ولسمشر دغه امر وروسته له هغه وکړ، چې له تیرو څو میاشتو راهیسې دمیدان وردګو ولایت اوسیدونکو د ځانګړو امریکایي ځواکونو له ځورونو، وژنو، تښتونو او بندي کولو څخه پوزې ته راغلي وو.
د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي د کب په ۶مه، مازیګر ناوخته په یوه خبري غونډه کې وویل چې یو شمیر افغانان چې له امریکايي ځانګړو ځواکونو سره دندې لري، هغوی هم د خلکو په ځورونې کې ککړ دي.
هغه زیاته کړه چې له میدان وردګو څخه د ځانګړو امریکایي ځواکونو دویستلو پریکړه نن د ولسمشر کرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا په غونډه کې وشوه.
د نوموړي په وینا، ځانګړي امریکاي ځواکونه او دهغوی ځینې افغان ملګري په یاد ولایت کې د خلکو په ځورونې او وژنو کې ککړ دي.
د ولسمشر ویاند وایي چې د ملي امنیت شورا د ملي دفاع وزارت ته دنده وسپارله چې په راتلونکو دوو اونیو کې له میدان وردګو ولایت څخه ځانګړي امریکايي ځواکونه اوباسي.
هغه زیاته کړه چې د میدان وردګو ولایت د خلکو د ځان او مال دساتلو امنیت د هیواد د ملي امنیتي ځواکونو په غاړه دی او هغه خلک د قانون منګولو ته وسپاري چې د خلکو د ځورونې او وژلو کې ککړ دي.
دیادونې وړ ده چې نن هم د میدان وردګو ولایت د بیلا بیلو سیمو اوسیدونکو میدانښار ته په شکایت راغلي وو او ویل یې چې د ځانګړو امریکايي ځواکونو لخوا ځورول کیږي.
ویل کیږي چې امریکایي ځواکونو د کابل پوهنتون یو تن محصل چې کور ته راغلی و، تر تښتولو وروستو په داسې حال کې یې شکنجه کړی و، وواژه.
د ميدان وردګو ولايت د والي وياند عطاالله خوګياڼي د کب په ٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې سلګونه کورنۍ نه، بلکې ٢٧کورنۍ له يادو سيمو د ولايت مرکز ميدان ښار ته راکډه شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې نن د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي په دغه ولايت کې د يادې ستونزې د دايمي حل په موخه په کابل کې د ملي امنيت شورا په غونډه کې ګډون وکړ او هلته کلک ډاډ ورکړل شو، چې دغه ستونزه به حل شي.
خوګياڼي زياته کړه، چې والي د ملي امنيت شورا په غونډه کې له ګډون وروسته د ميدان وردګو ولايت له بې ځايه شوو او د بې ځايه کېدونکو کورنيو له غړو سره ټېلېفوني خبرې وکړې.
ده وويل، والي له هغو کورنيو، چې د ولايت مرکز ته راغلې دلته د پاتې کېدو او هغه کورنۍ چې د کډې کېدو هوډ يې کړى، په خپلو سيمو کې د پاتې کېدو غوښتنه وکړه.
د خوګياڼي په خبره، والي د سيمو خلکو ته ډاډ ورکړ، چې نور به دغې ستونزې ته د پاى ټکى کېښودل شي.
په کابل کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې دوى هم له تېرو څو اونيو راهيسې له دا ډول ادعاوو خبر شوي دي.
د دغو ځواکونو يوه وياند جيمز ګريبل پژواک اژانس ته وويل، چې دوى له خلکو سره د خپلو ځواکونو د نا سم چلند ادعاوې جدي نيسي.
خو تېره مياشت د ملي دفاع وزارت د هېواد د امنيت شورا ته دا ډول پېښې تاييد کړې وې او زياته کړې يې وه، چې له بهرنيانو سره کارکوونکي يو شمېر مجهول افغانان دغه خلک ځوروي.
د نا تاييد شوو معلوماتو له مخې، د روان کال په ترڅ کې د بهرنيو ځواکونو او وسلوالو مخالفينو د ځورونو او فشارونو له امله له ميدان وردګو ولايت څخه نهه سوه کورنۍ کډه شوي او د کابل په ګډون بېلابېلو سيمو ته تللې دي