تر ټولو زيات مې دحمزه با با ،  سايل ، درويش .......شعرونه خوښېږي

 @ زهير صيب سلامونه
_وعليکم سلام !څه حال دی شمسزی صيب !
@ مننه ،  انجنيرصيب هغه ورځ مې درنه يوه پوښتنه وکړه ځواب دې رانه کړ
_ د څه شي پوښتنه؟
@
ما ويل دا دحمزه بابا شعرونه دې په دې خوښېږي چې شينواری دی او که بله کومه وجه هم شته؟
_  هاهاهاهاها، خندا
@ د دومره اوږدې پوښتنې ځواب تش هاها دا څنګه چل دی؟
_ داسې پوښتنې ته خامخا د سړي خندا راځي ، ځکه که ووايو د چا چې د الفت شعرونه او نثرونه خو ښيږي نو  هغه به ټول لغمانيان وي !
@ نو وجه يې څه ده ، د خيبر خو خاطر هم دی چې وايي:
د خاطر رنګين غزل ته حيرانيږم
 که نه خړ خيبر کې څه دي بې له خاورو ، ......  انجنيرصيب څنګه خپه شوې؟
_ خپه نه يم ، نيټ مې سم کار نه کوي… زما په نظر ستر خلک څوک په وړو چوکاټونو کې لکه قبيله ، قوم ، ملت او حتی هيوادونو کې نه شي ايسارولی، دا به  زموږ لويه بدبختي وي   که موږ  داسې فکر کوو.
@ زما پوښتنه دا وه چې ستا د حمزه بابا  شعرونه  تر نورو زيات  خوښېږي دا خو به يو دليل لري که نه؟
_  دليل  يې دا وي  چې  د حمزه با شعرونه ښه دي او ښه شعر خو د هر چا خوښيږي، هغه که د ملنګ جان وي ، که د الفت وي ، که د خاطر وي ، که ددرويش وي ، که د کاروان وي.  هر ښه شعر  چې په ما اغيزه وکړي ،  هغه مې  زيات خو ښيږي.
@ رښتيا اوسني شاعران دې ياد کړل ، په دوی کې دې د چا شعرونه لړزوي؟
_  تر ټولو زيات مې د سايل ، درويش ، کاروان ، اجمل اند ، عامر ، پيکار  او مرحوم ننګيال  شعرونه خوښېږي، سالک  او  نثار دې د مرګي هير شي ، دهغوي شعرونه مې هم خوښيږي   خو په وروستيو وختونو کې  مې د هغوي نوي شعرونه ، نه دي لوستي  ، نه پوهيږم  د  شعر سره  به يې مينه کمه شوي او که څه بله وجه به وي !
@ فکر نه کوی چې پر هغوی نور کارونه ډېر دي؟
_ کيدای شي  يوه وجه يې همدا وي ، خو دې بد مرغي اوس ټول افغاني  ليکوالان او شاعرانو را ګير کړي دي  ،  ځکه ټول په انجو ګانو کې کارونه کوي ، تخليق پاتې شوی دی ، څه يې چې ويلي دي هغه هم پخواني دي، او په اوسنيو پنځونو  کې   هم هغه پخوانی خوند نه دی پاتې ، البته دا مطلق حکم نه دی ، يو نيم په کې ښه هم شته.
@ زهير صيب تا يوه ورځ په بهير کې وويل چې موږ څو کټګوریه خلک لرو بايد څو کټګوریه شعرونه هم ورته ولرو اوس د ښه شعر خبرې کوی،  څوک څه پوهېږي چې تاسې ښه شعر کوم شعر ته وايي؟
_  هغه خبره ما د منلي صيب د وړانديز په مقابل کې وکړه ، هغه وويل چې هر څوک بايد شعر ونه وايي ، پريږدی چې يوازې ښه شاعران  شعرونه ووايي ، ما چې  څوک درته په نامه ياد کړل  هغه زما د خوښې شاعران وو، که ته همدا پوښتنه د يو لوستوال دهقان ، دوکاندار يا يو شپانه نه وکړې ، کيدای شي هغه د خپل کلي د يو ولسي شاعر نوم درته واخلي نه هغه نومونه چې ما ورنه يادونه وکړه  ،نو زه ځکه وايم چې موږ بايد چا ته دا ونه وايو چې بس د يو څو کسو نه پرته دې نور خلک شعر نه وايي. ځکه په هره ژبه کې  ښه ، متوسط او ادنی شاعران وي  او هرکتګوري  خپل مينوال لري .
