د امریکا د زلزله پېژندنې د ادارې له راپورسره سم تيره شپه شنبه ، د شپې لس بجې او دوه ويشت دقيقې  يوې زلزلې، چې شدت یې د د ريشتر په مقياس ٥،٨  درجې د افغانستان او پاکستان ځینې سیمې ولړزولې

.دا زلزله، چې شدت یې زیات ښودل شوی په پلازمېنه کابل او حتي د پاکستان په ځینو سیمو کې احساس شوې ده.د امریکا د زلزله پېژندنې اداره وايي چې د زلزلې مرکز د جلال اباد ښار د شمال ته څه ناڅه  ۱۴۰ کیلومتره لېري د بدخشان په ولايت کې ، په مځکه کې ۱۱۵ کیلومتره ژور اټکل شوی دی. تراوسه پوري د زلزلې په وجه د احتمالي مرګ ژوبلو یا زیانونو په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی. بدخشان په افغانستان کې  د زلزلې له پلوه لومړۍ درجه زلزله خيزه سيمه ده چې تر اوسه پورې په دې سيمه کې له شپږ زرو نه زياتې زلزلې  ثبت شوي دي