الله هو شه الله هو

د افغان بچی للو

خړو خاورو کې رالوي شوې

په کنډرو کې اوسيږې

نه دې کور شته نه زانګو

پلار دې مړ شو په جنګو کې

مور دې خير غواړي کوڅو کې

څه دې نه شته د خوړو

د افغان بچی للو

***

په دې اړه سعدالله جان برق  بيا وايي :

پلار دې تللی غزا ته

ملک به وګټي پاچا ته

تا به پريږدي په سلګو

د افغان بچی للو