کابل –پلخمري (پژواک ٢٥ غويى ٩٠): په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې د زلزلې سختو ټکانونو خلک ووېرول او له امله يې درې تنه ټپيان شول.
له پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې د بېړنيو حالاتو د مرکز امر احمد شکېب همراز پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه زلزله تېره شپه د شپې يوه بجه او ٣٠ دقيقې د ريشتر په ٥.٩ درجو سره رامنځته شوه.
نوموړي د زلزلې مرکز د هندوکش غرونه او موقعيت يې ٣٦.٤٤١ درجې د شمال او ٧٠.٧٤٢ درجې د ختيځ لور ته اعلان کړ او عمق يې ٢٠٧.٤ وباله .
همراز زياته کړه، چې دغه زلزله د افغانستان په کابل، بدخشان، بغلان، کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان ولايتونو او د تاجکستان په خارق او د پاکستان په چترال سيمو کې احساس شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د دې طبيعې پېښې د زيانونو په اړه تر اوسه راپور نه دى رارسېدلى، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.
د دې زلزلې ټکانونه په کابل کې په شدت احساس شول او خلک يې ووېرول.
د خېرخانې مېنې د پنجصد فاميلۍ اوسېدونکې صفيې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې زلزله کې دوه ماشومان (کوچنى ورور او د ګاونډي زوى يې) ټپيان شوي دي.
هغې زياته کړه: ((دغو دوو ماشومانو له وارخطايۍ ځانونه له کړکيو غورځول، چې ښېښه ماته او هغوى يې ټپيان کړل او بيا روغتون ته لېږدول شوي دي.))
د کابل ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکي کمال الدين پژواک خبري اژانس ته وويل: ((ماشوم مې ناروغ وو او زه وېښ وم، چې ناڅاپه کور ولړزېد او ټول په بېړه بهر ووتلو.))
هغه زياته کړه، چې ښځې ډېرې وېرېدلې وې او له کورونو نه د وتلو پر مهال يې ماشومان په غېږ کې نيولي وو.
د دې زلزلې ټکانونه د بغلان ولايت په مرکز کې، چې د هندوکش غرونو ته نږدې دى، هم په شدت احساس شوي او له امله يې يوه ښځه ټپي شوې ده.
د پلخمري د دويمې ناحيې اوسېدونکي محمد عثمان پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ د شپې مهال په وارخطايۍ له خونې ووتلو، چې د ورور مېرمن مې د کورنۍ د غړيو تر پښو لاندې شوه او پښه يې ماته شوه.))
د بغلان روغتون يوه نوکريوال ډاکټر محمد کريم وويل، چې د دې ښځې د پښې ښنګرى مات شوى او دغه د تېرې شپې د زلزلې له امله لومړى ټپي دى، چې د درملنې لپاره روغتون ته راوړل شوى دى.
دوه شپې مخکې هم په کابل ښار او ځينو نورو سيمو کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي و، خو شدت يې کم و .
د يادونې ده، چې درې کاله مخکې هم د لړم په ٢٤مه شپه د زلزلې له امله د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٥ تنه ټپيان شوي و