@ د منلي صيب خبره دې راياده کړه  ته لږ څه په سپينه وينا هم مشهور يې ،  دا د ځان دشهرت لپاره کوې او که فطرتاً همداسې يې؟
_ يا ره که رښتيا درته ووايم ، په ټول ژوند کې مې د مصنوعي شهرت هيله په زړه کې هم نه ده ګرځيدلې او نه مې دا پاليسي زده ده  ، زما چې څه په زړه کې وګرځي هغه وايم ، البته هيڅ وخت مې دا نيت نه وي چې خدای مه کړه د چا سپکاوی وکړم يا د ځان د شهرت له پاره يو څه ووايم، که څوک غواړي چې ځان شهرت ته ورسوي ، ښه لاره يې داده چې  د پوهې په ګاڼه  دې ځان سنبال کړي ، چاپلوسي او خوشامندې مې هيڅ نه خوښيږي ، هغه که په هره برخه کې وي،
تاسو وګوری ځنې کسان په اصطلاح خپل نوم نه شي ليکلی خو د يوې  ادبي کړۍ سره د اړيکو او هغوي ته د غوړه مالی له امله  ، ستر کسان جوړ شوي ، خو کله چې دا کړی له منځه ځي دا خوارکي هم ور سره سم پنا ه کيږي، نو زه يو ځل بيا دا وايم ، په هره برخه کې زده کړه او پوهه د انسان د شهرت تر ټولو ښه وسيله ده،  موږ بايد تل په خپل ځان متکي اوسو او په اصطلاح پرازيتي ژوند پريږدو.
@ستاسې له خبرو څرګندېږي چې ګويا په فرهنګيانو کې هم کړۍ موجودې دي او که څنګه؟
_هو،  د يو تريخ حقيقت په حيث يې بايد ومنو  ، او هيڅوک ورنه انکار نه شي کولی، کندهار ته لا ړ شه ، ننګرهار ته لاړ شه ، پکتيا ته ورشه ، هر څه به پخپله وګورې او دا کړۍ په کابل کې هم شته ، چې ځنې وخت د مقابلې کړۍ د يو تن د تخريب له پاره،    ټول  په يوه خوله تبليغ کوي .  خو  له نيکه مرغه د دښمنې تر پولو نه دي
@ نو ستا په نظر دغه کار پښتني فرهنګ او ژبې ته هم څه تاوان لري او که نه؟
_ په بيلتون کې خو خامخا تاوان او زيان وي، خو که څوک خپلې هڅې او هاند د سالم رقابت له مخې وکړي نو بيا يې د تاوان په ځای ګټه هم لري
@ فکر نه کوی چې دا يو مافيايي سيستم دی؟
_  ها ها  ها ها ها ، خندا
نه دومره به نو مخکې نه ځو ، يوه د ټوکو خبره وي او بله د واقعيت، واقعيت دادی چې ادبي او فرهنګي کړۍ،  يوازې د شخصي سليقو له مخې  او څه نا څه د شخصي ګټو وټو له مخې رامنځ ته کيږي .  او مافيا خو د جنايت کارانو يو نړيواله شبکه وي  چې ډيره خطرناکه وي .
