د يارانو ليکوالانو سره ګپ شپ
دويمه برخه
ياداښت: دا ليکنه څو کاله دمخه د ( هوسۍ ) په مجله کې نشر شوې ده
ډاکټر ابراهيم شينواري !
رښتيا راته ووايه چې د خپل مسلک يانې د طب په ډګر کې ډير تکړه يې او که د ټولنيزو علومو او دادب په ميدان کې ؟
• دا پوښتنه د ډاکټر فريد بزګراو يا د ډاکټر صيب ميا سهيل انشا نه وکړی، هغوي چې هر ځواب درکړ همغه زما هم وبوله .
نجيب الله عا مر صيب !
ستاسو شعر خو د بوډۍ د ټال غوندې رنګين و ، کله چې مې په دې ورستيو ورځو کې د ازادۍ راډيو څخه ستاسو خبري ګذارشونه واوريدل ، باور وکړه د ژورناليزم په ميدان کې هم راته ښه پالوان معلوم شوې . اوس دا راته ووايه چې دا دومره تکړه ولې يې ؟
• تکړه ځکه يم چې د ( دره نور ) يم . اوريدلي دې نه دي چې وايي :
ځوانان دې شاه ځلمي دي ___ هره پيغله دې ده حوره
قربان شم دره نوره
درويش دورانی صيب !
دا خو هر چا ته معلومه ده چې ستاسو د شعر راج په ټوله په پښتونخوا کې چليږي ، اوريدلي مې دي چې په کوزه پښتونخوا کې تخليق او پنځونې ښه په درز روانې دي خو په بره پښتونخوا کې بيا په ټپه ولاړې راته ښکاري ، علت يې ويلی شې ؟
• په نور علت يې نه پوهيږم خو دومره ويلی شم چې د نووبدلونونو سره سم هلته ښه ليکوالان او شاعران په NGOSکې د ډالرو په راټولو اخته شوي ، څوک چې د ډالرو په غم کې وي نو تخليق به له کومه شي .
انوروفا سمندر صيب !
ستاسو ډيرې په زړه پورې ليکنې مې لوستې دي خو کله چې مې ستاسو ( زرګره اوزرﻻسی کوډګر ) ناول لوستلو ، باور وکړه په سر او بر يې پوه نه شوم . نه پوهيږم ستاسو ناول څه عجيب غريب ليکل شوی او که زه بې سواده يم ؟
• فکر کوم دا ورستۍ خبره به سمه وي
سليم راز صيب !
دسياست په ميدان کې کې ستاسو د انقلابي ادب هلې ځلې او ستاسو تر مشرۍ لاندې د پښتو ژبې دوهم نړيوا ل سيمينار جوړيدل ، هغه څه دي چې هرچاته معلوم دي . خو ويل کيږي کله چې څوک په اخبار يا مجله کې ستاسو پښتو ليکنه لولي فکر کوي کوم داسې اردو ژبي ليکوال ليکلې چې پښتو يې نوې ذده کړې وي .
• اردو ژبي نه يم ، سم دم سوچه پښتون يم خو دعا به کوو چې تاسو په بره پښتنونخوا کې له فارسي او عربي او موږ په کوزه پښتونخوا کې له اردو او انګريزې ژبې له اغيز نه خلاص شو .
علم ګل سحر صيب !
ستاسو روان او سليس شعر ډير ژر زړونو ته لار پيدا کوي . ايا د شعر دغه ښه استعداد يوازې ستاسوپه خټه کې روزل شوی او که د پلار نيکه نه درته په ميراث پاتې دی ؟
• زه څه نه شم ويلی خو کاتب پاڅون صيب وايي چې دا تاسو ته د نيکونو نه په ميراث پاتې دی . هغه وايي : څو سوه کاله پخوا ستاسو د کټواز يو سړی چې ( اګړ ) نوميده په هندوستان کې اوسيده .يوه شپه يې شعر جوړ کړ ، سهار چې راپاڅيد هيڅوک نه و چې دی ورته خپل شعرووايي . په اوښ راسپور شو او داوږده سفر نه وروسته کټواز ته راغی . په ښرنه کې ډير زيات خلک دده هر کلي ته راټول شول . خو دې د اوښ نه راکوز نه شو او په لوړ غږ يې ټولو ته خپل شعر داسې واوراوه
دا زيړه غاړه لکه د ګډوې زيړه غاړه _ د کور تر شا ناسته يې کورت ذدوېې
په خدای چې درسم __ يو کورت خو به ﻻ راکې
دا شعر يې چې ووايه نور بيرته په راغلې لار هندوستان ته روان شو. نو د پاڅون صيب په دې حواله خو بيا موږ په پښتو ادب کې د ا زاد شعر بنسټ ايښودونکي هم يو .
