د انسان په وجود کی د عناصرو ټاکل که څه هم ساده کار نه دی خو بيا هم د
پر مختللی طبابت د څيړو په پايله کې دا څرګنده شوې ، که چيری د يو انسان وجود اويا کيلو ګرامه وزن ولری نو اويا په سلو کی اوبه ، ١٥ په سل کی غوړ، ١٢ په سلو کی پروتين ، ٠،٥ په سلو کی کاربوهايدرات او ٢،٥ په سلو کی يې مالګه وی .
همدا راز انسان په وجود کی شپاړس عنصره شته چی دهر عنصر کچه په لاندې جدول کې ښوول کيږي :
جدول (١٠)
عنصر کچه عنصر کچه
اکسجين ٦٥ سوډيم ٠،١٥
کاربن ١٨ کلورين ٠،١٥
هايدروجن ١٠ مګنيزيم ٠،٠٥
نايتروجن ٣ اوسپنه ٠،٠٠٤
کلسيم ١،٥ ايوډين خورا لږ
فاسفور ١،٠ جست خورا لږ
سلفر ٠،٢٥ فلورين خور ا لږ
پوتاشيم ٠،٣٥ منګنيز خورا لږ
که په لوموړي سرکې ددې عناصرو کچې ته وکتل شي ، دومره نه معلوميږي ،خو په داسی حال کی چی ددې هر عنصر په لږوالی سره انسان په داسی نا روغيو اخته کيږی. چې د بيا رغاونې له پاره يی اوږد ه روغتيا يی پړ اوته اړتيا شته . د دې عناصرو څخه ځنې يی جوړښتنی يا پلاستيکی خاصيت لری لکه : کاربن، اکسجن، نايتروجن، سلفر او فاسفور د ټولو فعالو سلو لو نو په جوړښت او د هستې د. پروتو پلازم او کا ندريوم په بيل بيلو برخو کی ګډون لری.. ځنې عناصر بيا يوازی د ځنو انساجو له پاره وی لکه : کلسيم، فاسفور چې په هډو کو کې زيات وی او کلورين، سوډيم، پوتاشيم، د حجری په دننه او د باندی مايعاتو١٨ کی پراخه ونډه لري چی په پراسموتيک فشار ١٩ باندی خورا زياته اغيزه لري .
ځنې عناصر بيا پلاسيتکی رول نه لری خو د پلاسيتکی عنا صرو په نامه ياديږی لکه : فلورين او ايوډين که څه هم د فلورين ونډه په غاښونو کې خورا لږه ده، خو دغاښ د مينا په جوړښت کی ښه ونډه لري ، ځکه دا عنصر خورا ټينګ او ثابت دی اودکيمياوی اغيزو په وړاندی ښه مقاومت لری.
د انسان په وجود کې ١١ جوړښتی عنصرونه شته: کاربن، هايدروجن، اکسيجن، نايتروجن، سلفر،فاسفور، کلورين ، سوډيم، پوتاشيم، کلسيم او مګنيزيم . د دې عناصرو په څنګ کې ځنې نور کتا ليزرعناصر بلل کيږی لکه : اوسپنه چی د هيموګلوبين او سينوکروم په جوړښت کی ښه رول لري . همدارنګه جست، مس، منګانيز، مګنيزيم دځنو انزايمو په توليد او فعاليت کی پوره ګډون لری.
د حجروو ژوند او حرکت په هغه چاپيريال کی امکان لری چيری چې دوجود په دننه مايعاتو کی ايون او کتبون موجود وی. دوی په خپل منځ کی تعامل کوی. د معدنی عناصرو پراسموتيک فشار خورا اغيزمن دی. د موادو جذب، دفع او انتقال در ګونو څخه حجری ته اود حجری څخه بيرته د وينو دوران ته مستقيماً د کتيونونو او اينونو سره اړه لری . د وينې pH د ځنوکاني مرکباتو په مرسته چی د وينې Buffer ياديږی. پر يوه حا لت ساتل کيږی. او د Acidcsis (تيزابی حالت) اوAlkalosis (القلی حالت) څخه مخنيوی کوی. د کاني موادو شتوالی د هډوکو او غاښونو په ټينګښت کې مرسته کوی. اوسپنه د ژوند حتمی توکی دی ځکه د
همو ګلوبين په جوړښت کی ضرورري ماده ده. ځنې انزايمونه د مګنيزيم، منګنانيز او پوتاشم د اينو نو په مرسته خپل فعاليت سر ته رسوی. ځنې نور عنا صر لکه فلورين، مس، جست چی د Trace Eleaent په نامه ياديږی ، ونډه يې د ژوند په فعاليت کی ضرور او څرګنده ده . .
