تعليمي _ تلويزوني سريال
شينو ګئ
په ښار کې
شينوګئ :
ځوان تنومند کليوال دی ، په سادګۍ کې ډير هو ښيار او متجسس دی ، د هرې پيښې سره چې مخامخ کيږي ، د هغې علت پيدا کوي ، همدا سبب دی چې ټوله ورځ د ښار په کوڅو کې سرګردانه ګرځي .
_ خواچې ( خدای چې ) يې تکيه کلام دی
ليکوال : ستانه مير زهير
١٣٨٦ ش کال _ ثور
لومړۍ برخه
په ښار کې د کار په لټه
_ د ښار يوه کوڅه ښودل کيږي ، بيا د کوڅې په سر کې شينوګی د راتګ په حال کې ښودل کيږي چې يوې خوا او بلې خوا ترور ترور ګوري . سترګې يې د يوه پوخ عمر په سپين ږيري سړي لګيږي چې د کور ترمخ په چوکۍ ناست دی . شينوګی ورنږدې کيږي
شينوګئ : ما ما سلاماليکم ! زما نوم شينوګئ دی ، شينوګئ !
سپين ږيری : وعليکم سلام ! شينوګيه ستړی مه شې ، هر کله راشې
شينوګئ : خدای دې وبخًښه ما ما ، زه دلته تاسره کينم ؟
سپين ږيری : شل ځلې خو کينه
شينوګی : ( په خندا ) خواچې ما ما ، ته خو ډير ښه سړی ( په ځمکه کښيني ) ما ما يوه پوښتنه درنه وکم ؟
سپين ږيری : بالکل يې وکړه
شينوګی : ( په خندا ) هسې ما ويل ما ما ، چې تا واده کړی که نه ؟
سپين ږيری : ( خاندي ) زوروره ! ته لکه چې دا زما سپينه ږيره نه ګورې ، د خدای فضل دی ، لمسيان او کړوسيان لرم ( په خندا ) نه پوهيږم چې دا پوښتنه دې څنګه وکړه ؟
شينوګی : هسې ما ما .....( خاندي ) خواچې ما واده نه دی کړی ، ما ويل تا به هم نه وی کړی .
سپين ږيری : ( خاندي ) زوروره ! واده خو دومره ګران کار نه ، ښه تکړه ښايسته ځوان يې ، چې دومره لوي ارمان دې دی ، نو بيا ته ولې واده نه کوې ؟
شينوګی : ای ما ما ! واده په پيسو شي په پيسو ! زموږ په کلي کې چې چاسره په بوجيو بوجيو پيسې نه وي ، څوک چاته وړيا خور لور نه ورکوي .
سپين ږيری : دا څه وايې ؟ ولور دومره زيات دی ؟
شينوګی : هو ما ما ! خواچې ، زما نيکه په پنځوس کلنۍ او پلار مې په څلويښت کلنۍ کې واده کړی و ، ځکه چې پيسې ورسره نه وې
سپين ږيری : ( په حيرانۍ ) شينوګيه ! هسې ټوکې به کوې
شينوګی : خواچې ما ما ټوکې نه کوم ، ما ته مې پلار همداسې ويلي و
سپين ږيری : نوبيا به ته ، په څو کلنی کې واده کوې ؟
شينوګی : خواچې ما ما ! ما خو نيت کړی چې ژر يې وکم
سپين ږيری : مالوميږی چې ته نو بيا پيسه داره يې .
شينوګی : ( خاندي ) ای ما ما ! ته لکه چې ويده يې او په په خوب کې ماسره خبرې کوې ، که څه بلا ؟
سپين ږيری : ( په خندا ) څه پوه شوې چې زه ويده يم ؟
شينوګی : ماسره چې پيسې وای نو بيا ما په ښار کې څه بلا غوښته ، په خپل کلي کې به مې يوه پښه په بله اړولې وای او خاني به مې کولی
سپين ږيری : ستا له خبرو نه مالوميږي ته ښار ته په پيسو پسې راغلی يې ؟
شينوګۍ : هو کنه ما ما ، چې دلته ښار کې ښې ډيری پيسې وګټم بيا به نو ( خاندي ) له خيره سره په کلي کې ، د ګل ببو سره واده وکم .
سپين ږيری : ښه خبره ده ، خو کله چې دې واده و ، پام دې وي چې ما ګوره بيا هغه وخت هير نه کړې ، واده ته به مې خامخا غواړې
شينوګی : ( په خوښۍ ) ښه ده ماما ، خواچې زه تا د خپل واده په غوښو اوپلاونو داسې موړ کم ، چې بيا به دې هيڅ وخت له ياده ونه وځي ؟( سمدلاسه ) ای
ما ما تاته وايم
سپين ږيری : وايه ! څه دې په زړه وګرځيدل ؟
شينوګی : هسې ما ويل ما ما : زه به دلته کوم کار وکم چې د ګل ببو د ولور پيسې وګټم ؟
سپين ږيری : يره زه خو چې تاته ګورم ، باور مې نه شي چې ته دې په ښار کې ، بې له پنډي توبه ، بل کار وکړی شې .
شينوګی : خير دی ما ما ، زه پنډيتوب هم کوم ، خو داده کې کنه نو ، پړی راسره نه شته ( سمدلاسه ) ای ما ما ! تاسره به پړی نه وي چې ماته يې راکړې ؟
سپين ږيری : که په يوه پړي ستا ستونزه حل کيږي ، خير دی پړی به زه درکم
شينوګی : ( په خوښۍ ) خواچې ما ما ،ته خو د بنيادم غوندې نه يې ، سمه پريښته يې پريښته ...
سپين ږيری : ( خاندي ) ښه ده ، ته همدلته کينه ، زه ځم چې له کوره درته پړۍ راوړم سپين ږيری : ( ځي ، دکور دروازه خلاصوي او دروازه بيرته راپورې کوي .)
( د لومړی برخې پای )