د کاربن څخه کانکرېټ
د کاربن څخه کانکرېت او د ټوکر (کپړی) څخه کانکرېټ لکه د فولاد لرونکي کانکرېټ (اهن کانکرېټ) په شان مصنوعيي ساختماني ماده ده. په خاصه توګه ګډ (ترکيبي) ساختماني ماده ده. دا د دوه ترکيبي اجزأو څخه، چې کانکرېټ او د کاربن څخه د ټغر يا پوزکي او د لرګي يا ميلې په شکل جوړيږي.
د فولاد لرونکي کانکرېټ (اهن کانکرټ) په خلاف توپير سره، کوم چې په فولادو مجهز شوی دی،د کاربن کانکرېټ د رسۍ يا لرګي په شکل د کاربن د تارونو څخه جوړيږي. دلته د کاربن څخه مجهز شوې مادې چې کار اخستل کيږي، د راښکنې (کشش) قوه يې تقريبان 3000 N/mm2 دی، او دی سره نظر د معمول په فولادو محهز شوي چې (تقريباً 550 N/mm2) د راښکنې طاقت لري،زښت ډېر کم تجهيزونې څخه کار اخستل کيږي. ددې څخه د تيارو مخکې جوړ شوو ساختماني برخو نوی کوونې د پاره هم کار اخستل کيږي. دغه کانکرېټ ډېر مېده دانې لري او د قاعدې له مخې ډېر اوچته ټينګوالی لري،کوم چې دا د معمول نورمال کانکرېټ څخه فرق لري.
د کپړی يا ټوکر څخه جوړ شوي کانکرېټ کې د ټوکرانو تخنيک نه په منظم قاعدې استفاده کيږي. د تارونو د مادې په حېث قليايي مقاومت لرونکی ښيښې او کاربن تارونو سره مجهز کيږي. د کپړې څخه کانکرېټ د 1990 کال په منځ کې د المان په درېسدن (Dresden) او آښېن (Aachen) په پوهنتونونو کې جوړ شو.
د کاربن مجهزېدنه په ودانيو (ساختمان) کې د غوښتنې په خلاف کوم کيمياوي تړاو نه لري او مجور نه دی چې د فولادو سره مجهزېدنې په شان د زنګ وهنې په مقابل کې د څو سانتي متر په ډبلوالي په کانکرېټو وپوښل شي. د کاربن سره مجهز شوي کانکرېټ سره کېدی شي چې نري ساختماني برخې جوړې شي او جوړ شوي ساختماني برخو د پاره په کافي اندازه ساختماني مواد سپما شي.
په کاربن مجهزېدنه د لرګي او ټغر يا پوځکي په شکل دی.د کاربن لنډ تارونه په اوس وخت کې تش (صرف) غېر مهم اهميت لري او د کاربن کانکرېټ مفهوم نه ورکوي. د کاربن لرګي (ميلې) د تارونو په کلکولو پروسې سره چې ګرده عرضاني مقطع ولري په مختلفو قطرونو سره جوړيږي. تل ددې د سر سطح پروفيلي کيږي، ددې د پاره چې د کانکرېټ او د تجهيز تر منځ يو ښه د قؤی انتقال تر لاسه کړي. د جالۍ په ډول ټغري مجهزېدنه د ټوکرانو جوړېدو په پروسه کې جوړيږي، داسې چې ددې د مجهزېدنې علامه هم تل کپړه ورکول کيږي. دې سره مجهز شوی کانکرېټ د کپړې يا ټوکر کانکرېټ په حېث ښودل کيږي. د ټغر ډوله مجهزېدنه په مختلفو کپړه يي عرضاني مقطع سطحو او پراخو جاليو سره وړاندی کيږي. دا يو طبقه يي 2D او 3D مجهز شوي ټو ټو سره جوړول کيږي.
تاريخ
د کاربن کانکرېټ څېړنې بنسټ د کپړې کانکرېټ د څېړنې دی، چې دا د المان اتحادي جمهوريت په درېسدن (Dresden) او آښېن (Aachen) په پوهنتونونو کې د 1999 څخه تر 2011 پورې کلونو تر منځ شوېدی. دې سره لاس ته راغلي علمي پېژندې په عملي بڼه بدل شو. د دغې جامع يا وسېع کار نتيجې بنسټ د المان د کپړی کانکرېټ، د Tudailt e. V. (TUDATEX GmbH او CarboCon GmbH) دي. د ساختماني مادې څخه نيولی تر سر ته رسېدلي ساختماني برخو پورې د مکملې پروسې په عمل بدلونه اوس شروع شوی او د 2014 کال راپدی خوا په المان کې د „C3- Carbon Concrete Composite“ لوی څېړنيز ساختماني دستګاه په حېث کار کوي.