سوډيم :
سوډيم په وجود کې ٤٥ ګرامه دی، يوه پر دريمه برخه يی په هډکو کی ده او پاتی درې برخې يی دژوانکې ( حجری ) په دننه او د باندې اوبو کې وی. د سيروم سوډيم کچه که څه هم خورا لږه ده خو فوق القاده ارزښت لری. په وينه کې د نورو موادو په پرتله د سوډيم پراسموتيک فشا ر خورا اغيزمن دی . د سوډيم په کمښت کې دعضلو Cramp (تشنج) پيښيږی. دا کمښت زياتره داسهال ، قی او د پښتورګو په ناروغيو کې ليدل کيږی.
کلورين:
دا عنصر په وجود کی په يوازی توګه موجود نه وي بلکې د نورو معدنی موادو سره ګډ وی . د حجری په دباند ې اوبو ، بين الحجروی اوبو او پلازما کی د سوډيم کلورايډ په بڼه او د حجرې دننه په سرو کروياتو کې د پوتاشيم سره ګډ وی.
پوتاشيم:
د پوتاشيم زياته برخه د وجود په حجرو کی دننه وی او خورا لږ ه برخه يې تر حجری دباندی په اوبو کی وی ، داکچه په ليټر کی ٤-٥ ملی ګرامو ته رسيږی. که څه هم د پوتاشيم د مجموعی کچی (٣٥٠٠ ملی الو اولنيت) په پرتله دا رقم خورا کوچنی دی خو بيا هم په سيروم کی يې دتوپير له امله د مړينی سبب ګرځي . دا عنصر وجود ته د خوړو له لاری د ورځی ٣٠-٩٠ ملی اکواولنيته ننوزی خو بير ته بايد دا مقدار له وجود څخه ووځی. که ونه وځي او زيات شي نو په هغه حالت کی مړينه حتمی ده. ځکه چې د زړه عضلې اغيزمنې کوی . دا توپير حتی کيدای شی دنورو عضلو د فلج سبب هم شی او کله مرکزی اعصا ب هم دګډوډۍ سره مخامخ کوي
همدا راز دپوتاشيم لږ والی د اسهال، کولمو او Mulnutration (سؤتغذی) حالت منځ ته راوړي چی هغه هم دعضلو په کمزورۍ او فلج او د زړه د لويوالی سبب ګرځی . د پوتاشيم په لږوالی سره په اوسنی طبابت کی د پوتاشيم کلورايډ محلول توصيه کيږی.
کلسيم:
د وجود د کلسيم زياته برخه په هډو کو او غاښونو کی ده . يوه برخه يی په غړو ( عضلو ) کې هم ده ، په پلازما کی ددې عنصر کچه په ليټر کی ٥ ملی ګرامو ته رسيږی. تر حجری د باندی په اوبو (سيروم) کی کلسيم پر دوه ډوله وی : يو په ايونايزی ( زبيښونکي ) ډول او بل د پروتينونو سره ګډ . په Ph کې القلي د ايونايزي کلسيم د لږوالی سبب ګرځی او دا لږوالی دتيتانوس Tetanoc د ناروغۍ عامل دی. د کلسيم لږوالی په دغو دلايلو پيښيږی.
د پښتورګی له لاری د زيات کلسيم اطراح د نفريت په نارغيوی کی.
په وجود کی دفا سفور زياتوالی او د پښتورګی د مزيو ناروغی.
د کلسيم او فاسفور د نسبت بدلون.
د Para thyroid غدی٢٠عدم کفايه.يا ښه کار نه کول
که د ويټامين D کچه لږه شی کلسيم نه جذبيږی او د Rickets ناروغی يا د پيښو کږوالی منځ ته راځي .
فاسفور:
فاسفور د هغو عناصروله جملی څخه شميرل کيږی چې بدن په ټولو حجرو کې ګډ وی ، . ٨٠ په سلو کی د کلسيم او مګنيزيم سره ګډ په هډو کو او غاښونو کی برخه لری،١٠ په سلو کی د بروټين کاربوهايدا رت او ليپدو سره يوه ځای او ١٠ په سلو کی د بدن د نورو کيمياوی مرکباتو سره ګډ دی .
فاسفور استرونه د انرژی په انتقال کی او د بدن په بيولوژيکی تعاملاتو کی لويه ونډه لری . دديابت ( شکرې ) په ناروغی کی عضوی فاسفور خورالږيږی خو
بر عکس غير عضوی فاسفور ډيروالی مومي . همدا رازد Rickets په ناروغۍ کې د فاسفور کچه لږيږي او د پښتورګي په سخته ناروغۍ کې د فاسفور ډيروالی د Acidosis پيدا کيدو سره مرسته کوی او کله چی فاسفور په سيروم کی زيات شی نو د سيروم کلسيم لږيږی. همدا راز د سيروم د فاسفور او د د دی د هورمون تر منځ هم اړيکه شته.
