پراسسر د کمپيوټر اساسي برخه  او د چارو د سرته رسولو مرکز دي چې له ميلونونو ترانزستورونو څخه جوړ شوی دی  
د دستورونو اجراکول او د نورو فرعي پراسسرونو په مرسته د ټولو پرزو کنترول او اداره هم د پراسسر دنده ده .

نني عصري پراسسرونه د پيچلو سرکټونو ټولګه ده چې د سليکان د يوه Chip د پاسه ځای په ځای او د Microprocessor په نامه ياديږي.

پراسسر دوه برخې لري :

١_ کنټرول يونټ Unit  )   CU ( Control   :دا برخه  د الکترونيکی اشارو په وسيله د کمپيوتر سيستم  د کار طرز  کنترول ا و رهنمايی کوي .   دنده يې د انسان په بدن  کې دماغ ته ورته ده چې لاندې وظيفې سر ته رسوي  :

_ د دټولو دستورونو اجرا کول 

_ له بهره د داخليدونکو معلوماتو رهنمايي او لارښونه

_  د عملياتو د سرته رسولو له پاره  د حساب او منطق برخې خبرول

_ په موقتی و دايمی حافظه کې د زيرمه شوو اطلاعاتو اداره

_ د پايلو د ښودلو له پاره د خروجی ( Out put ) وسيلو تيارول .

 

٢_حساب او منطق برخه    ( Arithmetic Logic Unit )     :  اختصاري بڼه يې  ALU  ده . دابرخه  د کنټرول يونټ نه ډيټا اخلی، د منطقي او حسابي عملياتو وروسته  يې  په پايلو بدلوي او بيا يې   بيرته کنټرول يونټ ته ورکوی .   چې دا هم دوه برخی لری ـ
الف_ دحساب Arithmetic)  ( برخه  : د نوم نه يې ښکاری چې حسابی عمليې  لکه  جمع ،منفی ، ضرب ،تقسيم عمليې اجراکوي

ب_ د  منطق Logic)  ( برخه  : دا برخه د يولړ  سرکتونوCircuits   جوړه شوې چې      N OT، OR، AND په نامه ياديږي  او منطقی عمليات اجرا کوي  . منطقی عمليات هميشه مقايسوی عمليات وي  چې دهغو په وسيله کمپيوټر کولی شي  عددونه ،  حروف او نښې (  علايم )  يو له بل سره پرتله او د هغو سره سم  تصميم ونيسی . منطقی عمليات لاندې در ې حالته امتحانولی شي :

_ مساوی حالت

_  لوی حالت

_ کوچنی حالت

نور مقايسوی حالتونه  لکه لوي يا  مساوي او  نا مساوی د پورتنيو حالتونو د يو ځای کيدو څخه په لاس راځي .

دپروسسرتاريخچه له 1971 کال څخه پيليږي،  په همدې کال  کې د INTEL (Integrated Electronics)په نامه يوې کوچنۍ کمپنۍ په يوه چېپ ( (Chip کې څو ترانزسستورونه (Transistors) يو ځای او هغه يې ()   0044 Intel)  پراسسر په نامه ياد کړ.

نن ورځ نه يوازې انټيل بلکې نورې کمپنۍ هم  شته چې مختلف پراسسرونه جوړوي  .

 تر Intel4004 وروسته نور پراسسرونه لکه 8080 ، 80286 ، 80386 ، 80486 او Pentiums بازار ته وړاندې شول چې هر يو يې تر مخکني پراسسر نه زيات سرعت او د پراسس ښه  توان لري .