سعدالدين شپون صيب !
ستاسو د ځانګړي خوندور سبک اوپخو ليکنو سره خو لر اوبر پښتانه ټول بلد دي . وايي روسان چې افغا نستان ته راغلل هغوي هم ويل چې موږ افغانستان ته د مذهبي بنسټ پالنۍ د مخ نيوي له پاره راغلي يو او اوس امريکايان هم همدا خبره کوي . تاسو خو دروسانو د تيري په اړه د مقاومت درې ناولونه ( شين ټاغی ، ګټيالی او د سمڅو ياران ) وليکل ، دا راته ووايه چې د اوسنې و ضعې په اړه به څو ناولونه ليکې ؟
• فکر کوم د ګوانتانامو نه به همدا واشنګټن راته ښه وي . په مړه ښامار کې خو هر څوک خپله توره سره کوي .
عبدالله پيکار صيب !
ستاسو د مست او شرنګيدلي شعر خوږې زمزمې په مړه روح کې نوې ساه پوه کوي خو ځنې کسان وايي : تاسو د ورځني ژوند په عادي خبرو کې هم له مبالغې نه کار اخلی ، دا خبره سمه ده ؟
• زه نه پوهيږم ، ته يې مبالغه بولي خو کاروان صيب يې بيا ( خواږه دروغ ) بولي .
• صالح محمد صالح صيب !
تاسو په کم عمر او کم وخت کې نا مې خدای د ژباړې ، ليکوالۍ ، شاعرې او انځورګرې په ميدان کې ښه وځليدی . اوريدلي مې دي چې ددې ټولو ښو ځانګړتياو سره سره يو بد عادت هم لری اوهغه دادی چې په نه خبره ډير ژر مروريږی ، دا خبره څومره سمه ده ؟
• په سمه او کږه يې نه پوهيږم خو دا درته ويلی شم چې پخلاينه مې هم همدومره ژر وي .
سعدالله جان برق صيب !
په پښتو ادب کې خو ستاسو دخوندورو طنزونو ځولۍ ډيره ډکه ده او که د پښتو ژبې عزيز نسين هم درته ووايو فکر کوم بې ځا يه به نه وي . نه غواړې چې په دې برخه کې يو څو نور شاګردان هم وروزې ؟
• زه خپله و سه کوم خو زما شاګردان هم لکه د چنډخو تول دی ، زه يې د طنز ټوکری ته ور اچوم دوي رانه بيا د شعر ټوکرۍ ته ټوپ کوي .
محمود کوچی صيب !
ستاسو د لنډوکيسو ( د ژوند په تله ) د ټولګې له چاپ نه وروسته مو بيا ستاسو هيڅ يوه کيسه په مطبوعاتو کې ونه لوستله . ايا دسوژو په افلاس اخته شوی ياستی اوکه څه بله خبره ده ؟
• يوه بله خبره ده چې هغه يې زه چاته نه وايم .
پوهاند زيار صيب !
په رښتينې توګه تاسو ديو اکاډميک ژب پوه په تو ګه د خپلې مورنۍ ژبې پښتو د نيولوجيزم په برخه کې ډير ګټور کارونه تر سره کړي . ايا داسې هم کله شوی چې خپل نوی جوړ شوی لغت درنه بيا هير شوی وي
• کله کله رانه هيريږي، بيا يې په خپل جوړ شوي ( پښتو سيندګي ) کې لټوم .
نافع همت صيب !
