·                   د زلزلې  کچه (  اندازه  ) :

 د لومړي ځل له پاره ( ١٩٠٢ م )  کال کې ايټالوي زلزله پوه  مرکالي ( G. Mercalli )دزلزلو د ورانيو  کچه په په يو جدول کې ترتيب کړه چې د مرکالي جدول په نامه ياديږي . ددې جدول له مخې زلزلې شدت  د ( ١_ ١٢ ) بالونو ( درجو ) پورې ښودل شوې و خو  په ورستيو وختونو کې ، زلزله د ريختر په مقياس اندازه کيږي . ريختر  ( Ch.richter  )  چې ځنې يې ريشتر هم بولي يو امريکايي زلزله پوه و چې د لومړي ځل له پاره يې په
 ( ١٩٣٥ م ) کال کې  دا کچه را منځ ته کړه او اوس د هغه په نامه ياديږي

.د ريختر په مقياس زلزله د ( ١_٩ ) درجو پورې پيښيدای شي .  په دې مقياس کې د زلزلې د لويوالي او کوچنيوالي اندازه د زلزله سنج له مخې تر لاسه کيږي . د ريختر مقياس لوګارتمي دی . يعنې د ريختر په مقياس کې د يو واحد زياتوالی د څپې ( موج ) په لمنه کې د لسو واحدو زياتوالی را په ګوته کوي . يا په بل عبارت : د څپې لمنه د ريختر په مقياس ٦ زلزله کې لس برابره د
( ٥ )  ريختري زلزلې د څپې د لمنې سره ده .او د ٧ ريخترې زلزلې د څپې لمنه د  ٥ ريخترې زلزلې د ١٠٠واحده  سره برابره ده . او د ازادې شوې انرژۍ مقدار په ٦ريختري زلزله کې ٧،٢١ځلې.د(  ٥ ) ريختري زلزلې څخه زيات دی .

تراوسه پورې دځمکې په کره کې  د ريختر په مقياس ٩ درجې زلزله نه ده راغلې . د ځنو احصايو له مخې په هر کال کې کې د ريختر په مقياس ( ٣_٤ ) درجو زلزلو شمير ٥٠ زرو ته رسيږي چې له نيکه مرغه دا زلزلې د ځان سره  زياتې ورانۍ نه لري .

په هر کال کې په زرګونو زلزلې راځي چې له هغې جملې نه ، په تقريبي توګه ويلي شو د ( ٤_٥ ) په مقياس د زلزلو شمېر ٦ زره ، د ( ٥_٦ ) زلزلو شمېر ٨ سوه اود
 ( ٧_٨ ) درجو زلزلو شمېر  ٢٠ ته رسيږي چې له
 بده مرغه دازلزلې  ډيرې ويجاړونکې وي او د زرګونو انسانو د مړينې او ژوبلې سبب ګرځي .

هغه زلزله چې د 2005 م کال د اکتوبر په ٨ نيټه د پاکستان د کشمير په مظفر اباد کې وشوه او څه نا څه په کې ٨٠٠٠٠ کسان ووژل شول د ريختر په مقياس ٧،٦ درجې وه .همدارنګه ويلی شو چې په کال کې  تقريبا يوازې يوه زلزله د ( ٨_٩ ) درجو پورې  منځ ته راځي چې له نيکه مرغه تر اوسه د ځمکې په کره کې د ريختر په مقياس د ٩ درجې زلزله نه ده راغلی .