@
اوسني فرهنګي کارونه څنګه ارزوی  ځکه تاسې دا بهير له ډېرې مودې راهيسې څاری او کله ناکله مو پرې کره کتنه هم کړې ده؟
_ فرهنګي کارونه  څه نا څه ښه دي خو هغومره  نه چې ورته ضرورت دی ، زه خو چې وروستيو هلو ځلو ته ګورم يوازې د شعر ميدان يو څه ګرم دی خو په مقابل کې کره کتنه بيخي په ټپه ولاړه ده او هغه ادبيات  چې کره کتنه ونه لري ، هيڅ وخت به پرمختګ ونه کړي
@ انجنيرصيب راځو د پښتو ژبې د تحقيق برخې ته له ارواښاد علامه رشاد صيب سره مې يو ورځ وکتل ډير ټينګار يې د تحقيق پر برخې کاوه ځکه هغه به ويل دا برخه کمزورې ده تاسې په دې اړه ديوه محقق په حيث څه نظر لری؟
_   موږ په ورستيو ٥٠ کلونو کې د تحقيق په اړه د پښتو ادب په ډګر کې ډيرې سترې سټې لرلې لکه : پوهاندعبدالحی  حبيبي ، سرمحقق دوست شينواری ، سرمحقق صديق روهي ، سرمحقق هيوادمل ، سرمحقق دولت محمد لودين ، محترم حبيب الله رفيع ، پوهاند رشاد صيب  ، پوهاند حبيب الله تږی خو له بده مرغه له هغو نه اوس يوازې هيوادمل صيب او رفيع صیب پاتې دي ، چې  هغوي هم په نورو کارونو مصروف دي دا برخه بيخي تشه ده او هيڅ اميد هم نه شته چې په دې برخه کې دې موږ يو څوک په نظر کې ولرو چې هغه به په راتلونکې وخت کې داسې يو مهم کار ته ملا وتړي .
@ دا خو ښکار ه خبره ده، مګر د حل لاره څه ده که تاسې پام کړی وي د شاعرانو د روزلو لپاره موږ مشاعرې لرو، د نثر د اورېدلو یا اورولو لپاره هم ادبي بنډارونه لرو اوس دتحقيق په برخه کې څه کول په کار دي چې  نوي ځوانان دې خوا ته هم مخه کړي؟
_  دا کار بايد هيوادمل صيب او رفيع صيب وکړي ځکه هغوي په دې برخه کې پوره تجربه لري، داسې کسان چې د تحقيق استعداد ولري تشويق او هغوي ته رهنمايي وکړي، له نيکه مرغه اوس هيوادمل صیب په پوهنتون کې د ماسټرۍ د دورې درس هم ورکوي هلته بايد دغسې استعدادونه په ګوته کړي او هغوي سره په دې برخه کې کار وکړي، ځینې وخت په بهير کې ځینې دوستان غواړي په نورو خپل ذوقونه او سليقې وتپي، ما څو ځلې له ځینو کسانو اوريدلي چې زموږ ځوانان بايد ناولونه وليکي يا لنډې کيسې وليکې ...زما په اند داسې ويناوې د ځوانانو نه لاره  ورکوي  ښه به وي هغوي خپلو خوښو ته پريږدو چې د  خپلو استعدادنو سره سم خپله  راتلونکي  استعدادونه په کار واچوي
@ خو یو نظر دا هم دی چې پخوا خلکو وخت او حوصله درلوده  او اوس په دې بوخته نړۍ کې خلک وخت او حوصله نه لري دا به څنګه کېږي؟
_ دا خبره بيخي سمه نه ده، بوختوالی دا معنی نه لري چې څوک دې تحقيق پريږدي، همدا تحقيق دی چې راتلونکې سترې علمي پانګې زيږوي، که موږ پوه نه شو چې  همدا کمپيوټر چې زه او ته ورباندې اوس نيغه په نيغه  ليکل کوو څنګه او چا جوړ کړ ی،  نو بيا به نور ورته  څنګه وده او انکشاف ورکړي، نو ځکه  زه دا وايم  چې تحقيق په هره برخه کې ډير زيات ضرور دی او  بايد له ياده يې ونه باسو.
