د افغانستان  جيولوجيکی جوړښت تر اوسه پوری په پوره توګه نه دی څيړل شوی خو بياهم تر سره شوې څيړنې ښيي چی د افغانستان د جيولوجيکي جوړښت په هوارو برخو کی د ميزو زويک  ( (٥،٧_٩،٥ کيلومتر پوری ) او د سينو زويک(٣،٨ _ ١٤ کيلومترو پوری ) رسوبی پريړ،  پوړونه  ليدل کيږی. او په غرنيو برخو کی  اورنۍ انتروزيوی او  ايفوزيوی ډبرې  او لرغونی ميتامورفيکی (ترکيمبری د مخه،  پروتر زويک او پاليوزويک )  تر سوبات دمځکې پر مخ راسپړل شوی دی.
دا ټول جوړښت د لرغونو چاودونو( شکستګيو )  لکه: سياه بوبک، هريرود، کرګاناو، هلمند، ګلستان، اسپران، کشميران، مقرچمن، مقر ترنک، سپين غر، التيمور، کنړ، اونی، جوګانی، سروبی، حضرت سلطان، بند خواجه، ورس
باش لنګ، بندبايان، واخان، پنجشير، رودتګ، فرسی ، خواجه روف، باس پول ، البرز_  مارمول، خاخان، اشکمش، هيجوند، اندراب، ميرزاولنګ، بند ترکستان،  لارون، شکاری، مرکزی بدخشان،چاويد، بهارک، زيباک_ انجمن او تاشکو پروک  په شتوالی سره خورا پيچلی شوی دی چی زياتره چاودونه يی خورا ژور دی.
  د جيولوجيکی پر مختګ له مخی دافغانستان سيمه خورا پيچلی جوړښت لری . تکتوينکی بدلونو نه چی رسوباتو د د ياپا زون پر مختګ له  پرو تروزويک څخه پيل کيږی او د سيمې تکتونيکی جوړښتونه تر بايکال د مخه، بايکال، هر سنيد، کيمبريد، لرغونی الپ او وروستی الپ دی چی د تکتونيکی خو ځيدونو ( حرکتونو ) د ګډون او اغيز په پايله کی منځ ته راغلی دی.
  د افغانستان د جيولوجيکی جوړښت د پرمختګ ( انکشاف )  په تاريخ که اووه  پړاوه بيل شوی دی چی اووم پړاو يی دنوی تکتوينک (Q-N)  يا دافغانستان دريليف او وروستي جوړښت د جوړيدو پړاو دی.
 په دی ډول د تکتوينکی  سيمويش ( منطقه بندی ) له مخی د جيولوجيکی جوړښت د ګونځو د سيموويش په افغانستان کی په لاندی ډول شوی دی:
 تربايکال د مخه،  بايکال ، هرسنيد  ، کيميريد ، لرغونی الپ ، وروستی الپ  ، نوی تکتوينک (Q-N) – ځوانه کړوپتيا
په دی لړ کی تر څلورويشتو زيات تکتونيکی کوچنی عناصر بيل شوی دی.
• ستراتيوګرافی :
د شلمې پيړۍ تر نيمايي پورې د افغانستان ستراتيګرافی په منظم ډول نه وه څيړل شوی .  دا معلومات يوازې د منيس (( د افغانستان د ستراتيګرافی لارښود)) نومي کتاب کې راټول شوی وو.  خو کله چی په ١٩٥٥ م کال د مځکپوهنې او کانونو د پلټنی اداره پرانيستل شوه  ، دهيواد د ستراتيګرافی څيړنو هم  يو څه نظم پيدا کړ.
په لومړی سر کې دهيواد ګوټ ګوټ د فرانسوي  او الماني مځکپوهانو  له خوا وځيړل  شول. خو په بشپړه توګه د افغانستان ټوله ستراتيګرافی د افغانی او پخواني  شوروی اتحاد د مځکپوهانو له خوا په ښه توګه څيړل شوې ده  چی  په پايله کې يې د ټول هيواد جيولوجيکي نقشه د  ١:٥٠٠٠٠٠ په مقياس جوړه او د ستراتيګرافی  پر تلنی (Correlasien) په برخه کې زيات مواد لاس ته راغلل.