کار اخستنه (استعمال)
د کاربن کانکرېټ څخه کېدی شي چې په دوه ساحو کې کار واخستل شي؛ په ترميمولو کې او د ساختماني برخو (پلونو، استوګنې او صنعتي ودانيو) په تقويه کولو کې او په نوي جوړونې (ساختمان) کې. د المان په Zwickau کې د يوې تارخي ودانۍ د بېلر ډوله بام او د يوې تارخي ودانۍ د ګمبځې په ترميمولو کې د کاربن کانکرېټ څخه کار اخستل شوی. همدارنګه په Uelzen کې دوه ډيپو (ذخيرې) تقويه شوي او يو بې استفادی د اورګادي د پټلۍ پول په fränkischen Naila کې ترميم شوی. دغه ماده د ودانۍ د مخ په سپکو تختو کې ټينګول کيږي. د کاربن کانکرېټ څخه پول په نړېواله سطح په Albstadt Ebingen کې وجود لري.
په فولادو مجهزېدنې مروجه نيمګړتيا ددې زنګ وهل دي. د کپړی کانکرېټ څخه په اول ځل په 1994 کال د المان په Dresden کې امتحاني کار واخستل شو. د 1999 کال راپدې خوا د دغې نوي ساختماني مادې پرمخ وړنه د المان په دوه څېړنيزې ټولنې (DFG) Deutschen Forschungsgemeinschaft په Dresden کې د خاص څېړنيزې څانګې (SFB 528) Sonderforschungsbereichen ( د Manfred Curbach په وينا؛ اساسي ټکی يا نقطه، تقويه) او په Aahen کې د خاصې څېړنيزې څانګې (SFB 532) (د Prof. Josef Hegger په وينا؛ اساسي ټکی، د ساختماني برخې نوې کوونه) په واسطه تقويه کوونې ته سرعت ورکړ. د Dresden په خاص څېړنيزې څانګې کې د ټولو نه وړاندې په ټينګو ساختماني برخو کې د کپړی کانکرېټ سره د ترميمونې او تقويه کوونې محراق جوړوي. د Aachen په RWTH کې د کپړی کانکرېټ د ساختماني برخې نوي کوونې د پاره په کار وړل کيده. د المان په Dresden کې په اول وار د اکتوبر په اوله 2007 کې د کپړی کانکرېټ د يو مرکز (DZT) Deutsche Zentrum Textilbeton بنسټ کښېښودل شو.
په کال د 2008 د سپتمبر په مياشت کې د TUDSAG په واسطه د المان د مارکې ورکوونې دفتر له خوا نه د TUDALIT مارکه ورکړل شوه. د TUDALIT مارکې حق ورکوونې سره د کپړی کانکرېټ توليدونه او په کار وړنه د هغې د مخلوطي موادو د اجزأو د پاره جنسيت، کوم چې د څېړنې له مخې د نورو ساختماني موادو سره د هغې ترکيب، د هغې د توليد معلومات او همدارنګه د هغې د ترميم او تقويې معلومات ورکړل شوی.
د TUDALIT د تاسيس په نتيجه کې د جنوري په 26 په کال د 2009 د اوسني 24 متحدينو سره د المان د کپړی کانکرېټ مرکز د TUDALIT مارکې سره جنس د کپړی کانکرېټ په نامه پېژندلی او د ترميم او تقويې د پاره کار ورڅخه اخستل کيږي. يو اوله عمومي ساختماني څارنې اجازې غوښتنه د المان د ساختماني تخنيک DIB په انستيتوت کې شوې. د کپړی کانکرېټ په اول قدم کې نظر د هغې سپکوالي ته د هغې زښت زيات د بار وړلو توان ښودل کيږي. علاوه ددې نه دا ځانته شکل ورکړل شوي طبقې او ساختماني برخو د توليد د پاره ډېر اوچت ښودل شوی دی، دا ډول چې ددې تنظيم تغير خوړونکی (قابل د انعطاف) دی او په اوله کې پلاستکي کانکرېټ د ټينګېدنې نه وروسته په هر شکل د خرابېدو څخه ساتل کيدی شي.
د کپړی کانکرېټ سره د کانکرېټي ساختماني برخو تقويه کوونه د حده ډېر د بار وړلو توان په زياتېدو راځي او ډېر جدي د مروج مېتود لکه د شيندونکي کانکرېټ يا په تارونو تقويه شوي مصنوعي موادو ځای نيونکی دی. دا علاوه د ډېر باروړلو څخه شکل بدلونې محدوديت او د درزونو کموالي يوه مثبته نښه ده. اجرأ شوي پروژې د Z. B. دي، کوم چې دا د المان په Schweinfurt اختساسي ښوونځي کې د لکچر د تمرين خونه، د يوې تاريخې ودانۍ بېلري بام او په Zwickau کې د تاريخي ودانۍ ګمځه ده. د کپړی کانکرېټ نه غېر ډا ډول اقدامات به ممکن نه وای.
