س. زهير شينواری

  ټولنيز سلوک او کړو وړو په بد لون کې

                                               د روزنيزو پيغامونو اغيزې

 د بشري ټولنې دودې او پرمختګ په بيلابيلو پړاونو کې ، تل هڅه شوې داسې پيغام د خلکو غوږونو ته ورسول شي چې د هغو په اوريدو د انسان په سلوک ، کړووړو اوټولنيز ژوند کې مثبت بدلون راشي . ديو چا په سلوک او کړو وړو کې مثبت بدلون راوستل هم دومره ساده کار نه دی چې د خولې په تشو خبرو ، وعظ اويا نصحت يعنې ( ښه کوه او بد مه کوه ) تر لاسه شي . همدا سبب دی چې دښوونې او روزنې پوهانو تل هڅه کړې ، څو روزنيز پيغامونه له بيلا بيلو لارواوپه بيلابيلو بڼو خلکوته ورسوي . دا چې دغه لارې چارې کومې دي ، په دې اړه به وروسته خبرې وکړو . خو مخکې له دې بايد په دې پوه شو چې پيغام څه شی دی ؟

پيغام يا پيام چې په انګليسي ژبه کې ورته ( Message) وايي د لغت له مخې د (ابلاغ ، مخابره ، رسول ، ليږل ...) په معنی دی . خو په اصطلاح کې پيغام يا Message هغې اطلاعيې يا خبرتيا ته ويل کيږي چې د يوه شخص يا موسسې له خوا ، د ټولنې نورو اشخاصو ته ليږدول کيږي. هغه پروګرامونه چې بنسټيز هدف يې خلکو ته د مثبت او اصلاحي پيغام رسول وي ، د تعليمي ياروزنيزو پرو ګرامونو په نامه ياديږي په روزنيزو پروګرامونو کې پيغام هغه اطلاعيه يا خبرتيا ده چې د هغې په وسيله موږ غواړو د ټولنې د وګړو په سلوک او کړو وړو کې اصلاحي او مثبت بدلون راولو. هر څومره چې په روزنيزو پروګرامونو کې هنري مالګه زياته وي په همغه اندازه يې اغيزې مثبتې او د پام وړ وي .

 د پيغام د ليږدونې له پاره نن ورځ بيلابيلې وسيلې لکه : اخبار ، راډيو، تلويزيون، سينما، کتاب، مجله، پوسټر، انټرنيټ او داسې نور کارول کيږي خو دا هر يو خپلې ځانګړې ښيګڼې او نيمګړتياوې لري . د بيلګې په توګه : راډيو : ښيګڼې يې : ډير خلک يې اوري ،عام خلک ورنه ګټه اخلي ، په پرښنا پورې اړه نه لري ، پروګرام يې ارزانه وي . نيمګړتياوې : تصوير نه لري چې خلک يې وګوري ، که يوځل درنه يوه خبره تيره شوه او ته پرې پوه نه شوې نو هغه بيرته نه راګرځي او د هوا په څپو کې درنه ورکيږي . خبرې يې طرفه دي ، ستا پوښتنې ته ځواب نه شي درکولی .

 تلويزون : ښيګڼيې : هر څه په سترګو ليدل کيږي . تجروبو ښودلې ده ، که مويو شی په سترګو ووينو نو په سلو کې ٨٠_٨٥ پورې زموږ په ذهن کې پاتې کيږي او که يوازې يې په غوږونو واورو نو په سلو کې ٤٥ زموږ په ذهن کې پاتې شي . نيمګړتياوې : پروګرام جوړونه يې قيمته تماميږي ، هلته چې برښنا نه وي کټه ترې نه اخيستل کيږي، له يوه ځايه بل ځای ته يې ليږد ستونزمن وي .