ورو ستنی او بشپړه ستراتيګرافی هم د جيولوجيکې نقشو د ( ٠٠٠ ١:١٠٠٠ او٠٠٠ ١:٥٠٠  )   مقياس په جوړيدو سره ترتيب شوی ده. پري کيمبری د مخه تشکيلات د سيمه يز ميتامورفيزم له درجی څخه، ترکيمبری وروسته _ څلورمې دورې پوری، د عضوی باتې شونو  له مخی اود څلورمی دورې تشکيلات د
 جيو مور فولوجيکی سطحو له مخې ټاکل شوی دي .
    د افغانستان د ستراتيګرافی، په مقطع کی د ستراتيګرافی د نړيوال  جدول ټول ګرو پونه او سيسټمونه ونډه لری. ترنيو جين  د مخه زياتره ترسوبات سمندری منشا لری. يوازی لاندنۍ کيمبری او ترپيرم پورته سيستمونه قاره ای منشا لری او دنيو جين او څلورمی دوری تر سوبات بيخی قاره يی دی.
- ارکايک ګروپ:     دافغانستان په ساحه کی دارکايک په ګروپ  پوری  ، د جنوبی بدخشان ژورې ميتا مورفيکی  ډبری اړه لری. لاس ته راغلی مواد څرګندوي چی د جنوبی بدخشان په ميتامورفيتونوکی د ارکايک ګروپ دری ټوټې :  لاندنۍ  منځنی او پورتنی بيلی شوي ، دوی ټوټې يی ( لاندنی او منځنی) د سر سنګ د ټوټې په نامه مشهوری دی ا و دريمه  يی دکوه لعل په نامه ياديږی.
_ د پرتروزويک ګروپ:    د دی ګروپ تشکيلات د افغانستان په ټولو برخو کی خپاره دی، دری ټوتې لری: لاندنی منځنی او پورتنی. د پرتروزويک ګروپ د لاندنی ټوتې تشکيلات بيل ميتا مورفيکی ګنايسونه دی چی د ميتامورفيزم په امفيبوليتی فاسيس کی جوړ شوی او همدارا ز کريستالی سلانسونه، مرمر، کوارتزيت اوا مفيبوليتونه هم په کې  برخه لری.   دبيلا بيلو سيمو په مقطع کی څه ناڅه توپير ليدل کيږی.
د منځنی ټوټی تشکيلات ميتامورفيکی بيل سلانسونه، کوارتزيتونه، مرمر او امفيبوليتونه دی چی د زرغونو سلانسو په پړاو او د ميتامورفيزم دامفيبوليتی فاسيس په لاندنی پړاو يا حالت کی منځ ته راغلی دی. د دی ټوټی تشکيلات  په ټول هيواد کې خپاره دی خو د جنوبی افغانستان په ټينګه کتله کی بيا په زياته کچه څيړل شوی او ويشل شوی دی، په نورو برخو کی دا تر سوبات ويشل شوی نه دی . د پورتنی ټوټی تشکيلات په  ټول هيواد کی خپاره دی خو د جنوبی افغانستان په ټينګه کتله او دافغان -  جنوبی پامير په برخه کی پوره څيړل شوی او ويشل شوی دی. په مقطع کی د دی ټوټی اټکلي ويش پردوو برخو شوی چی لاندنی او پورتنی برخی دی.
_ د پاليوزويک ګروپ:     د پاليوزويک ګروپ تشکيلات دهيواد په ټولو برخو
کی خپاره دی او د دی ګروپ ټول سيستمونه : کيمبری، اردويک، سيلور، ديون، کاربن او پيرم په مقطع کی برخه لری خو د دی مقطع لاندنی برخه د ويند سره يوازی د جنوبی افغانستان په ټينګه کتله او د سليمان – کرتار په برخه کی پوره څيړل شوی ده.     د پاليوزويک ګروپ تر سوبات پر لرغونو تشکيلاتو  باندی په شليدلی (نا موافق )  اونا شليدلی (موافق)  ډول پراته دی. او د پاليوزويک په ګروپ کی دننه د سيسټمونو او يا هم په سيسټم کی دننه د،  ټوټو تر منځ شليدلی ترسوبات ليدلی کيږی لکه :  په منځنی کيمبری ، لاندنی ديون، پورتنی ديون، منځنی کاربن، لاندنی پيرم او دننه په هغو کی شليدلی حالتونه ليدلی شو.
