د  روان کال  د  اوړي  په موسم  کې يوه ورځ په کابل کې   افغان ادبي بهير ته لاړم ، د بهير د سټييج  په سر  په دې موضوع  تود  بحث روان و چې  شعر وليکو که نثر ؟ 
لومړی شپون صيب  په دې اړه پوره رڼا واجوله  او بيا  ښاغلي منلی  صيب د شپون صيب د خبرو په تاييد زياته کړه  :  هر هغه څوک چې د ښو شاعرانو په څير د بيلګې په توګه د پسرلي صيب او کاروان  صيب په څير شعر نه شي ويلی  ، نو ښه به وي  چې شعر ونه وايي ،.

ما جې شاوخوا وکتل پوه شوم چې دا خبره په افغان ادبي بهير کې ،  په  ناستو شاعرانو چې اکثريت يې جوړاوه  ، دومره ښه ونه لګيده . نا څاپه له کومې خوا نثار صيب د سټيج ويندوې ته غږ وکړ چې زهير شينواری غواړي  څه ووايي .  ويندوې بې له دي چې له مانه پوښتنه وکړي  ، په لوړ غږ يې زه  يې سټيج ته وبللم ،  ما هم د هغه   بلنه و منله او  خپل نظر مې  داسې څرګند کړ : 
د نړۍ په ټولو ژبو کې (  ښه ، متوسط او ادنی )  شاعران شته  او دا هره کتګوري خپل ځانګړي  مينوال او لوستونکي لري .  د بيلګې په توګه : که تاسو د پټي په پوله ناست يوه لوستي  دهقان ته د کاروان صيب د شعرونو ټولګه ورکړی  ، کيدای  شي پاڼې يې واړوي  او بيا يو څه د ځان سره و بونګيږي  خو په پای کې  به درته ووايي چې  ياره داسې شعرونه مې نه خوښيږی ، زما چې  کوم شعرونه خوښيږي  هغه زموږ د کلي د پلانکي ولسې شاعر شعرونه دي ، کيدای شي په منډه منډه د همغه ولسي شاعر دوه درې  شعرونه  هم درته ووايي .  نوزما په اند  ځکه موږ چاته دا نه شو ديکتې کولی  چې  څوک دې شعر ووايي او څوک دې نه وايي .

دا يو  واقيعت دی چې د  اوسنی  ښه شعر په مفهوم کيدای شي د لوړو تحصيلاتو خاوندان او ياپه اصطلاح  د لوړ ذوق خاوندان پوه شي  خو د لوړ ذوق خاوندانو شميربيا زموږ په نالوستې ټولنه کې د ګوتو په شمار دي .
ددې خبرې نه ډيره موده تيره شوه ، خو په دې ورستيو ورځو کې  ددوهم ځل له پاره يو ځل بيا په انټر نيټ کې  د( جانان )  په ويبلوګ  کې را پورته شوه او هر چا له خپلې زاويې ورباندې خپل نظرونه وليکل .
په نيټ کې د تبصرو په ځواب کې دا  موضو ع ددريم ځل له پاره پرون شپه  د لمر تلويزون را پورته کړه  او هر يو ښاغلو اسد الله  غضنفر ، علم ګل سحر ، نثار  او لاهو ورباندې خپلې شننې وکړې .په دوي کې يوازې نثار صيب  يو څه په مخالف دريځ کې ولاړ و خو نور ټول په يوه خو  له وو او همدا خبره يې کوله چې نثر ته بايد زياته پاملرنه وشي . خو ددغو شننو په پايله کې زه پوه نه شوم  چې د نثر نه  د مبصرينو   موخه او هدف څه و؟
که د نثر نه يې مقصد يوازې ادبي نثر وي  نو بيا خو نن ورځ  د ( شعر)  تر څنګ  د  ادبي نثر ( د لنډې کيسې ، ناول ، طنز  او  ډرامو او فلمونو ) بازار ښه تود دی  چې نمونې يې په همدې روان کال کې د يو  شمير ناولونو ، او لنډو کيسو د چاپ خبرونه   دي . همدا رنګه  د ښاخی مجلې او دازادی راډيو د ( ګوړې  اچار ) پروګرام  تر يوه بريده د طنز تشه هم ډکه کړې ده . په ننګرهار  او خوست کې  يو شمير فلمونه هم جوړ شوي دي ،  البته دا هڅې به پوره نه وي خو هلې ځلې کيږي او موږ ورته اميدواره يو  چې نور ې به  هم ښې شي .  د بلې خو همدا اوس زموږ په هيواد کې په لسګونو مجلې خپريږي  چې په هره يوه کې په هره مياشت کې د دوو ، دريو شعرونو تر څنګ  په لسګونو نثري مقالې خپريږي  .
که د لمر د تلويزون د مبصرينو  موخه او هدف  ژورناليستيک  نثر وي  نو بيا خو له نيکمرغه همدا اوس په هره ورځ په لسګونو بهرني او داخلي راډيو ګانې  او تلويزونونه  ، اخبارونه او نورې رسنۍ  ښه په درز کې لګيا دي او ژورناليستيک نثر دودوي ، خو په مقابل کې  د شعر له پاره يو خپرونه  هم نه شته .
که ددغو ښاغلو هدف د ټولنيزو او طبعي علومو په بيلابيلو څانګو لکه ادبي څيړنې ، تاريخ ، جغرافيه ، فلسفه ، کمپيوټر،  انټرنيټ  ، طب ، بيولوژي  ، کيميا ، رياٍضي ، زراعت ، مالداري ،او نورو  برخو کې وي  نو بيا يې  خبره بالکل سمه او په ځای ده . ځکه له دې لارې به موږ وکولی شوو چې خپله مورنۍ ژبه پښتو لا نوره هم علمي کړو چې دا خبره ما بيا د لمر د  تلويزون د مبصرينو  په خبرو کې وانه وريده  .
په دغسې مواردو کې نو بيا ( نثر )  د (  شعر )  د ويلو يا نه ويلو سره هيڅ تړاو نه لري . او که څوک يې غواړي نو دا به بيا داسې معنی ولري لکه څوک چې ډاکټر صيب محـد اکبر اکبر ته ووايي  چې ته خو د طب ډا کټر يې شعر کاروان صيب او جهاني  ته پريږده ، تاسو ورځې خپلې د طب ليکنې کوی .  ددې خبرې ځوا ب به   ډاکټر صيب  اکبر  خامخا دا سې ورکوي :   طب مې مسلک او شعر مې  ذوق دی .او هيڅوک ما ته نه شي ويلی چې ته دې خپل ذوق مه  پاله .
لنډه دا که زموږ هدف  ، تنکيو  ځوانانو ته دا پيغام  وي  چې شعري  استعداد نه لرې ، نو وخت مه ضايع کوی او په ځای  يې   د علم نورو څانګو ته پاملرنه وکړی  ، نو بيا خو خبره  د نثر په ليکلو او نه ليکلو پورې اړه نه لري  .
ښه به وي چې زموږ تبصرې او ششننې  واضح او څرګنده وي  څو  د ځوانانو  نه  لاره ورکه نه شي