چاپي رسنۍ ( کتاب ، مجله ، اخبار ، پوستر ....) : ښيګڼې يې : څو څو ځلې لوستل کيدای شي ، د ليږد يې اسانه وي ، خلک يې په ارزانه بيه تر لاسه کولی شي ، اضافي مصارف نه لري . نيمګړتياوې يې : د ټولنې نالو ستي او بې سواده کسان يې نه شي لوستلی ، ويش يې د وخت له پلوه ګران او ژر نه رسيږي

 موعظه : ښيګڼه يې داده که چا سره پوښتنه پيدا شي مخامخ ځوابيږي او نيمګړتيا يې داده چې کم خلک ورنه ګټه اخلي .

سټيج ډرامه : ښيګڼه يې داده چې په زړه پورې وي او مخامخ ليدل کيږي ، دوه طرفه ډيالوګ لري او په ډراماتيک ډول د خلکو په ذهن کې پاتې کيږي . په پورتنيو ټولو وسيلو کې راډيو او تلويزون، د پيغام د ليږد له پاره هغه وسيلي دي چې د ټولنې زيات شمير وګړي يې کاروي او ګټه ترې اخلي .

 نن ورځ د اصلاحی پيغا م د ليږد له پاره له بيلابيلو ادبي او هنري ژانرونو څخه ګټه اخيستل کيږي لکه : شعر ، متلونه ، شعار، مقالې ، ډرامه، ناول ، لنډې کيسې ، تصويري کيسې ، کارتون ، کارتوني فلمونه ، ... چې دا هره يو يې په خپل ځای کې ځانګړی ارزښت لري . څو بيلګې يې دلته وړاندې کړو : ١- شعر : که چيرې موږ وغواړو يو چاته ووايو ، په ژوند کې د برياليتوب راز ستاسو په هڅه ، کوښښ او هلو ځلو کې پروت دی ، ښايي دومره ژوره اغيزه ونه لري . خو که همدا پيغام د شعر به ژبه ورته داسې ووايو : چې غوټې پسې وهی په لاس به درشي چاو يل چې په درياب کې ګوهر نه شته. او يا هم د نورو ته د ضرر رسول په اړه د رحمن بابا دا شعر : کردګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شي اغزي مه کره په پښو کې به دې خار شي کوهي مه کينه د بل سړي په لار کې چيرې ستا به دکوهي په غاړه لار شي ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه چيرې دا غشی به ستا په لور ګوذار شي د شعر په ژبه موذون پيغام له يوې خوا لوستونکی او اوريدونکي فکر کولو ته اړباسي او له بلې خوا تر ډيره وخته د هغوي په ذهن کې ژوندی پاتې کيږ ي او د اړتيا په وخت کې يې تر اغيزې لاندې راځي او عمل پرې کوي . ٢- متلونه : متلونه چې د پيړيو په اوږدو کې دولسي ژوند له تجربو را زيږيدلي ، لوي شوي او له يوه نسل نه بل ته ليږديدلي ، هم د پيغام په ليږد کې ستره ونډه لري لکه د ښو او بدو کړووړو په هکله چې دا متلونه ويل شوي : خپل عمل د لارې مل دی ، چې کرې هغه به ريبې ، ښه اوبه هم نه وړي . او يا هم د يوالي او اتفاق په اړه .: د يو لاسه ټک نه خيژي د زور زياتي په اړه : په زور کلي نه کيږي ، مه کوه په چا چې وبه شي په تا د مرستې په اړه : د ډيرو امسا ، ديوه ګيډی . ٣- شعار : تاسو به ډير ځلې د ښار په واټونو کې د لويو دړو په سر ، يا هم د چاپي مجلو او اخبارونو په پاڼو کې د بيلابيلو موضوعاتو په اړه ډول ډول شعارونه ليدلي وي ، لکه د وطن سره د مينې په اړه دا شعار: ژوندی دې وي افغانستان ! د جګړې او سولې په اړه : جګړه بس ده ! موږ سوله غواړو! د تعليم په اړه : زده کړه د هر انسان طبعي حق دی هر څومره چی شعار لنډ ، موذون او اهنګ لرونکی وي همغومره يې اغيزه زياته او ستر پيغام د ځان سره ليږدولی شي . خو که همدا شعار په تشريحي بڼه وړاندې شي نو بيا يې اغيزه کمه وي . ځکه خلک فکر کولو