۱.اکثره زلزلې د بحري پلیټونو څنګ کې واقع کیږي.چې ocean continental plates ورته وایي.
۲. د ځمکې په پوټکي کې درزونو په امتداد واقع کیږي.
د( plates tectonic) تیوري یا فرضیه کومه چې په ۱۹۶۰ کلونو کې منځته راغله او اوپېژندل شوه نو د زلزلې په څېړلو کې بـې اندازه زیات کمک وکړ. ددې تیورۍ اړوند: ځمکه له یو ډول پلیټونه جوړه شوې چې هغې ته لیتیو سفیري صفحې یا پلیټونه هم ويل کیږي.ددې پلیټو په حرکت سره د فوکس په نقطې کې يوه لویه انرژي رامنځته کیږي چې دا انرژي د موجونو د پیدا کیدو سبب کیږي او موج د زلزلې یا هم اهتزازي حرکت سبب کیږي.
فوکس: د دوو پليټونو د تماس نقطه دی لکه دوه عادي بلیټونه سره سولوې چې په یوې برخې کې سره ټچ وي همدې ته فوکس نقطه وايي.
د لاندې انځورونو مطابق پلیټونه درې ډوله حرکت لري.
تکتونیکی حرکتونه درې ډوله دي:
لیرې کیدونکي یا کششي حرکتونه (Tension/Divergent Movements): د دوه تختو تر منځ داسې حرکت روان وي چې یو له بل څخه لیرې کیږي.
نیږدې کیدونکي یا فشاري حرکتونه (Compression/Convergent Movements): د دوه تختو تر منځ د اسې حرکت روان وي چې یو بل ته نږدې کیږی.
ماتیدونکي یاغوڅیدونکي حرکتونه(Shear Movement): کله، کله دوه تختې په افقی ډول یو د بل په مخالفو اړخونو سره په حرکت کې وي
اوس همدا حرکت سبب ددې کیږي چې د پلیټونو په مینځ کې چې کومې ډبرې دي په هغوې فشار راوړي.او دا فشار یا سترس تر هغه ذخیره کیږي چې تر څو شکست رامنځته شي.لکه څنګه چې په یو رابري تخته پاک باندې مونږ فشار راوړو هغه bend یا هم کجیږي تر څو چې فشار د هغه له طبعي مقاومت نه زیات شي نو ربړي تخته پاک هم ماتیږي.
دا دیر زیات واضحات غواری . خو ستا لپاره به همدومره بس وی . خدای دی وکری چی جواب دی تر لاسه کری وی .
قدوس هاشمي ليكنه