نوي ساختماني برخو د پاره د کپړی کانکرېټ هم ډېر مناسب دي. لکه څنګه چې مخکې هم ورته اشاره شوې، دا ډول ساختماني ماده د ودانۍ د مخ سپکو تختو د پاره هم مناسبه ده. نورې د استفادې ساحې لکه د پورته انځور په شان سپک پلونه دي. په 2005 کال کې د کپړی کانکرېټ سره جوړ شوی نړيوال پول په Oschatz ايښودل شوی. دی ته زښت ډېرې جايزې ورکړل شوي، چې د هغې جملې څخه خاص Encouragement Awaed د fib (feseration internationale du beton) جايزه ده. د 2007 کال په مني کې د بايسکل او پښو تلونکو د پاره دوهم پول د 17 مترو په اوږودوالي په Kempten کې جوړ شوی، کوم چې د Oschatz پول په خلاف دا د واورې پاکونکي کاډو د تېرېدو توان هم لري. په فعلي وخت کې همدغه د کپړی کانکرېټ څخه نړېواله برخه يي اوږودترين پول دی. په اوس وخت کې اوږودترين د کپړی کانکرېټ څخه پول چې په 2010 کال نومبر کې په Albstadt Lauttingen کې تکميل شوی، 97 متره اوږودوالی لري چې د هرې پايې تر منځ فاصله يې تر 17 مترو پورې ده.
د کاربن يا کپړی کانکرېټ ګټې
د کاربن کانکرېټ ډېرې څرګندې ګټې د فولادو څخه کانکرېټ (اهن کانکرېټ) په خلاف دهغې خپل وزن دی او د امکان په صورت کې نري ساختماني برخې جوړول کيږي. دا چې د کاربن سره مجهزېدنه د زنګ په مقابل کې مقاومت لرونکی دی، دا کېدی شي چې دا د سرني سطح ته نږدی ځای په ځای شي، څه چې اساساً دا نري جوړونې او سپک کانکرېټي برخو جوړونه ممکنوي. د کاربن کانکرېټ د زښت ډېر باروړونکي په حېث او د حده ډېر خپل وزن يې کم
ښودل کيږي. کاربن نظر فولادو ته زښت ډېر سپک او شپږ واره د باروړلو توان لري.
د کاربن يا کپړی کانکرېټ نيمګړتيا
د کاربن کانکرېټ يوه نيمګړتيا دا ده، چې ورڅخه د بېرته کار اخستنې (Recycling)په اړه معلومات نه شته. د کاربن کانکرېټ په برخه کې د څېړنې له مخې د هغې نه بېرته کار اخستنه دا ډول ښودل کيږي، چې کاربن او کانکرېټ يو د بل څخه بېل شي، داسې چې دواړه برخې ځان ځان ته بېرته کار ورځنې واخستل شي. کانکرېټ د کانکرېټ په Recycling کې او کاربن د کاربن په Recycling کې، هلته کوم چې د سپورتي شيان، موټرونه، الوتکې (طيارې) او داسې نورو Recycling کيږي.
بله نيمګړتيا په اوس وخت کې ددې نه اتوماتيک کېدل دي.
لکه د نورو ټولو کاربن برخه لرونکو په شان د بېرته کار اخستنې خواصو خرابوالي سره هم دا يو اصلي نيمګړتيا کېدی شي. د فولادو کانکرېټ (اهن کانکرېټ) په ساده ډول د کانکرېټ په پاتې شوني کې او همدا رنګه د فولادو په پاتې شوني کې بېل (جدا) کيږي. د دواړو څخه کېدی شي چې بېرته ډېر ښه کار واخستل شي. د کپړی کانکرېټ د پاره، په خاصه توګه په کاربن کانکرېټ کې دا بل ډول ښکاري. دا چې کاربن د جوړونې (ساختماني) برخې په حېث دا لا نوی دی، نو ددې په برخه کې معلومات ډېر وخت غواړي نظر د فولادو کانکرېټ (اهن کانکرېټ) ته. دا عيناً لکه د يوې نوي وچې په شان منځ ته راځي.
انجينېر اسدالله ملکزی
ډېر د قدر وړ لوستونکو!
زما ټولې ليکنې د انځورونو سره دي، خو د بده مرغه زه دلته کوم امکان نه وينم چې دغه انځورونه هم زه په ليکه کړم. که زما د ليکونو هر مينه وال غواړي چې زما ليکنې د انځورونو سره ولولي،کولای شي چې ما سره د لاندې ورکړل شوي برېښناليک له لارې اړيکه ونيسي.
برسېره پر دې ماد ودانيو جوړونې په برخه کې درې کتابونه (د ودانيو دجوړولومهنډسي اساسات اول او دوهم ټوک، انرژي سپما کوونکې ودانۍاو د مهنډسانود پاره د باروړونکو برخو ساختماني ستاتيک زده کړه) هم ليکلي، چې دوه يې د ډېر قدر وړ او په وطن مين ډاکټر صاحب يحيی وردک په مرسته چاپ او په پوهنتونونو کې يې وېشلي دي او دريم کتاب هم په لاره دی. زه د ډاکټر صاحب وردک څخه يوه نړۍ مننه کوم او تل د لوی خدای (ج) څخه بريالی او سرلوړی غواړم.
ډېرو محترمو لوستونکو! که تاسې زما د کتابونو او ليکونو په برخه کې کومې پوښتنې لرۍ او يا کوم معلومات غواړۍ، کولای شۍ چې له ما سره د همدغې برېښنا ليک له لارې اړيکه ونيسۍ.
Assad46@gmx.net
ډېره مننه
انجينېر اسدالله ملکزی