ته نه هڅوي او همدا سبب دی چې ژر له ياده وځي او په ذهن کې د زيات وخت له پاره نه پاتې کيږي ٤- کيسې : ناول ، لنډې کيسې ، تصويرې کيسې او داسې نور هنري اثار هم د دروزنيزو پيغامونو د ليږد له پا ره ښې وسيلې ګڼل کيږي . هر څومره چې په کيسو کې غوټې ، پيښې تلوسه او کش مکش زيات وي په همغه اندازه د پيغام په ليږد کی ښه ونډه تر سره کولی شي . ٥- پوسترونه هم د پيغام په ليږد کې ښه او اغيزمنه وسيله ګڼل کيدای شي . همدا سبب دی چې بيلابيلې خيريه ادارې او موسسې هڅه کوي چې د نورو لارو په څنګ کې کله نا کله خپل اهداف د پوسترونو له لارې هم ولس ته ورسوي . ٦- کارتوني فلمونه : د ماشومانو په ښوونه او روزنه کې کارتوني فلمونه هم خپلې ځانګړې اغيزې لري او له دې لارې د اصلاحي پيغامونو ليږد له پاره يوه ښه وسيله بلل شوې ده . ٦- موسيقي: که له يوې خوا موسيقي د روح غذا ده نو له بلې خوا د اصلاحي پيغام د ليږدونې له پاره هم يوه اغيزمنه وسييله ده . د موسيقۍ له لارې هغه وخت خپلې موخې ته رسيدل اسان وي چې ښه شعر د ښه هنرمند په غږ کې د ښې موسيقۍ په خوږو نغمو کې راونغاړل شي . دغه شعرونه کيدای شي رزمي ، حماسي ، اصلاحي او اخلاقي بڼه ولري . موږ د خپل هيواد د موسيقۍ په نغمو کې د وطن سره د مينې په اړه ،. د رزمي او حماسي شعرونو خورا زياتې بيلګې لرو لکه استاذ اولمير چې په خپل خواږ ه غږ کې وايي : دا زموږ زيبا وطن - دا مو د بابا وطن په موږ باندې ډير ګران دی _ دا افغانستان دی په حماسي او رزمي سندرو کې هنرمند غواړي هيوادوالو ته د وطن سره د مينې درلودلو پيغام وليږدوي ، طبعي خبره ده چې کله ښه شعر د ښه هنرمند په ښه موسيقۍ کې راونغاړل شي نو په هماغه اندازه به يې اغيزې په زړه پورې وي . زموږ د موسيقۍ په نړۍ کې دنوروتفريحي سندرو په خوا کې رزمي اوحماسي سندرې ډيرې زياتې ويلې شوي دي او همدا سبب دی چې افغانان د پرديو يرغلګرو پر وړاندې ، له خپل ځان نه تير او تل د هيواد نه د دفاع په سنګر کې له لکه غرونه دريدلي دي . دديني لارښونو ، وعظ او نصحت په اړه ، دهند په نيمه وچه کې موذون نعتيه کلامونه د قوالي موسيقۍ په پردو کې ، ډير بې لارې خلک له بدو لارو راګرځولي او ښو لارو ته سم کړي دي . زموږ د هيواد دموسيقۍ تاريخ ته که يو څه ځير شو نو وبه ګورو چې ډيرو هنرمندانو هڅه کړی چې د تفريحي سندرو په خوا کې اصلاحي او پيامي شعرونه هم د موسيقۍ په خوږو نغمو کې زمزمه کړي . د بيلګې په توګه د شلمې پيړۍ په وروستيو کلونو کې يو شمير هنرمندانو د ارواښاد ملنګ جان لاندې اصلاحي او پيغامي شعرونه د موسيقۍ په پردو کې رانغاړلي و : تاسی وګورۍ دې دنيا او دې جهان ته دې کوښښ او دې غيرت او دې وجدان ته خيال لري چې په سپوږمۍ کې وداني کا پاس له ځمکې په هوا زندګاني کا موږ تر اوسه لا په خاورو کې توغړيږو د سودخورو سودخورۍ نه نه خلاصيږو يا ډک سيندونه د اوبو راته روان دي خو ډاګونه د اوبو له کمۍ وران دي خدای راکړي ښه پاسته پاسته ډاګونه په لکونو کروړونو جريبونه افسوس دا چې کمال نشته په پښتون کې درد می بيامونده د خيال په نندارتون کې يا که يو توکۍ د خارج نه نوی راشي اخيستو ته يې زمونږه ميل پيدا شي دا خو نشته چې پخپله يې