د بدخشان د ارګو د سيمې د ځمکې ښويدنې او ددرې سوه کسانو د مړينې په مناسبت !
ليکوال : ديپلوم انجنير ستانه مير زهير
ځمکه ښويدنه څه شی او لاملونه يې څه دي ؟
د ځمکې پيژندنې د علم له مخې ځمکه ښويدنه ، يوه جاذبوي پروسه يا عمليه ده چې غرنی ډبرې او خاورې د هسک نه د ټيټ په لور، د ځمکې د جا ذبې قوې د کشش په نتيجه کې له يوه ځايه بل ځای ته حرکت کوي .
پوښتنه پيدا کيږي چې دغه پروسه ولې او څنګه پيدا کيږي ؟ په ځواب کې بايد ووايو دغه دنګ دنګ غرونه او غونډې ګانې چې تاسو د ځمکې پر مخ ګوری ، داد ميليونونو کلونو په بهير کې منځ ته راغلي دي ، هره ورځ همدا غرونه او او غونډۍ ګانې له بيلابيلو ميخانيکي ، عضوي او بيولوژيکي تخريب يا فرسايش سره مخ دي، د همدې فرسايش په پايله کې په غرونو او غونډۍ ګانو کې لوي لوي درزونه راځي . همدا درزونه بيا د غرونو کلکې او سترې برخې په وړو او غټو کتلوو يو له بله جلا او بيلوي . د وختونو په تيريدو همدا بيلې شوې لويې لويې ډبرې او کتلې په هغو غرونو کې چې چې د نشيبونو ميلان يې د ( ٢-٣ ) درجو زيات وي له پاسه ښکته را ښويږي او د غرونو په لمنو کې په شيندلې او پاشانه بڼه ځای په ځای کيږي .
د ځمکې ټولې برخې په خپلو کې يو ثابت جاذبوي توازن لري ، کله چې دغه توازن بدلون مومي نو طبعي خبره ده چې د ځمکې ښويدنې پيښې ورسره هم ملې وي . د ځمکې په ښويدنه کې د زلزلې ټکانونه ، د جاذبې قوه ، د ځمکې لاندې اوبه او هم د د ځمکې د سر اوبه اساسي رول لري .
١- جاذبې قوه يا سملاسي راغور ځيد نه ( سقوط ) :
ددې ډول پيښو اصلي لامل په بشپړه توګه د ځمکې د جاذبې قوې سملاسي کشش دی چی په نتيجه کې د خورو او ډبرو لوې لوې کتلو له پاسه د ښکته په لور په سملاسي بڼه را غورځيږې . عموما دا پيښې په هغو غرونو کې منځ ته راځي چې نشيبونه يې زيات ميلان او عمودي بريدګۍ ولري . په سملاسي غورځيدنه يا سقوط کې ، هغه کتلې رالويږي چې مخکې دفزيکي فرسايش او يا هم د زلزلې د حرکاتو په پايله کې ددرزونو په وسيله له هغورا بيلې شوې وي . البته د راغورځيدنې دا زمينه ، د زياتو کلونو د تيريدوووسته برابريږي
د همدې ډول راغورځيدنې يوه بيلګه په ١٩١١م کال د پامير په سيمه کې رامنځ ته شوه چې د ٨ ميليارده ټنو په حجم خاورې او ډبرې راولويدې او د مرغاب د سيند تر مخ يې داسې يو ديوال جوړ کړ چې لوړوالی يا ارتفاع يې ٦٠٠ مترو ته رسيده .
همدا رنګه په ١٨٩٤م کال کې ، د اوکراين د کريميا په سيمه کې د غره يوه ستره برخه راولويده چې ٤٦٠ متره اوږدوالی او د ٣٠٠- ٤٠٠ مترو پورې يې سور درلود .رالويدلو خاورو ګټو د نوموړي غره په لمنه کې يوشمير کورونه لاندې او ځنو ته يې زيات زيان ورساوه .
