• زلزله څه  شی دی ؟

 د ځمکې لړزيدو او ريږديدو  ته زلزله  وايي که چا  په ژوند کې يو ځل  زلزله ليدلی وی نو هغه شيبه به يې هيڅکله  له ياده ونه وځي چې ځمکه يې څنګه د  يو توپانی سمندر غوندې تر پښو لاندې لړزيده. او دی د يوې سختې ويرې او ډار سره لاس اوګريوان و. خو که دغسی يوه زلزله چا نه وي ليدلی نو هغوي د ويرې او  ډار احساس نه شي کولی

·        دزلزلې دپيدا کيدو  لاملونه  :

په ټوليزه توګه  د زلزلې دراتګ لاملونه ډير دي ، ځکه هرهغه څه چې د ځمکې د لړزيدو  سبب شي د زلزلې لامل ګڼل کيږي . دا که په سرک د يو بار لرونکي موټر د تيريدو له امله وي او که د  انسان په وسيله د اتومي بمب چاودنه  وي . خو موږ دلته په هغو مصنوعي زلزلو نه غږيږو چې د انساني فعاليتونو  په نتيجه کې منځ ته راځي ، بلکې غواړو يوازې د زلزلې په طبعي لاملونو لنډه رڼا واچوو . دزلزلې طبعي لاملونه  هم زيات دي خو موږ په ټوليزه توګه دلته په درې لاملونو غږيږيو :

١   دځمکې دپوړونوسملاسي لويدنه : د ځمکې دپوتکي (قشر ) په هغوسيمو کې  چې لاندنې پوړونه
( طبقې ) يې  د ګچو ، اهکو او مالګو څخه جوړ وي، د وخت په تيريدو، هغه  ورورو  ترځمکې لاندې اوبو کې حل کيږي ، داچې ترځمکې لاندې اوبه تل متحرکې وي   په پايله کې  په نوموړې سيمه کې  لومړی يوه تشه
( خاليګاه ) را منځ ته کيږي چې وروسته  بيا ورورو پراخيږي . هر څومره چې دا تشه پراخوالی مومي ، د پورتنيو پرتو پوړونو دوزن او فشار په وړاندې يې وړتيا کميږي ، چې بلاخيره  په هغې تشه کې  د سملاسي سقوط او لويدنې  عمل رامنځ ته کيږي . همدا سملاسي لويدنه دزلزلې ټکانونه  منځ ته راوړي . عموما دا ډول زلزلې  سيمه ايزې ، سپکې او کمې وي او دځمکې د کرې دټولو زلزلو په سلو کې ٣جوړوي.

٢_ اورشنونکي  ( اتشفشان )لامل :   د ځمکې په تل کې ټول شته   مواد د يوې غليظې او ټينګې سوزونکې مايع په بڼه شتون لري . د ځمکې له مخ نه د سلو کيلو مترو په ژوروالي ، ددې اوبلنو موادو  د تودوخې درجه د سانتيګراد د 1200_ 1400 درجو پورې  رسيږي . خودځمکې په تل کې همدا تودوخه بيا د سانتي ګراد 6700 درجو څخه هم زياته وي . د ځمکې پيژندنې په علم کې همدې اوبلنو سوزونکو مواودو ته ( مګما ) وايي . که همدا مګما د ځمکې سرته ورسيږي نوبيا د
( لاوا ) په نامه ياديږي .

د ځمکې  په هغې برخو کې چې  پورتنی فشار کم شي دغه سوزونکي اوبلن مواد د درزونو او چاودونو له لارې  ، د تل څخه د ځمکې د مخ په لور حرکت کوي او کله چې دځمکې پرمخ د لومړي ځل پاره ( لاوا )  فوران يا دارې وهي نو  د يوې سختې چاودنې ( انفجار ) په بڼه وي . چې په پايله  کې د هغې  ټولې سيمې د لړزيدو سبب ګرځي .

 د ځمکې د کرې په هغو سيمو کې چې اور شيندنې  زياتې وي ، دغه ډول زلزلې ورسره هم  تل ملګرې وي .  په ټوليزه توګه دا ډول زلزلې دشمير له پلوه کمې وي او د ځمکې د کرې د ټولو زلزلو په سلو کې ٧جوړوي .

