ل سوې دي. خو کروندګر او مالدرا بيا د بارانو او واورو اورښت ته ډېر خوشاله دي، چې سږ کال به کال به اباد وي د دوى حاصلات به د نورو کلونو په پرتله ښه وي.
د ايالت د مرکز کوټې تر څنګ په کاڼ مهترزي،کلا سيف الله، چمن، مستونګ، پښين، ږوب، بوري، مسلم باغ، هرنايي، موسى خېل، کلات او نورو سيمو کې د بارانو او واورو د اورښت له امله يخني ډېره زياته سوې او خلک په کوروکې بند پاتي دي. په چمن کې پر کوژک غره د واورې اورېدو له امله د کوټې او چمن تر منځ  لاره او په کاڼ مهترزي او زيارت کې بيا د کوټې، بوري او کلاسيف الله ترمنځ لاره تړل سوې ده، چې ورسره د تګ راتګ پر مهال خلک له يو شمېر ستونزرو سره مخامخ دي.
د يخني له زياتوالي سره هغه سيمې چې د ګاز اسانتيا نه لري، په کې د سون د توکو بيې هم لوړې سوې او د برېښنا نه شتون هم خلک له يو شمېر ستونزو سره لاس وګرېوان کړي دي.
که له يوې خوا وارو او بارانونو په ورځني ژوند کې د خلکو ستونزې دوه چنده  کړې دي خو بلي خواته يې دوى هيله من کړي هم دي چې سږ کال به د واورو اوبارانونو له امله  کال اباد وي اوحاصلات به ښه وي.
د ايالت د هواپېژندنې ادارې تر راروانو څو ورځو پوري د  بارانواوواوروداورېدواټکل کړى دى.