راغورځيدنه ، ځمکې لاندې په تشو او خاليګاو کې هم منځ ته راځي . دا ډول را غورځيدنې زيات وخت په طبعي مغارو ، د کانونو د کيندنې په صوفونو او هغو کانالونو کې پيښيږي چې د انساني فعاليتونو په نتيجه کې منځ ته راغلي وي
٢- د ځمکې لاندې اوبو د لمدبل له مخې ، ښويدنې يا لغزش :
په طبعت کې داډول پيښې ډيرې زياتې وي اود ښويدنې ټول ډولونه په غيږ نيسي . په دې ډول کې د غرنيو ډبرو او خاورو رالويدنه سملاسي نه وي يعنې لويې کتلې په وړ کندو يا برخو نه ويشل کيږي بلکې د لويو درزونو له لارې په کتلوي شکل له پاسه ښکته ښويږي . د بيلګې په توګه څو کاله دمخه دقفقاز دغره په شمالي برخه يعنې داغستان کې د غرنيو ډبرو او خاورو يوه لويه کتله ، د ٢٠٠ ميليونه متره مکعبه په حجم ،د غره له هسکو برخو نه د ٢ کيلومترو په واټن راښويه شوه چې دخپل مسير په جريان کې يې څو کورونه له منځه يوړل ، او د غره په لندينۍ برخه کې د سيند د اوبو د جريان مخه يې ډب کړه او ديوه ديوال په څيريې تر شا جهيل را منځ ته کړچې تر سلو مترو يې ژوروالی درلود .
په هغې طبقې چې د هغې له پاسه پرته کتله ښويږي که چيرې هغه له خاورو جوړه وه ، نوخاورې په اسانۍ د ځمکې لاندې اوبه جذبولی شي اوهمدا اوبه د پورتنۍ طبقې د ښويدنې د پاره زمينه برابره وي
ځمکه ښويدنې ملي اقتصاد ته ناوړه زيانونه اړوي . باغونه ، پارکونه ، سړکونه ، پلچکونه او شنې سيمې له منځه وړي . د بيلګې په توګه په ١٨٨٤م کال کې د والګا د سيند تر غاړې د ( سراتف ) په سيمه کې ، د ځمکې د يوې لويې کتلې د ښويدنې په پايله کې څه ناڅه درې سوه د اوسيدانې کورونه يې له منځه يوړل . همدا رنګه د يوې بلې ځمکه ښويدنې په نتيجه کې د (اوليانوفسک ) ښار په نواحيو کې د اور ګاډي پټلی پرې شوې ، او د اوسپنې هغه مظبوط پل چې د والګا د سيند پاسه جوړ شوی و په بشپړه توګه له منځه يووړ
٣- د سطحي اوبو له امله ځمکه ښويدنې :
په دې ډول ځمکه ښويدنو کې، جاذبې قوه ، د ځمکې پرمخ روانې سيلابي او باراني اوبه اساسي رول لري دا ډول پيښې عموما په پسرلي کې چې له يوې خوا په غرونو کې د واورې ويلي کيږي او د بلې خوا بارانونه زيات وې منځ ته راځي . په دې موسم کې لومړی اوبه خاورو ته ننوځي او بيا هغه رابطه يا تړلتيا چې د خاورو د زرو تر منځ شته له منځه وړي . په دې حالت کې خاورې لومړې لمدې اوبيا له پاسه د ښکته په لور راښويږي . چې همدا را ښويدلې خاورې وروسته بيا دسيندونو په سواحلو يا غاړو کې رسوب کوي . د ځمکې ښويدنې په دې ډول کې د سيلابونو اوبه ډير رول لري ، همدا سيلابونه دي چې د ځمکې ريليف ته بدلونه ورکوي .
د ځمکې ښويدنې د عملي مطالعې ارزښت :
لکه څنګه چې مو مخکې يادونه وکړه ، د ځمکې ښويدنې د پروسې په پايله کې ملي اقتصاد ته ناوړه زيانونه رسيږی او هم انساني تلفات ورسره مله وي نو عملي مطالعه يې هم له ګټو خالي نه ده. که څه هم د ځمکې د لويو کتلو سقوط يا رالويدنې سملاسي وي نو وړاندوينه يې هم ناشونې ده . خو که يوه سيمه په پرله پسې ډول د متخصيصينو له خوا تر دقيقې څيړنې لاندې ونيول شي او هغه عوامل چې د ځمکې د ښويدنې سبب ګرځي په ګوته شي نو ډير امکان شته چې د زيانونه کچه يې راټيټه شي .
د بيلګې په توګه : هغه سرک چې د کابل نه د ننګرهار په لور د هسکو او دنګو غرونو په منځ کې تير شوی او هر کال د پسرلي په موسم کې دبيلابيلې ښويدنو سره مخ او د انساني تلفاتو سبب هم ګرځي تر پر له پسې څيړنې ونيول شي نو کيدای شي د زيانونو مخه يې ونيول شي . د تيږو هغه لويې کتلې چې د لاندينيې برخې اتکايي مواد يې له منځه تللي ، بيرته د وړو تيږو په وسيله تقويه شي نو د رالويدو ويره يې کميږي ، او که د تقويې امکان يې نه وي نو کيدای شي هغه د انفجار په وسيله له منځه يوسو .