ځانته جوړ کړو په قوت د خپل زحمت سره ځان موړ کړو خپل مالوچ او وړۍ موږ ليږو جهان ته پاو په دوه يا درې خرڅيږي ځي جاپان ته ګز په سل او په نوي يې بيا اخلو د بزاز په دکان وار نه وي پرې نښلو يا څه پيسې موږ نه په چای او په سګريټ ځي د کال ګټه مو خارج ته په منټ ځي هغه يي پايله بې کمالي بولي او وايي: وجه دا ده چې کوښښ او کمال نشته د ملت په دی خبرو څه خيال نشته هر سړی د ځان ځانۍ په لار روان دی د مکتب او د تعليم نه روي ګردان دی د ارواښاد ملنګ جان دغه ډول اصلاحي شعرونه، د بيلابيلو محلي سندرغاړو لکه سيد عالم ، منور ... اودهغه وخت د نورو مشهورو هنرمندانو له خوا د موسيقۍ په خوږو نغمو کې ويل شوي چې په راډيو افغانستان کې د خپريدوسربيره به ، هغه وخت په کليو او بانډو کې هم د ودونو او د خوښيو په مراسمو کې اورول کيدل . په موسيقۍ کې دارواښاد ملنګ جان همدغو اصلاحي شعرونو پيغام ، په خپل وخت کې د ولسي شعور په بيدارولو کې ستر ې اغيزې درلودلی دي او ډير کليوال يې دې ته حاضر کړل چې خپل اولادونه په ښوونځيو کې داخل کړي . ٦- ډرامه : تجربو ښودلې ده چې د روزنيزو پيغامونو په ليږد کی ډرامه تر ټولو غوره او اغيزمنه وسيله ده . هر څومره چې ډرامه په زړه پورې اوښه هنري بڼه ولري په همغه اندازه يې اغيزې ژورې وي . د غوره لاملونه يې دادي : - ډرامه يوه موضوع ښه مجسمه تصويروي نو ځکه تر ډيره په ذهن کې پاتې کيږي - اوريدونکي او ليدونکي په ډرامه کې د حقيقي ژوند تصوير په تمثيل کې ويني او يا يې اوري او د موضع په رښتينوالي يې باور پيدا کيږي - تمثيل او ډرامه ، ذوقي جنبه لري او له دې لارې هر ډول مطلب د پاملرنې وړ ګرځي - کله چې يوه موضوع پيچلې او مغلقه وي نو د تمثيل او ډرامې په بڼه يې په سادګۍ سره بيا نولی شو. - کولی شو د ډير اوږد مطلب نچوړ او لنډيز په وړه او لنډه ډرامه کې وړاندې شي - په ډرامه کې يو پيغام ډير ژر او ژوندی د انتقال وړ وي . - په ډرامه کې پيغام په غير مستقيم ډول وړاندې کيږي نو ځکه يې اغيزه زياته وي - د ډرامې ژبه ساده وي ، د ټولنې ټول قشرونه پرې پوهيږي - ليدونکي او اوريدونکي د ډرامې سره ځانونه ډير نږدې احساسوي . په افغانستان کې هم له ډيرې اوږدې مودې را په ديخوا د بيلابيلو رسنيو له لارې د تعليمي پيغامونو د ليړد له پاره ډرامه کارول کيږي چې ښه بيلګه يې د بي بي سي راډيو د ( نوي کور ، نوي ژوند ) راډيويي ډرامه ده چې تر دې دمه يې څه ناڅه اتلس کاله پوره کيږي د هيواد د کليوالي ژوند په بيلالو ډګرونو لکه په ټولنه کې ناوړه دودونه او رواجونه ، د انساني او حيواني ناروغيو درملنه او د ځان ساتنې وقايه اولار ښونې ، چاپيريال ساتنه او د هغو ګټې اوزيانونه ، په کليوالوسيمو کې ، شخړی ،ستونزې او د حل لارې يې .... او داسې نورو ورته موضوعګانو په اړه يې په زړه پورې اصلاحی پيغامونه وړاندې کړي دي همدا رنګه دمطبوعاتو د لارې د اواري ملاتړ ټولنې MSS او دهغې دځنګيزې ادارې MSPA لخوا د(چم ،کلي ) په نامه لړۍ هم دیادولووړده چې څه دپاسه سل دولس دقیقه ییز لړونه( قسطونه ) یې خپاره کړي دي . د پيغام ځانګړنې : د هر پيام د ليږديدنې له پاره اړينه ده چې دا يو څو سپارښتنې په نظر کې ونيول شي .

