيب هم ، دهمدې کورنۍ جګړې له ويرې ، له هيواده کډوال شوی و ، نو ځکه خو د مهاجرو او ستړو ليکوالانو له ستونزو او دردونو ډير ښه خبر واو تر خپلې وسې پورې به يې ، په بيلابيلو برخ کې د هغوي سره مرستې هم کولې ، هيوادمل صيب شپه او ورځ په همدې مرکز کې ا وسيده ،هر وخت او هره شيبه به ¸د ليکوالانو ډ لې ترې تاو وی او د هيواد به بيلابيلو ناخوالو به يې په خپلو کې يو بل سره د زړه خوالې کولې .
هغه ورځ مې هم ښه په ياد ده چې د همدغو ناخوالو په په لړ کې ، په دې بحث روان و چې له يوې ورځې نه بلې ته ، زموږ د ادب په ډګر کې د( تحقيق او څيړنې ) برخه د غربت په لور روانه ده ، ځکه هغو ستر و نومياليو چې دا برخه يې غني ساتلې وه لکه : پوهاند صيب عبدالحی حبيبي، پوهاند صيب عبدالشکور رشاد، داکاډميسين کانديد محمد صديق روهي ، د اکاډميسن کانديد ابراهيم عطايي ، د علومو اکاډمۍ سرمحقق دوست شينواری ، ډاکتر دولت محمد لودين ا، ډاکټر هلالي ا و داسې نور ښاغلو چې په دې برخه کې يې نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کولې ، يا وفات شوي ، يا له هيواده وتلي او يا هم د کبر سن له وجې د نورو کارونو د سر ته رسولو توان لري ، نو اوس په دې برخه کې زموږ د اميدونو يوازينی دوه سترګې ، دوو ښاغلو هريو زلمي هيوادمل او حبيب الله رفيع ته په لاره دي ، څو وکولی شي په دې برخه کې نوي ځوانان وروزي .
د دې خبرې سره سم محترم هيواد مل صيب وويل : انديښنه مه کوه ، همدا اوس موږ د محمد داود وفا په څير ځوانان لرو چې زما تر روزنې لاندې ، هره ورځ په خپلو څيړنيزو کارونو بوخت دي او زه په دې ځوان کې دا توانمندي ګورم چې زموږ د ادب د څيړنې او تحقيق ډګر به تود ساتي .
دا هغه وخت و چې ښاغلي داود وفا د څيړنې په ډګر کې لومړني ګامونه پورته کړي وو، د غربت او مهاجرت په ديار کې ، د ليکوالانو او شاعرانو د تذکرې په ليکلو بوخت و او په پای کې دهمدې څيړنيز اثر په ليکلو پوره بريالی شو.چې وروسته د دانش کتابتون له خوا چاپ او خپور شو
زه د ښاغلي داود وفا د نورو څيړنيزو اثارو نه پوره خبر نه يم خو کوم اثر چې همدا اوس زما لاس ته راغلی او نن يې مخ کتنه ده ( د فوکلور پيژندنې لارښود ) دی .
ما د داود وفا همد اثر په څو ورځو کې د سر نه تر پايه ولوست، خدای حاضر دی چې د فوکلور پيژندنې په اړه، د پخوانيو ليکل شوو کتابونو په پرتله ،غني او ډير څه په کې شته، چې په بيا بيا لوستلو ارزي.
تر هغه ځايه چې زه څو پرله پسې کاله د افغانستان په علومو اکاډمې کې ، د علمي غړی په حيث پاتې شوی يم او د څيړنې د متيودولوژی سره تر ډيره بريده بلد يم، نو په ډاډه زړه ويلی شم چې د ښاغلي داود وفا دا اثر د څيړنې د نويو اصولو او ميتودونو سره سم ليکل شوی ځکه : هغه يوازې ، له تيرو تاريخي اسنادو او د فوکلور پيژنديې په اړه ، د پخوانيو ليکل شوو کتابونو څخه په نقل قول او اخيستنې بسنه نه ده کړې بلکې هغه د يو يو ازاد څيړونکي په توګه، دهرې موضوع په اړه خپل نظر هم لوستونکو ته وړاندې کړی.دی .
