د طرحي مشاعرې  له پاره داد ( دوست شينواري ) هغه شعر دی چې په ځمکه يې ډيرو درنو شاعرانو خپل شعرونه ويلي دی . چې زيات يې په همدې بلوګ کې ثبت شوي دي  ، که د خدای رٍضا وه ټول به په يوه ټولګه کې چاپ شي ، دوستان کولی شي ، چې په همدې طرحه ددې بلوګ د اړيکو له لارې خپل شعرونه راوليږي .
ګرانه!
ســــا ه نېولی دې  راغلی يم درشــــل ته
ما په خپله ځان سپـــــــــارلی دی اجل ته
آشنا! خير دی چې نظر يي په ما مات شی
سپېلنی غوندې مې دود کړه خپل وربل ته
يو څو اوښکې او څه سوز به درنه جار کړم
لکه شمع که مې پرېږدې خپل مـــــحفل ته
د ســــــاده حســــــــن ساده زړونه په  لاس وي
حــــــــــاجت نشته ليلا ! دومره تجــــــمل ته
چې غوټۍ وه بيا موسکۍ شوه ، په خندا شوه
ستا د شونډو تبسم چـــــــــــــــا زده کړ ګل ته
محبت دې بې پروا لکه مــــــــــــاشوم کړم
په شوخۍ چې لاس در اچـــــــوم کاکل ته
ستا د سترګو د ادا څه ګناه نشتــــــــــه
ما په خپله زړه سپارلی ستا  منګول ته