ستاسو مطبوعاتي هلې ځلې له هيچا نه پټې نه دي په ځانګړي ډول ستاسو تر مسوليت لاندې د ( ميوند ) مجلې په زړه پورې ګڼو سره خو هر څوک اشنا دي . ځنې دوستان درنه ګيله لري چې ډيرې زياتې خبرې کوی ، دا رښتيا ده ؟
• په دې هکله زه څه نه شم ويلی خو دومره به درته ووايم : هغوي چې هيڅ خبرې نه کوي په هديره کې وي ، څوک چې لږې خبرې کوي په شفاخانه کې وی ، ژوندي او روغ بنيادمان بايد ډيرې خبرې وکړي .
خان خادم کوچی صيب !
ستاسولومړنی اثر ( کوچيانۍ پانګه ) چې له چاپه راووتله ډيره ښه استقبال شوه خو له هغې نه وروسته مو بيا ستاسوبله يوه ليکنه هم تر سترګو نه شوه . سبب يې څه ويلی شی ؟
• سبب يې دادی چې زما د شهرت تنده په همغه يوه کتاب ماته شوه نور خو ليونی نه يم چې خوشې ځان ستړی کوم .
عزت الله ځواب صيب !
ستاسو شعر هم له مينې ډک دی ، هغه مجله چې تاسو يې مسوليت په غاړه لری هم ( مينه ) نوميږي ، کتاب پلورنځی مو هم د( ګودر ) په نامه دی . اوس دا راته ووايه چې دا څنګه ټوله مينه مينه مينه يې
• د ځواب ، ځواب تا پخپله ځواب کړی ، ماته بل ځواب نه دی پاتې .
حفيظ الله تراب صيب :
ستاسو د شعر ، لنډو کيسو ، نمايش نامو او طنزونو سره ډير کسان اشنا دی . خو بيا هم راته هزار پيشه بې روزي ښکاری ، ولې په کومه موسسه کې کار نه کوې ؟
• علت يې ما د ( تمدن لکۍ ) په طنز کې ويلی دی ، .مقصد دا چې نيکټايي نه لرم .
قيوم مشواڼی صيب :
په دې وروستيو وختونو کې دې بلا رنګارنګ کتابونه له چاپ نه راووتل ، کيدای شي ځنې يې ستاسو د ذوق او مسلک سره برابر وي خو ځنې يې بيا تجارتي راته ښکاري .
• سړی چې مجبور شي ، دچا خبره هندو ته به هم لا لا وايې .
وحيدالله غازي خيل صيب :
ستاسو يو شمير ليکنې مې په انټر نيټ کې لوستلي دي ، په مجلو او اخبارونو کې ډير کم څه ليکې ؟ سبب يې څه دی ؟
• که رښتيا درته ووايم استاذ صميم صيب ويرولی يم ، هغه راته يوه ورځ ويلي و چې اول يې ذده کړه بيا يې وليکه .
نورالبشر نويد صيب !
يو وخت به افغانانو د وحدت ورځپاڼه يوازې ستاسو د کالمونو د لوستلو له پاره اخيستله . خو ويل کيږي چې اوس دې په کالمونو کې هغه پخوانی قوت نه دی پاتې .
• قوت يې همغومره دی ، خو هغه وخت د افغانانو خولې ته قلفونه پراته وو، سپوڼ کول يې ګناه کبيره بلل کيده او ما به ددوي دزړه خبره ښه په نره کوله .اوس شکر دي افغانان خپله خبره پخپله هم کولی شي .
ببرک مياخيل صيب :
ستاسو د ادبي هلو ځلو په څنګ کې خو اوس هره ورځ ستاسو خبري راپورتاژونه هم اورو ، ځنې کسان وايي چې ستاسو په راډويي خبري راپورونو کې د عامو ګړني مکالمو په ځای تحريري او ادبي برخه درنه ده ، تاسو څه وايې ؟
• تاسو به تللي وي خوماسره تله نه شته چې ويې تلم .
زرين انځور صيب !