د ويند  _ پاليوزويک تشکيلات څه نا څه  کمزورې ميتامورفيکی ډبری دی چی زياتره يې تريجنی اوکاربونانی دی او سمندری جنيتيکی منشاء لری.  په لاندنی کيمبری او پيرم کی بيا د سمندری ډبرو  به څنګ کی قاره يی ډبری هم شته. . په لاندنی کاربن او لاندنی پيرم کی تيزابی او القلی ولکانيتونه چی سمندری منشا لری برخه لری. همدا راز د جنوبی افغانستان د ټينګی کتلی او منځنی افغانستان
د برخی په ستراتيګرافی مقطع کی دپيرم په پوړو نو کی بو کسيتونه او هغو ته ورته ډبری برخه لری. د دی ګروپ په ټولو سيسټمونو کی عضوی  پاتې شوني لاس ته  راغلي  دي.
_ د ميزو زويک ګروپ :  د ميزو زويک ګروپ تشکيلات په ټول هيواد کې خپاره دی او د دی ګروپ ټول سيسټمونه: تر ياس، جوراسيک  او  تبا شير هلته  برخه لری چی د سمندری کاربوناتی او تريجينی تر سو باتوله ډلې څخه دي . همداراز  په مقطع کی ولکا نيتونه هم برخه لری خو دهيواد په شمالی برخې کې په لاندنی او منځنی يورا کی سکاره  او په پورتنی يورا اولاندنی تبا شير کی ايواپوريتونه ليدل کيږی. د ميزوزويک، ګروپ تشکيلات د پورتنيو او لاندنيو تشکيلاتو سره بيلې بيلی اړيکی لری   د افغان – شمالی پامير په ګونځو او د افغانستان د شمالی پلانفورم په ختيځه برخه کی د ميزوزويک تر سوبات تر کيمبری د مخه اود پاليوزويک پر ګونځو په شليدلی ډول پراته دی.  د افغانستان د شمالی پلاتفورم په لويديزه برخه کی د ميزوزويک تشکيلات په پيرم باندی په پريو لل شوی ډول  او پرته له زاويوی شليدنی څخه پراته دی. د هيواد په پاتې  برخو کی د ميزوزويک تشکيلات د لرغو نو تر سو باتو سره پرله پوری دی.
د ميزو زويک د ګروپ تشکيلات دځوانو ډبرو سره هم بيلی اړيکی لری، د افغانستان په شمالی پلاتفورم کی پاليوجين د تباشير سره پر له پوری دی خو په نورو برخو کی بيا پر له پوری نه دی.
همدا راز دننه په ميزوزويک ګروپ کی هم د ترياس په سيسټم کی، د يورا په سر اومنځ کی،اوتباشير په لاندنی برخه او منځ کی په بيلو سيمو کی په بيلو سترايتګرافی سطحو کی د پريو لل شوی او زاويوی شليدنی څرکونه ليدل کيږی. ددی ګروپ په ټولو سيسټمونو کی عضوی  پا تې شوني لاس ته راغلی دی.
سينوزويک ګروپ :   د سينوزويک ګروپ تشکيلات په افغانستان کی خورا زيات خپاره دی. د دې تر سباتو  جينتيکي منشا سمندری ، جهيل – قاره ای او قاره يی ده.  د هيواد په شما ل کی ددې ګروپ تشکيلات د نورو لرغونو تر سوباتو سره پر له پوری دي، ځای ځای بيا پريوللی او زاويوی شليدنی  ليدل کيږی. خو په زياترو برخو کی دا تشکيلات ،   لاند نيو تشکيلاتو سره پر له پوری نه دی.
دننه د سينوزويک په ګروپ کی د پاليوجين په منځ کی ، دنيو جين په سر اومنځ   کی، د څلورمی دوری په لاندنی برخه او منځ  کی په بيلو بيلو سيمو کی په بيلو ستراتيګرافی سطحو کی پريو للی او زاويوی شليدنی ليدلی کيږی. د ګروپ ټول تشکيلات عضوی پا تې شوني  لری.
په افغانستان کی په دی ګروپ پوری تړلی څلورمې دورې ترسبات تر نورو ستراتيګرافی تر سو باتو ، زيات خپاره دي خوډير  لږ څيړل شوی دي  .  بيا هم د لږو څيړنو پر بنسټ د ادوره په افغانستان کی  په اټکلي توګه پر لاندنی، منځنی، پورتنی او د اوسنی ريليف  په برخو ويشله کيږی.
