ماشومانوته روزنيز پيغامونه
ډير ځلې به مو د ځنو کسانو څخه اوريدلی وي چې وايي: پلانکی ماشوم ډير سپين سترګی يا ډير بې ادبه دی، ځکه چې هغه د مشرانو په مخ کې خبرې کوی. خو دا خبره بيا په ځنو نورو پر مختللو ټولنو کې څوک نه منی. هغوی په دې نظر دی چې ماشومان بايد وهڅول شی په ډاډه زړه د مشرانو په مخ کې د خپلو نظرياتو څرګندونه وکړی څو ښه نظريات يې تاييد او نيمګړی نظريات يې داستدلال په ژبه بشپړ کړای شی. بايد له ياده ونه باسو چې اداب او اخلاق مطلق شی نه دی ځنې عادتونه په يوه کلتوري ټولنه کې ښايي ښه اخلاق وګڼل شی خو په نورو کې بيا هماغه څه بې ادبی ګڼل کيږی . هغه څه چې په نړيوالی بشری ټولنی پورې تړلی اخلاق ګڼل کيږی، هغه دادی چې انسانان بايد په خپلو کې نيکی اړيکی ولری او يو د بل سره په سوله کې ژوند وکړی. نو پوښتنه پيدا کيږی چې کله نا کله د سولې ځای ولې جګړه نيسی؟
ځواب يې هم ساده دی، ځکه چې ځنې کسان ياډلې غواړی خپل نظريات په نورو باندې په زورتپی، چې په نتيجه کې جنګ او جګړه منځ ته راځی. په بشری ټولنو کې د جګړو د مخنيوي له پاره ښه وسيله داده چې ماشومانو سالمې روزنې ته پاملرنه وشی او هغوی ته دا ورزده کړای شی چې اختلاف په انسانی ټولنه کې يو طبعی پديده ده او بايد همداسې وی. ځکه چې ټول انسانان يو شان نه دی، يو که نارينه دې نو بل ښځه ده ، يو که ماشوم دی نو بل بيا ځوان او بل بيا بوډا دی . يو که سپين رنګ لري نو بل بيا تور يا زيړرنګ لری. يو لوړ دی بل ټيټ دی، يو چاغ دی بل ډنګر دی، يو په يوه ژبه خبرې کوی بل په بله ژبه.
نو همدا ډول يې فکرونه او نظريات هم يو د بل په څير نه دی او بايد چې همداسې وی، که ټول خلک يو شان وای نو دا دنيا به پيکه اوبې خونده وای.
کله چې موږ په انسانی ټولنو کې دغه ډول اختلافاتو ته قايل شونو بايد په دې هم پوه شو که يو څوک موږ ته ورته نه دی، يا يې جامی زموږ په شان نه دی يا يې غږيدابل ډول وی نو دا د دې معنی نه لري چې هغه له موږ نه ښه دی يابددی. که موږ په کومه خبره نه سره جوړيږو کومه ګناه نه ده. هيڅوک تل سمه خبره نه کوی او هيڅوک تل غلطه خبره نه کوی. که څوک زموږ خبره نه منی، موږ حق نه لرو هغه مجبور کړو چې بايد حتماً زموږ خبره ومنی، موږ بايد زده کړو چې خبرې يه د ليل سره وکړو، که چيری څوک مجبور کړو چې د کوتک يا ټوپک په زور زموږ خبره ومنی، ښايی هغه يې له ډاره ومنی خو په زړه کې يې زموږ خبره نه ده منلې او په پټه رانه کر که لری. موږ بايد د اختلاف د حل لاره ولټوو او دا کار د خبرو اترو له لارې تر سره کيدای شی. خو که د زورنه کار واخلو ، زور اختلاف نه حل کوی. زور اختلاف زياتوی او بلاخره زور په ټولنه کې جګړه زيږ وی.
له بده مرغه زموږ په ټولنه کې پخوازمانو را هيسی دا متل شته چې وايي: (( چيرته چې ډب نه وی، هلته ادب نه وی )) د دې متل له مخې يو شمير ميندې او پلرونه په دې عقيده دی چې د ماشومانو په روزنه کې سزا او وهل ټاکوونکی رول لري، په داسی حال کې چې نن ورځ په پر مختللو ټولنو کې د ميندو، پلرونو او ښوونکو دا ډول چال چلند په کلکه محکوميږی او حتی په ځنو هيوادونو کې خو حکومتی چارواکي دومره شديد عکس العمل وښيئ چې په هر کور کې د دغسې سزا ګانو د مخنيوی لپاره د پوليسو د مرکزونو د تليفون لمبری ثبت شوي دی. که چيری کوم ماشوم خپل مور پلار ووهی، نو هغه ماشوم د تليفون له لاری پوليسو ته خبرور کوی، پوليس سمدلاسه هغه کور ته ځان رسوی. په لومړی ځل د ماشوم مور او پلار ته اخطار ورکوی ، که بيا هم د ماشوم وهل تکرار شی نو پوليس يې د ځان سره بيا يې او دهغه روزنه او پالنه په ځانګړو مرکزونو کې په خپله غاړه اخلی. د ماشوم مور او پلار په دې متهم کوی چې تاسو هغه څوک ياستی چې د خپل ماشوم د سالمې روزنې او پالنې قابليت نه لری.
اوس پوښتنه داده، کله چې د ماشومانو د روزنې د قاموس څخه وهل اورټل ايستل شوی ځای يې څه شی نيولی دی؟
د دې پوښتنی په ځواب کې د ښونې او روزنې پوهانو ډيرې هلې ځلې کړي او مختلفی لارې چاری يې په ګوته کړی دی. د د غو لارو چارو څخه يوه لاره داده چې موږ بايد په دوامداره توګه روزنيز پيغامونه ماشومانو ته وليږد وو. خو دا روزنيز پيغامونه يوازې دوچ نصحيت په بڼه ( زويه! ښه کوه او بدمه کوه ) نه تر سره کيږی. د پيامونو د ليږديدنې لپاره بايد داسی پيښی او حادثې ايجاد شی چې د هغو په وسيله د ماشومانو ژور احساسات او عواطف وپاريږی تر څو د هغوی په ژوند ژورې اغيزې وښندی. له همدی امله د ښونې او روزنې ځنې متخصصين لګيا دی روزنيز پيغامونه دوړو کتونو نو نه نيولی تر ښوونځيو پورې په تعليمې نصاب کې ځايوی. ځوک دا پيغامونه بيا په ښوونځيو کې د ترانو له لارې د ماشومانو غوږونو رسوی. څوک يې دراډيو، تلويزون او سينما له لارې د ډرامو او کارتونی فلمونو په ښودلی سره انتقالوی، څوک يې د ځانګړو مجلو او اخبارونو لارې او څوک بيا لګيا دی د نقاشۍ، رسامۍ او خطاطۍ له لارې خپل پيغامونه ليږدوی، څوک د تخليقی ادبياتو له لارې لکه د لنډو او سمبو ليکو کيسو په بڼه ، ځنی بيا د شعر په ژبه د ماشومانو سره خبرې کوی او هغوی د خپل راتلونکی ژوند سترو ومسؤو ليتونو ته متوجه کوی.
د نړۍ په نورو ژبو کې په ځانګړې توګه ماشومانو لپاره ډيره څه ليکل شوی دی خو له بده مرغه په پښتو ادب کې د ماشومانو دادبياتو برخه ډيره خواره ده او حتی ويلی شو چې په دی برخه کې هيڅ کار نه دی شوی او که کوم څه ليکل شوی وی هغه هم دنشت سره برابر دی .
...............................................................................................................انجنير.ستانه مير زهير