عبدالحفيظ مليار
د دوست شينواري په لار :
ستا دمينې تندې پريښودم اجل ته
ځکه ګورمه دا ستا د را تلوپل ته
خوږ زړګی مې ټول کنډراوکنډوالې دی
ولې زه به نه ژړيږم وران کا بل ته
له اغياره ګيله نه کړم اغيار څه کړم
زه دې خپلوڅملولی يم مغل ته
که څه وايم راته ځان بې وسې ښکاري
کله کله ګيله راشي خپل ازل ته
مختورنه دا نقاب به د ې شې لري
کوږ بارکله رسيدلی خپل منزل ته
ای پښتونه لراوبرمينځوکې يوشئ
غمشريک مې پيدانکړستا مرچل ته
تورې زلفې د خورې کړې توره شپه شوه
مخ دلوڅ کړه چې دې وګورم مشعل ته
داچې تل هجران کې پروت يم ارمانجن يم
زه به کله ګلان راوړم ستا اوربل ته
ای حفيظ ملياره يارخوشحاله ساته
چې زړه يې نه وي نور يې مه ورځه محفل ته
عبدالحفيظ مليار _ وېانا اتريشراليږونکی :بلينډه بدرۍ
نيټه : 18-12-2007
لږ شان سور، لږ شانې تال راکه مزل ته
بخته ، لا خو لاره ډيره ده منزل تهبې غوري وه ، که خواخوږې دې نادانه؟
ګرد ړومبی ستا له ګلاب مې شو اوربل تهزه خولې ، د ميندو اوښکې پکې ګورم
څنګه داد (نورجهان) درکړم تاج محل تهد يقين او شک په مينځ کې داسې ګيره
کله زړه ښه کړمه شور کله تسل ته
هسې نور د چم ژڼکي و ځان ته ټوغ شي
( بدرۍ) څاري هره لاره خپل سيفل ته