مګنيزيم:
دا عنصر د حجری د داخلي کيتونونو څخه دی. دوجود ټول مګنيزيم ٢١ ملی ګرامه وی چی ٧٠ په سلو کی د کلسيم او فاسفور سره ما لګی جوړوی اوپه هډوکو کې موندل کيږی . پاتې ٢٣ په سلو کی په نورو حجرو او تر حجرې د باندې اوبو کې وی . نوموړی عنصر د وينې په سل سی سی کی ٢-٤ ملی ګرامه او د سيروم په يو ليټر کی ١،٩٤ ملی اکواولينت وی . د دی عنصر شتوالی يه وجود کی د ځنو انزايمونو په فعاليت کې مرسته کوی.د هر نارينه له پاره د مګنيزيم ورځنی اړتيا ٣٥٠ ملی ګرامه او د ښځی له پاره ٣٠٠ ملی ګرامه اټکل شوی ده. په انسانانو کی دمګنيزيم له کمی څخه دعضلو تشنجات پيښيږی . همدا راز دا عنصر د ښځو د اميد واری په مهال کی په څلورويشتو ساعتونو کی د ٥٠ څخه تر ١٥٠ ملی ګرامو پوری له بدن نه وځي .
سلفر:
سلفر په ټولو حجرو کی شته او د پروټين د جوړښت اساسی توکی دی. سلفر به لږه کچه د سوډيم – تباشير دمرکباتو په ډول دوينو په دوران کې موندل کيږی اوډيره کچه يی په ويښتانوکې وی.
ايوډين :
د دی عنصر کچه په وجود کی خورا لږه ده. خو د فيزيو لوژيکی دندو له پلوه خورا ارزښتمن عنصر دی. دانسان په وجود کی دنوموړی عنصر کچه ٥٠ ملي ګرامو ته رسيږی. د ايوډين له کمی څخه د حجری Golter ناروغی پيښيږی.
اوسپنه:
دا عنصر د انسان په تنفسی حجراتو کی، د هيموګلوبين په جوړښت او داسی نورو انزايمو کی لويه برخه لری دانسان په وجود کی د اوسپنی مجموعی کچه ٤-٥ ګرامه ته رسيږی.
اميدواری ښځی او هغه ښځی چی کوچنيا نو ته شيدی ور کوی ، همدا رنګه هغه کوچنيان چې د ودې په پړاو کی وي زياتی اوسپنی ته اړتيا لری. داوسپنی لږوالی دوينې په ضايع کيدو او دعملياتو په سر ته رسيدو کی ليدل کيږی. د اوسپنې ورځنی اړتيا د عمر له مخی په لاندی ډول وی:
يو کلنې نه تر دری کلنې پوری - ١٥ ملی ګرامه
دری کلنې نه تر لس کلنې پوری - ١٠ ملی ګرامه
لس کلنې نه تر دوولس کلنې پوری - ١٠_ ١٢ ملی ګرامه
دوولس کلنې نه تر اتلس کلنې پوری - ١٨ ملی ګرامه
او تر اتلس کلنی نه پورته ١٠ ملی ګرامه اټکل شوی ده خو د اميدواررو ښځو له پاره د ارقم اتلس ملی ګرامه وی.
مس:
سر بيره پر اوسپنی باندی د هيموګلوبين په جوړښت کی مس هم ونډه لری او دځنو انزايمو د فعاليت له پاره دا عنصر حتمی دی. د وينې په سرو کروياتوکی يو ډول بې رنګه پروتين شنه چی د Ery throcuprine په نامه ياديږی. دهغه په جوړښت کی دوه اتومه مس شته چی ديونور مال سړی، په سرو کروياتو کی٣٠- ٣٦ ملی ګرامه وی. همدا را ز د مسو ونډه په هډو کو او داعصابو په مزو کی خورا زياته ده. د انسان په وجود کی د نوموړی عنصر مجموعی کچه ١٠٠-١٥٠ ملی ګرامو ته رسيږی له هغې جملی څخه ٢٣ ملی ګرامه په هډوکو کی، ١٨ ملی ګرامه په اېنه کی او ٩ ملی ګرامه په سيروم کی وی.
دمسو د لږوالی څخه د وينې او وزن لږ والی منځ ته راځي چې کله هم دمړينی سبب ګرځی او په څنګ يی د مس شتوالی د اوسپنی جذب سره مرسته کوی.