مسول مقامات بايد تل هڅه وکړي هغه سيمې چې هلته د ځمکې ښويدنې خطرونه زيات وي ، په ځانګړې توګه هلته چې کورونه اباد او انسانان اوسي تر کلکې څارنې لاندې ونيسي ، که د مخنيوي هڅه يې امکان لري ، لکه د لويو درزونو سمنټول ، بايد تر سره شي او که امکان نه لري او د لويو کتلو ترمنځ درزونه ورځ تربلې پرا خه کيږي نو د سيمې اوسيدونکي بايد ژر ترژره له هغه ځايه وويستل شي .
د ځمکې ښويدنې د پاره تدابير او مخنيوي :
- د غرونو هغه نشيبونه چې زيات ميلان لري او د هغو له لارې د ځمکې ښويدنې پيښې درامنځ ته کيدو احتمال زيات وي بايدهلته ونې اود اوږدو نيلو اوريښو لرونکي بوټي وکرل شي
- د غرونو په نشيبونو کې بايد ديوالونه جوړشي څو د رسوباتو د ښويدنې او لغزش مخ ونيول شي
- د غرونو لاندينيو برخو کې بايد استحکامي ديوالونه جوړ شي
- په هغو سيمو کې چې د رسوباتو ښويدنه زياته وي ، د باراني او سطحي اوبو د پاره ځای ځای بايد وړې وړې ويالې وکندل شي څو د دهغو سرعت او شدت کمزوری کړي
- په کومو سيمو کې چې د ځمکې لاندې اوبه ډيرې وي کيدای شي هغه د نلونو په وسيله د هغې سيمې نه بل ځای ته وليږدوو
په افغانستان کې د ځمکې ښويدنې پيښې :
افغانستان چې يو غرنی هيواد دی او د ټولې ځمکې دوه پردرې يې غرونه جوړوي نو طبعي خبره ده چې د ځمکې ښويدنې پيښې هم ورسره زياتې وي
کله نا کله په همدې غرونو کې د خاورو او تيږو لويې لويې تختې په کتلوي بڼه دغرونو لمنو ته راښويږي ، که چيرې د غرونو په لمنو کې کلي او کورونونه اباد وي ، طبعي خبره ده چې په دغسې سيمو کې به ځاني او انساني تلفات هم ورسره مل وي چې يوه بيلګه په همدې ورځو کې د بدخشان د ارګو د سيمې غم لړلې پيښه ده چې د پسرلي د بارانونو سره سمه منځ ته راغله
په افغانستان کې د ځمکې د جاذبې له مخې ښويدنې عموما د هندوکش په سيمه او د هيواد شمال ختيځ او مرکزي برخو کې زياتې وي .
په ١٩١١م کال کې په پامير کې هم همدغسې يوه ښويدنه منځ ته راغلې وه ، چې څه ناڅه اته مليارده ټنه خاورې او تيږي له پاسه لاندې راوښويدې او د مرغاب د سيند په وړاندې يې د ٦٠٠ مترو په ارتفاع ديوال جوړ کړ، په هندوکش کې د ښويدنې يو بل لوي لامل زلزله ده ،
بدخشا ن په ټول افغانستان کې هغه سيمه ده چې هلته تر ټولو زياتې زلزلې کيږي ، د هرې زلزلې په نتيجه کې دا امکان شته چې د کلکو تيږو لويې لويې کتلې يو له بله بيلې کړي او د وخت په تيريدو همدا بيلې شوې کتلې له پاسه ښکته را ښويه شي .
يوه بيلګه يې تير کال د کابل نه د جلال اباد په لور په غځيدلي سرک د درونټې د تونل په خوله کې د هغې مستحکمو تيږود لويې کتلې رالويدنه وه چې د ټول ګټو وزارت د يوې
همدا رنګه څو کاله د مخه د کابل دهمزنګ په غره کې هم ځمکې ښويدنې پيښې رامنځ ته شوې وی ، چې دهغې سيمې اوسيدونکې يې د زياتو ستونزو سره مخ کړي و
يادونه : ددې مقالې ځنې ارقام د لاندې اخځليک نه تر لاسه شوي دي :
- جيولوجي عمومي با اساسات جيولوجي افغانستان . مولف – ولادمير . ايليچ سلاوين از انتشارات ( مير ) ماسکو- ١٩٨٤م کال