٣ _ تکتونيکي لامل  : د ځمکې په کره کې د ټولوزلزلو په سلو کې ٩٠ زلزلې تکتونيکي لامل لري چې د ځمکې د داخلي يا دنننيو قواو په پايله کې منځ ته راځي .د تکتونيکي زلزلو مهم لامل هغه سخت بدلونونه يا تغييرات دي چې د ځمکې په پوټکي ( قشر ) کې منځ ته راځي .د بيلګې په تو ګه : کله چې د ځمکې لاندې ، د نويو غرونو د لړۍ د جوړښت پړاو پيل کيږي نو د ځمکې داخلي يا دنننی قواوې د ځمکې په پورتني  برخې  زور راوړي اوپه نتيجه کې د ځمکې په  قشر کې کوږوالی ( انخنا )  را منځ ته کيږي اودډبرو بيلا بيلې کتلې يو د بل په وړاندې په حرکت راولي .

 د ځمکې پورتنی قشر ددغه ډول فشارونو په وړاندې الاستيکي خاصيت لري يعنی  تر يوې اندازې دغه فشارونه زغملی شي او توليد شوی انرژي په خپل ځان کې  زيرمه کولي شي  .خو باالاخره داسې وخت هم  رارسيږي چې د ډبرو پورتنی کتلې نه شي کولی نور د داخلي قواود فشار  په وړاندې مقاومت وکړي ، په پايله کې دځمکې لويې لويې کتلې چې په ميلياردونو ټنه وزن لري ماتې او يو له بل نه لرې کيږي . په دې پړاو کې زيرمه شوې انرژي ازاديږي او د ځمکې په کره کې د سختو ټکانونو يعنې د زلزلو د راتلو سبب ګرځي  .

.نن ورځ يو شمير پوهان په  دې نظر دي چې د ځمکې دکرې  پاسنۍ برخه په څو پليټونه (پاڼو ، صفحو ) ويشل شوی چې د يخ د ټوټو په څير تل د لامبو په حال کې وي ، کله چې دغه پليټونه يو دبل سره ټکر کوي نو په نتيجه کې زلزله ورنه منځ ته راځي .د ځمکې پرمخ ددغسې پليټونو شمير 7 ته رسيږي .

 

  • د زلزلې مرکز :

په کوم ځای کې چې زلزلې  لومړی  حرکت منځ ته راځي  همغه ځای د زلزلې د مرکز په نا مه ياديږي .د ځمکې په دننه کې همدا مرکز د (  ايپي سنټر)  او د ځمکې په سر د( هايپو سنټر ) په نامه ياديږي . هر څومره چې د زلزلې څپې د مرکز نه لرې کيږي، همغومره يې سختوالی يا شدت کميږي .د زلزلې مرکز د ځمکې له مخ نه تر ٨٠٠ کيلو مترو ژوروالي پورې موقيعت لري . زلزلې د مرکز د موقيعت له مخې، په لاندې ډولونو ويشل کيږي :

_ برسېرنې ( سطحي )  زلزلې : هغه زلزلې دي چې مرکز يې د ځمکی له مخ نه تر  ( ١٠) کيلومترو ژوروالي  پورې وي . ددې زلزلو احساس يوازې په همغې سيمه کې محسوسيږي . د ١٩٤٤م کال کې ازبکستان دپلازمېنې تاشکند مشهوره زلزله دهمدې ډول زلزلو څخه وه چې په پايله کې د تاشکند ټول ښار دخاورو په ډيرۍ بدل شوخو ددې ښار نه بهر هيچا احساس نه کړه .

_ عادي زلزلې : ددې زلزلو مرکز د ( ١٠_ ٦٠) کيلو مترو ژوروالي پورې رسيږي .

منځنۍ زلزلې : مرکز يې د ( ٦٠ _ ٣٠٠ ) کيلو مترو په ژوروالي کې پروت وي .دا ډول زلزلې تقريبا په ټوله قاره کې احساسيږي .

ژورې زلزلې : هغه زلزلې دي چې مرکز يې  د
( ٣٠٠_ ٨٠٠ ) کيلومترو په ژوروالي کې پروت وي .دا ډول زلزلې ډيرې کمې وي

·       د زلزلو شمير :

 د ځمکی په خاورينې کره کې په منځنی توګه  په هرو٣٠     ثانيو کې يوه زلزله پيښيږي خو ځنی يې دومره سپکې وي چې انسان يې نه شي حس کولی او يوازې د زلزله سنج په وسيله ثبت کيږي.

په توليزه توګه د ځمکی په کره کې ،  هر کال د يو مليون په شاوخوا کې زلزلې راځی ، يوه يا دوه يې دومره سختې وي چې د زرګونو انسانانو د مړينی او ژوبلې سبب ګرځي.