نن د اتو ورځ ده ، ځکه 08.08.08 يعنې د 2008 کال د 8 مياشتې 8 نيټه ده . په ځنو هيوادونو کې 8 عدد بختور ګڼي ، په ځانګړې ډول په چين کې دا عدد يو ښه فال بولي ، ويل کيږي نن  د همدې 8عدد له پاره په چين کې په زرګونو ځوانانو د خپلوودونو د مراسمو د جوړولو تابيا کړې ده .نن په چين کې نړيوالې المپيک لوبې هم د همدې 8 عدد له په خاطر د شپې په 8بجو ، 8دقيقو او 8 ثانيو پيل شوې .