- د پيام موضوع بايد د ټولنې د اړتيا له مخې وټاکل شي، يعنې د زياتو موضوعګانو په لړ کې د لومړيتوب حق هغې موضوع ته ورکړل شي چې په همغه وخت کې ورته زياته اړتيا وي . - په يوه موضوع کې ښايي د څو پيغامونو د ليږد اړتيا وي خو د زياتو پيغامونو ليږد بيرو بار جوړوي او په ذهن کې پاتې کيدل يې ګران وي ، ښه به وي چې په يو وخت کې د ټاکل شوی موضوع نه يوازې يو پيغام وړاندې شي . - پيام بايد منطقي وي ، خيالي او له واقيعته لرې پيغام راسره څوک نه مني . - پيغام بايد عملي او د تطبيق وړ وي . د ناشنو پيغامونو د ليړد نه بايد ډډه وشي . - پيغام بايد څو څو ځلې تکرار شي ، ځکه تکرار د زده کړې مور ده او د پام وړ اغيزې لري خو هر تکرار بايد د بل سره تناقض او توپير ونه لري . تچروبو ښودلې ده : پيام که يوازې يو ځل وويل شي نو يو کال وروسته به نوي سلنه زموږ له ذهنه وتلی وي او که هدغه پيام پنځه ځلې تکرار شي نو يو کال وروسته به نوي سلنه زموږ په ذهن کې ژوندی پاتې وي . - پيغام بايد روښانه او واضح وي ، ځکه مجهول بيغامونه د ګټې پر ځاې ټولنې ته زيان هم اړولی شي. - هر پيغام بايد علمي او د متخصص له نظر سره سم اوبرابروي ، غير علمي پيامونه د ګټې پر ځاې زيانونه لري .کله کله د يو مثبت پيغام تر شا منفي پيام هم پټ وي دې ټکي ته هم بايد پوره پاملرنه وشي . -

 د پيغام کلتوري ارزښت ته هم بايد پوره پاملرنه وشي . زموږ هر پيغام بايد د ټولنې د کلتوري ، فرهنګي او اجتماعي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي . کنه زموږ ټولې خوارۍ او زحمتونه به عبث لاړ شي او اغيزې به يې د هيڅ سره برابرې وي - کله چې زموږ پيغام له پورتنيو بيلابيلو مرحلو تير او فلتر شي نو همغومره به يې ګټه زياته وي .