• جيوتکتونيک :
د منرالی اوبو چينی زياتره د چاودونو سره اړيکی لر ی اودا چاودونه تر مځکی لاندی  اوبو د حرکت  له پاره د يو کانال په توګه کار کوي . د همدی پر نسيپ له مخی د افغانستان د منرالی اوبو زياتې  چينی هم د لويو چاودونو په اوږدو کی ليدلی کيږی. له  دی امله موږ هڅه وکړه چې د منرالی اوبو تر بحث وړاندی د افغانستان دجيوتکتونيک لنډه يادونه  هم ولرو.
د افغانستان د تکتوينکي جوړښت په باب لومړی څيړنې دبهرنيو متخصصينو لکه : هر سباخ، هايډن، فورن،  بريوکل او سبرانکور له خوا سر ته رسيدلی دی. که څه هم دا څيړنې خورا لومړنۍ او سيمه ايزې وې خو بيا هم د څيړل شويو سيمو دهمځولو ر سو باتو د جنيتيک ، د فاسيس د اوډنی په باب او همدارازد هيواد په جنوب او شمال کی د ديفارميشن د بيلو عمرونو او ډولونو په باب يی خورا مرسته کړی ده. دا څيړنی بيا وروسته په ١٩٤٠ م کال ب .١. پترو شفسکی يوه رساله ((افغانستان او څرمه تاجکستان تکتونيک او پاليو جغرافيه)) په نامه خپره کړی. همداراز په ١٩٥٤ م کال کې  د سلطان احمد خان پو پل او ترومپ په راپورنو کی هم د افغانستان د تکتونيکی جوړښت په اړه په زړه پوری معلومات خپاره شوی دي
 د افغانستان د تکتونيک  او پاليو جغرافيی  په باب نو ی او زيات معلومات  دشلمې پيړۍ په پنځو سمو او شپيتمو کلونو کې د ايټالوی، الماني او فرانسوي ځمکپوهانو په څيړنو کې ليدل کيږي . د دوی په څيړنو کې سر بيره پر بيلو جوړښتونو باندی د افغانستان د منځنی او جنوبی برخو د تکتونيکی سيمويش  سيمه ايزی نقشی او ډل شوی او همدا راز دافغانستان تکتونيکی جوړښتونه د ګاونډيوهيوادونو ، د تکتونيکی جوړښتونو سره پرتله شوی دی.
  د افغانستان د ټولی سيمې دتکتونيکی جوړښت څيړنه د ١٩٥٨ م کال راوروسته د افغان او پخواني شوروی اتحاد د مځکپوهانو په هڅه او زيار پوره شوه. دا برخه په کوچنۍ کچه، و.ای. سلاوين ير غاړه اخيستی ده چی په ١٩٦٩ م کال کې
 (( د افغانستان تکتونيک )) په نامه يو کتاب خپور کړ. په ١٩٧٥ م کال د افغانستان نوی تکتونکی نقشه د    ٠٠٠  ١:٢٥٠٠  مقياس خپره شوه.
   د افغانستان تکتونيکی جوړښت د مديترانې د ګونځی لرونکی کمر بند ادامه ده چی په شمال کی دتوران د شازی ( پليت ) له خوا چا پيره شوی ده. د مديترانې
 کمر بند په افغانستان کی خورا پيچلي جوړښتونه د ټينګو کتلوپه ډول ، د اوږدې جيوانتی کلينالی پر مختيا د زونو نو په ډول او همداراز تر کيمبری د مخه بنسټ لرونکی جوړښتونه په کې ګډون  لری.
 د افغانستان د توران په شازه( پليت )  کی کنتراستی جوړښت، زياتې کوټل شوی ډبرې ، ګونځی لرونکی بنسټ او د نوی ا پی پلاتفورم دارو جينيز شديده جوړيدنه ،  د تکتونيکی جوړښت د دی برخې څرګنده نخښی دی.