@ خو تاته معلومه ده په نوره نړۍ کې په هره برخه کې د تحقيق لپاره بېلابېل مرکزونه جوړ شوي او په ډله ييز ډول پرې کار کيږي ایا ډله ييزه هڅه هم  په افغانستان کې اوسمهال کله شوې او که نه؟ او يا هم  په دغه برخه کې   څيړونکو  څومره خپل مسوليت  ادا کړی؟
_ موږ يې هم لرو ، اکاډمۍ او پوهنتون دې لکه چې هير شول که څنګه؟
 خو خبره داده چې يو څه پاملرنه بايد  ورته وشي، تحقيق بايد د ميز ترشا نه راووځي، عملي جنبه خپله کړي، همدا اوس موږ دې تا اړتيا لرو چې ډلې ډلې محققين بيلابيلو ولايتونو ته وليږو او هغه سيمه ايزې لهجې راټولې کړي  چې له منځه تلونکي دی. د دارويي بوټو له پاره په کليو کې خاص نومونه شته هغه بايد راټول شي او په اوسني پښتو طبي ډکشنريو کې ثبت شي. که دا کار ونه شي نو بيا خو سبا دا نسل تلونکی دی   او دغه سترې زيرمې په سينو کې له ځان سره وړي او موږ به بيا چاپيره يو نوي لغتونه به ورته جوړوو چې دا خپله بيا يو لويه ستونزه ده، له بده مرغه دې کار ته هيڅوک پاملرنه نه کوي
@ د علومو د  اکاډمۍ خبره دې وکړه، هغه ما ته ياده ده خو څومره چې زه خبر يم په دې تېرو څو کلونو کې تر اکاډمۍ په انفرادي ډول محقيقينو ډير کار کړی  زه وايم که د نورو هېوادونو په څېر مثال به يې ترکيه درکړم محققين ټولنې جوړې کړي او هر سړي ته خپله څانګه وسپاري چې ستانه مير زهير دې د طبعي علومو په اړه او يا معصوم هوتک او بل دې په تاریخ او نورو هغو موضوعاتو چې په کې لاس لري  صميم صيب دې پر ژبنيو موضوعاتو او نورو،  دغسې کار ولې نه  ترسره کېږي، دوی به درجه بندي هم شي لاره به هم ورته روښانه شي؟
_ دا خو يوه ايډيا ده،  چې  د ضرورت په وخت کې ورنه ګټه اخيستل کيږي.
@ خو دغه ايډيا بايد عملي شي که نه؟
_ دا خو اساسي خبره نه ده ، ځکه معصوم صيب به بهر کې اوسي ، زهير او صميم هم ، هغوي به په کومو امکاناتو دغسي يو عملي پروژه مخکې بوځي چې ما ورنه د مخه يادونه وکړه، زه وايم همدغسې کسان دې په اکاډميو کې جذب شي او دا امکانات دې ورته برابر شي، او کارونه دې د اړتياو له مخې درجه بندي شي او بيا دې مخ ته بوځي، د افغانستان شرايط د ترکې سره توپير لري ، موږ بايد د خپلې ټولنې موجوده شرايط تحليل کړو او هماغسې ګام پورته کړو دا ګام که ، ستا د نظر سره برابر وي يا زما خو بايد پملرنه ورته وشي .
@  ښه چې دا امکان نه لري کوم سيمينار تر اوسه نيول شوی چې دغه اندېښنه په کې له نورو محققينو سره شریکه شوې وي؟
_ تر اوسه خو نه دی نيول شوی خو ښه خبره ده چې ونيول شي، او دې انديښنې ته بايد د حل لاره ولټول شي  . په  هر حال بايد انديښنه پټه پاتې نه شي
زما هد ف په اصطلاح زوندی تحقيق دی نه يوازې د ميز تر شا له کتابونو څخه، زموږ په ولس کې ډير څه شته چې د وخت په تيريدو له منځه ځي، په کار دي چې راټول او ثبت شي.