يو وخت په کابل کې د لنډې کيسې او کره کتنې په ډګر کې يو وتلی لوبغاړی وې ، اوس دې ولې ميدان پريښی او غږ غوږ دې نه خيژي ؟
• په کوم ډګر کې چې زه لوبيدم د هغې د اتلولی کپ د اسد غضنفر په لاس کې دي ، اوريدلي دې نه دي چې وايي : شيخ فريده پټه خوله دې بهتري ده .
حنان حبيبزي صيب !
تاسو د ادبي هلو ځلو په څنګ کې په ژو ناليستک ډګر کې هم ښه وځليدی .خو ځنې اوازې دروازې دي چې اوس کليوالې ښځې د ( پخلي ) کلمه نه استعمالوي ، ځکه چې تاسو په خپلو راپورونو کې د( تايد) په معادل کې دومره زياته استعمال کړې چې د هغوي ورنه زړه تور شوی .
• زوروره ! خو ړومبی به دې راته ويلي وای .
حبيب الله رفيع صيب !
د پښتو ادب سره ستاسو بې کچه مينه د هيچا نه پټه نه ده . ښه بيلګه يې د کاناډا د ښکلي هيواد نه د کابل ورانو کنډوالو ته ستاسو بيرته راتګ دی .
_ دا خو ته وايې ، شته ځنې کسان چې چې خدای دې د نيکۍ هدايت ورته وکړي زما دغه راتګ هم ورته مطلب ښکاري .
عبدالباري جهاني صيب !
دپښتو د شعر په اسمان کې خو سم دم د سبا دستوري په څير ځليږې . دا راته ووايه چې شعر په خوښې کې ليکې که په خپګان کې ؟
• چې ليکم يې، ښه خوشحاله يم خو چې ويې ليکم بيا ورته خپه يم . ځکه دلته په مسافرۍ کې دومره څوک نه وي چې زه خپل نوی شعر ورته واورم او هغه را ته ووايي ارشاد ، ارشاد !
حمدالله صحاف صيب !
په کويټه کې ستا او په پيښور کې د اسد دانش کتاب پلورنځي د ستړو ليکوالانو د ناستې پاستې دمه ځايونه دي . خو دا راته ووايه چې ستا دوکان هم د دانش د دوکان په څير په دې شعار ګرم دی :
ته ما پسې خبرې ، زه تا پسې خبرې ، دنيا کوي هر چا پسې خبرې .
_ دلته څه خبره نه شته خو په پيښور کې اسد راته وويل: هغوي چې دا بازار ګرم ساتلی وواوس له پيښور نه نورو هيوادونو ته تللي او کراري ده .
محي الدين هاشمي صيب !
په هره مجله کې ستا يوه نيمه مقاله تر سترګو کيږي ، نه پوهيږم د حق الزحمې سره دې ډير شوق دی او که واقعا د علم او فرهنګ سره ؟
• په هغو مجلو کې چې زما ليکنې ګورې ، هغه ټولې د خدای په جات خپرونې دي . حق الزحمه څه ، ويريږم چې مسول مديران يې د خپلو جيبونو د ډکولو له پاره له مانه حق الزحمه ونه غواړي .
اورنګ زيب ارشاد صيب !
ستاسو دښو څيړنيزو مقالو سره خو زيات لوستونکي هيوادوال اشنا دي ، دا راته ويلی شې چې ستاسو په خپلو ليکنو کې کومه يوه ډيره خوښه ده
• مجبور يم درته ووايم چې د( مهتر لام با با ) څيړنيزه مقاله ، ځکه په دې خو ښه خبر يې چې زه د لغمان يم .
صابرشاه صابر صيب !
تاسو خو په لره پښتونخوا کې نامې خدای په کم عمر او لنډه موده کې د زياتو کتابونو دتاليف او چاپ ريکارډ قايم کړی ، په بره پښتنخوا کې همداسې خپل کوم سيال ګورې که نه ؟
• يو وخت مې په ځوانو ليکوالانو کې داود وفا سيال وخو نه پوهيږم اوس يې د نقادانو له ويرې دالړۍ بس کړې او که څه بله وجه به وي ، دا به خدای ته معلو مه وي .