د افغانستان په تکتونيکی جوړښت کی دغه سيمی بيلې شوی دی:
1. د هيرسنيد ګونځی
2. د لرغونی اپی کيميريد پلاتفورم
3. د منځنی کيميريد ګونځی
4. ټينګی کتلی
5. دالپ ګونځی
1- د هيرسنيد ګونځی:  په  افغانستان کی د هيرسنيد د ګونځو دوې برخې شته
- لومړی برخه: د افغان شمالی پامير ګونځی:- نوموړی ګونځی د بدخشان دشمال لويديز څخه د هندوکش ترلويديز پوری  يا په بله معنی د مرکزی بدخشان د چاود څخه د لوی هريرود تر چاود پوری غځيدلی دی. د افغان – شمالی پامير ګونځی يو ډول د ننی جوړښت نه لری بلکه د ګونځو، جوړښت: مقطع اومګما تيزم له پلوه د افغانستان په خاوره کی دسرخاب، جوای، فيض اباد، لويديز هندوکش، باميان،  حضرت سلطان پر جوړښتی – فاسيالی زونو نو او د خاواک پر تکتونيکی زون ويشلی کيږی.
- دوهمه برخه: د هندو راج- هزارګونځی: په دی برخه کی د ګونځو جوړښت په اټکلي توګه ټاکل شوی دی. په هغه کی دهندو راج د غرونو افغانی برخه، د کابل سيندد ښی او کيڼی خوا غونډی او دهندوکش د غره د شمال- ختيز يوه برخه ګډون لری. په افغانستان کی دا برخه د تاشکو پروک او د کنړ پر زو نونو ويشله کيږی
2 _ د لرغونی اپی کيميريد پلاتوفورم ( د افغانستان د شمال پلاتفورم ):
د افغانستان، شمال پلاتفورم چی د توران د شازی جنوب – ختيځه يا افغانی برخه يې هم بولی په جنوب او جنوب- ختيځ کی يی دهريرود  چاود، دلويديز هندوکش جوړښتونه او د بد خشان شمال- لويديزه برخه نيولې ده.
 د دی پلاتفورم جنوبی سيمه خورا جګه ده او د جيو مور فولوجی له نظره دمنځنی غرونو ( پاراپاميز او تير بند ترکستان) برخی په دغه سيمه کی شاملې  دی او شمالی سيمه يی برعکس خورا کښته او هوار ډاګ لری. په جنوبی برخه  کی د پاراپاميز – بند ترکستان ،  شانګوړی دخورا جګو ګونځی بنسټونو سره پروت د ی او په شمالی برخه کی د مرغاب – لوړ امو سيند( امو عليا )  لويدنه د خورا کښتو ګونځی بنسټونو سره پرته ده.
3_ د منځنی کيميريد ګونځی ( د افغان – جنوبی پامير ګونځی) :
د هيواد د منځنی  برخی لويديز او ختيځ ته د شمال او جنوب تر منځ يوه تنګه او پيچلی جوړښتی برخه غځيدلی ده چی د افغان- جنوبی پامير د ګونځو  يا د منځنی افغانستان د ګونځو په نامه ياديږی.  په شمال او شمال – ختيځ کی د لوی هريرود او دمرکزی بدخشان د چاودونو په مرسته دا برخه د ترکمن – خراسان د ګونځو، د افغانستان د شمال پلاتفورم او د افغان- شمالی پامير د ګونځو دهر سنيدونو سره نښلی، په جنوب کی د کارګانو، پنجشير او بهارک چاودو نو په مرسته د نورستان، پامير  او د جنوبی افغانستان د ټينګو کتلو سره نښلی.
دا برخه  د ګونځو د جوړښت، مقطع، مګماتيزم او د اوسنی جوړښت د موقيعت له پلوه پر ډيرو زونونو: بلو کونو، شانګوړو او لويدونو ويشله کيږی.

4_ ټينګی کتلی:    د افغانستان په شمال کی د منځنی کيميريدونو او په ختيځ او لويديز کی د الپ د جوړښتونو په منځ کی د جنوبی افغانستان ټينګه کتله او د نورستان – پامير ټينګه کتله سره بيليږی.
5_   د الپ ګونځی:   دافغانستان په لويديز او جنوب – ختيځ کی د الپ د ګونځو جوړ ښتونه پراته دی او د اټکل له مخی د هريرود د ښی څنډی جوړښتونه هم په همدغه برخه کی راځي  . دلته داصلی جيو سينکلينالی کمپلکس د عمر له مخی پخوانی او  ورستنی الپيدونه سره بيليږی.
همداراز په افغانستان کی له جغرافيايی نظره دری سيمی بيلی شوی دی:
 د افغان – ختيځ ايران سيمه
 د سليمان – کرتار سيمه
 د ترکمن – خراسان سيمه
د زياتو معلوماتو له پاره ( ١ نقشه وګوری )