@ ټول هېوادونه دغه تحقيقي برخې ته  يوه څه پانګه هم لري افغانستان يې هم لري او که نه؟
_    بالکل ټول هيوادونه د تحقيق له پاره ځانګړې تګ لارې لري ، ځکه دا يوه ډيره مهمه خبره ده
او افغانستان هم په اکاډمۍ کې نه يوازې په اجتماعي علومو کې بلکې په طبعي علومو کې لکه کيميا،  زراعت ،   جيولوجي ، فزيک، رياضي  او نورو لپاره ځانګړې شعبې جوړې کړي دي، خو دا چې ولې يې څرک نه شته ، داد هيواد په وران ويجاړ اقتصاد او په کمزوري ادارې پورې اړه لري . زما په نظر  اصلا رهبري  رهبري کمزورې ده
@  په کوزه پښتونخوا کې څيړنيز کارونه څنګه ارزوې هلته خو یو څه کسان بوخت دي څېړنې کوي؟
_  تر هغه ځايه چې ماته معلومات شته ، هلته څېړنیز کارونه نارمل  روان دي.
@ انجنیرصیب په مسلکي لحاظ تاسې انجنیریاست فرهنګي کارونو ته مو کله او ولې مخه کړه؟
ما د ماشومتوب نه د فرهنګي او ادبي  شيانو سره مينه لرله، په نهم صنف کې وم چې د يوې ديوالي جريدې مسول مدير شوم  ، وړې وړې ليکنې مې ،  په هغه وخت کې د زيري په اخبار کې هم  نشريدې، د دولسم نه چې خلاص شوم د شپږو مياشتو له پاره په زيري  جريدی کې مقرر هم شوم. بيا د کانکور په امتحان کې پولي تخنيک ته کامياب شوم ، لنډه دا چې په دواړو برخو کې  هلې ځلې کوم . په مسلک کې مې  پنځه کتابونه  تر اوسه چاپ شوي دي ، په انټرنيټ کې د زلزلې په نامه يو ويببلوګ هم لرم
په ادبي برخه کې همدا اوس  د(  نوي کور نوي ژوند ) د  ډرامې ليکوال يم او څه نا څه يولس کاله په دې برخه کې ليکنې کوم . په مجلو او اخبارونو کې مې ادبي ليکنې نشريږي او دې برخې له پاره د
( شمشاد ) په نامه  دويم بلوګ هم لرم
@ انجينر صيب   يو څو پوښتنو ته لنډ ځوابونه غواړم 
سياست ولې نه کوې؟
دتنکی ځوانی په وخت کې مې کاوه ، چې د احساساتو مرحله وه، خو کله چې دزما د تعقل مر حله پيل شوه بيا مې پريښود
@ يانې چې څوک سياست کوي هغه احساساتي دي؟
_ مقصد مې دا نه دی چې سياست بد شی دی ، همدا سياست دی چې د بشري ټولنوسرنوشت بدلوي  ، ، خو  زما نه خوښيږي ، کيدای شي ځنې خلک بې له سياسته ژوند ونه کړي خو د هر چا خپله خوښه ده.
@ واده مو په څوکلنۍ کې کړی؟
_ له دې خبرو نه تير شه شخصي مسايل مې نه خوښيږي چې چا سره يې شريک کړم.
@ ولې دا ستا د ژوند برخه نه ده که څنګه؟
ولې نه ، خو کوم خاص څه نه لري چې نور يې په لوستلو ځان ستړی کړي  ، بس عادي خبرې دي خاصه ځانګړتيا په کې نه شته.
@ عادي خبرې د ژوند ورځنۍ برخې نه دي؟
_ نه ، دژوند برخه ده خو هغه څه چې لوستونکو ته څه ونه لري ، ولې هسې کاغذونه پرې تور کړو
هغه څه نورو ته په زړه پورې وي  چې د  عادي ژوند سره توپير ولري
@زه يې نه منم خو خير بلې پوښتنې ته راځم ، وايي ته چې خاندې نو ښه په قهقهه خاندې دا خو به سمه وي ؟
هو ، دا درسره منم ، ودې ليدل چې زما خندا  له عادي خندا ګانو فرق لري ،  ځکه  خو يې ستا پاملرنه هم جلب کړې  ده ، که خندا مې عادي وای بيا نو تا هم نه يادوله ، همدا لامل دی  چې زه وايم په  عادي خبرو کې  خوند او رنګ نه وي .
@ مننه له مرکې نه
مننه له تاسې نه هم
@ دخدای په امان
په خدای مو سپارم