د فوکلور په اړه په تيرو ليکل شوو کتابونو کې راغلي اشتباه ګانې يې په نښه کړې او بيا يې د هغو سمه بڼه هم په خپل کتاب کې ځای پر ځای کړې ده
ښاغلي داود وفا د خپلې څيړنې په څنګ کې ، هڅه کړې چې د خپل کتاب منځپانګه ، د پوهنتون شاګردانو ته، د تدريس د اصولو په رڼا کې هم وليکي.
ځکه ددې اثر په ليکلو کې ، د بيلا بيلو اهدافو تر څنګ ، يو هدف هم د پوهنتون د ليسانس د دورې زده کړيالانو ته، د فوکلور پيژندنې په اړه کره او په تدريسي بڼه ، د معلوماتو وړاندې کول دي.
لکه څنګه چې د څيړنې د ډګر پوهان پوهيږي ، د هر څيړنيز اثر ليکنه د ورځې او د مياشتو خبره نه ده ، د اد کلونو خبره ده ، ځکه خو زه پوره باور لرم چې استاد داود وفا به هم ، ددې کتاب په ليکلو کې ، سلګونه ورځې او زرګونه ساعتونه کار کړی ، ترڅو دا اثر بشپړ کړی .
کله چې ما ددې کتاب په پای کې ، د اخځليکونو ، د نوملړ کوم ليست وليد، نو په ډاګه معلوميږي چې ښاغلي داود وفا ، د فوکلور په اړه ، د ۱۳۴ ، انګليسي، فارسي، پښتو او اردو، پخوانيو ليکل شوو اثارو ، بې شميره پاڼې اړولي اوبيا يې د خپلې اړونده موضوع ، د وضاحت له پاره، ترې غوره ټکې راچاڼ کړي دي.
. د متن د لوستلو څخه په ډاګه څرګنديږي چې د کتاب ټول مفاهم په ساده ، روانه او سليسه ژبه ليکل شوي. او همدا هڅه د لوستونکي سره مرسته کوي ، چې هغه په ښه توګه درک درک او خپل ذهن ته وسپاري.
يو بله لويه ښيګڼه چې د فوکلور پيژندنې د څيړنيز لارښود په کتاب کې زما تر سترګو شوه، هغه د کتاب ډير ښکلي صحافت او چاپي بڼه ده چې لوستل يې هيڅکله زړه تنګونی نه دی.
د منځ پانګې له پلوه يې اوډنه هم ډيره په زړه پورې ده ، بيلې بيلې موضوع ګانې يې په بيلو بيلو فصلونو کې په ښه توګه ځای په ځای شوي دي ، دمتن لمن ليکونه، توضيحي اشارې او په هر فصل کې اخځليکونو راوړل يې بله غوره ځانګړتيا ده .
د کتاب اصلي مفاهم ، له سريزو پرته ، په ۲۷۹مخونو کې د ځنځير د کړيو په څيرپه ښه بڼه پيل شوی دی. او د کتاب په اخير کې ، د هغو اخځليکونو يو اوږد نوملړ ښودل شوی چې لوستونکي کولی شي د زياتو معلوماتو له پاره، په راتلونکې کې هغو ته مراجعه وکړي..
په پای کې ښاغلي استاد داود وفا ته د دې سترې بريا مبارکي وايم او له هغو ټولو ځوانانو چې د تحقيق او څيړنې په برخه کې ځانګړی استعداد ولري،هيله کوم چې د ښاغلي محمد داود وفا په پل ، خپل پل کيږده اوهغه تشه چې په دې وروستيو وختونو کې زموږ د ادب په څيږنيز ډګر کې را منځ ته شوې ، په ګډه له منځه يوسی . و من الله التوفيق.