جست:
دا عنصر د وجود له اړينوعناصرو څخه دی چی دځنوانزايمو او انزولين په جوړښت کی ونډه لری. هغه کسان چی د ديابت په ناروغی اخته وی د هغو په پانقراص کې جست لږوی ، همداراز دا عنصر د وينې په سپينو کرويا تو کې هم ونډه لری ، دانسان په وده کی دا عنصر حتمی دی.
فلورين:
دا عنصر د وجود په زيا تو حجرو کی ګډون لری ، په تيره بيا دغاښونو دجوړښت يو عمده توکی دی او د دی عنصر د کمښت سره د Enamel يا دغاښونو خرابوالی پيښيږی . په هغو اوبوکې چی د فلورين مقدرا لږ وی دهغی سيمې کوچنيان د Dental Caries او دنس د چنجيانو په ناروغۍ اخته کيږی.
کوبالت :
دا عنصر د B12 ويټامين په جوړښت کی ګډون لری او د وينې په جوړيدو کیهم پوره ونډه لري . دهغو سيمو په خاوره کی چی دا عنصر لږ وی د هغی سيمی غواوی او پسونه زيا تره د وينې په لږ والی اخته دی. دانسانانو له پاره هم د Polycythemic يا د وينې د سرو کروياتو د لږوالی په خاطر Cobaltous Chlorid توصيه کيږی.
منګنيز:
دا عنصر د انسان په وجود کی ١٠ ملی ګرامه وی . زيا تره برخه يی په پښتورګی او اېنه کی شته، په انسان کی د دی عنصر د لږوالی څخه تر اوسه پوری کومه ناروغی ثبت شوی نه ده.
المونيم:
د انسان په وجود کی دا عنصر ٥٠-١٥٠ ملی ګرامو پوری رسيږی. نوموړی عنصر د څارويو او بوټوپه زيا ترو حجرو کې ليدل کيږی. خو دهغه د ارزښت او اړتيا په باب تر اوسه پوری کومی څرګندونی نه شته . په موږ کا نو کی ثابته شوی ده، که چيری د المونيم کچه ډيره شی د Rickets ناروغی ورپيښيږی. ځکه د المونيم په اخسيتو سره د فاسفور اخيستنه لږيږی.
برومين:
د کولمو او اېنی په انزايمونو کی برخه لری، همدارنګه د شيدو څخه د لاس ته راغلی انزايم په ترکيب کی هم دا عنصر ونډه لری.
سيلينيوم:
دا عنصر د ساه اخيستنی دعمليې په انساجو کی برخه لری.
کارميم:
جست ته ورته کيمياوی ځانګړنی لری ، د پښتورګی د ساتونکی قشر څخه داسی پروتين لاس ته راغلی چی د Metallo protein په نامه ياديږی . د هغه په ترکيب کی په سلو کی ١،٩ کا رميم.: ٠،٦ جست او ٤،١ سلفر شته خو تر اوسه پوری د دې پروتينو بيولوژيکی اغيزه څرګنده نه ده.
کروميم:
د انسان په انساجو کی په خورا لږ ه کچه شته او دری ولانسه کروميم د انزولين سره ګډ په وجو د کی د ګلو کوز څخه د ګټی اخيستنی دنده سر ته رسوی.
د پورتنيو يادونو څخه څرګنده شوه چی د منرالی اوبو معدنی مواد د انسان په وجود کی څومره لوی نقش لری او که د طبيعت دغه لوی او شفا ورکونکی نعمت ته ژور پام وشي ، نو د دغو اوبو هر ډول د بيلو بيلو ناروغيو له پاره اغيزمن درمل ګڼل کيږی. منرالی اوبه راز راز ناروغی لکه رومايتزم، د مفصلونو پړسيدل، د اينی د پوټکی، د زړه ناروغی، د معدی التهاب، د کولمو التهاب، اګزماټپونه، نسا يی او داسی نوری په ښه توګه درملوی. په وروسته پاتې هيوادونو لکه افغانستان کی چی له بده مرغه زيات انسانان په ناروغيو کی زيږی اوپه ناروغيو کی مري که چيرې د منرالي اوبو څخه په طبابت کی د فيزيکی تداوی په بڼه ګټه واخيستل شی دا به زموږ دبې وزله ولس سره ستره مرسته وي . اوکه دنړی د نورو هيوادونو په څير د منرالی اوبو د لويو چينو او کانو نو څنګ ته در ملی هوسا ينځي او روغتونونه ودان شی نو زموږ ولس به وکولی شي په ارزانه او وړيا توګه د خپلو ناروغيو درملنه وکړي .