د تایلنډ حکومت پلان لري په پلازمینه بینکاک کې د میشتو ټولو نارینه پناه غوښتونکو چې کڼ شمیر یې عیسویان دي، د اوسیدو ضمانت لغوه او هغوی توقیف خونو ته ولیږدوي.

نړیوالو څارونکو ادارو راپور ورکړې په دغه کسانو کې تقریبآ (۱۱۵۰۰) له پاکستان څخه تښتیدلي عیسوي مذهبه پناه غوښتونکي دي.

د تایلنډ حکومت وایي په دغه اقدام کې يې ماشومان، ښځې او هغه کسان چې له جدي ناروغیو سره مخ دي شامل کړي نه دي.

که څه هم دغه ټول کسان د ملګرو ملتونو د کډوالو کمشنرۍ سره راجستر شوي دي خو د کډوالو په وینا له دغه لارې په تایلنډ او یا هم کوم بل هیواد کې په رسمي ‌‌ډول میشتیدل آن تر ۵ کلنو پورې وخت نیسي.

د تایلنډ پر حکومت نړیوالې نیوکې دي چې له دغو پاکستاني عیسویانو سره چې د سخت دریځه اسلامپالو له ویرې دغه هیواد ته کډوال شوي سم چلند نه کوي.

د کډوالو مدافعین وایې د تایلنډ حکومت د دغه اقدام له لاری غواړي پناه غوښتونکو ته د توقیف خونو بد وضعیت وښیي او په یو ډول هغوی اړ باسي تر څو خپلو هیوادونو ته بیرته ستانه شي.