images

د ختيځ زون د کرکټ بورډ رئيس قرار عزيزي وويل  په ننګرهار کې  د لسو سيمه ايزو رسنيو ترمنځ  دفساد سره د مبارزې ترنامه لاندې د کرکټ پيل شويو دولس اوريزو سياليو په لړ کې  سپين غر راډيو ميني راډيو  په شپږو منډو ماتې ورکړه.

عزيزي زياته کړه : دلوبې ټاس سپين غر راډيو وګاټه او خپله يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، سپين غر راډيو  د نهه لوبغاړو په سوځېدو  په دولس اورونو کې درې نوي مندې جوړې کړې.

د نوموړي په وينا په ځواب کې مينه راډيو په دې ونه توانيده چې ټاکلى هدف پوره کړي  د پنځو لوبغاړو په سوځېدو يې  اوه اتيا منډې جوړې کړې او دغه سيالۍ يې په شپږو منډو سپين غر راډيو ته وبايلله.

ددغو سياليو په لړ کې به د دوشنبې په ورځ  اصلاح غږ راډيو د کليد پر وړاندې او د سې شنبې په ورځ به د ننګرهار ملي راډيو تلويزېون د کرکټ لوبډله د سپين غر راډيو پر وړاندې  د جلال اباد ښار د سراج العمارت بڼ په ورزشي لوبغالي کې مخامخ شي.

يادونې وړ ده دغه سيالۍ د ختيځ زون د کرکټ بورډ په نوښت  د لسو سيمه ايزو رسنيو او د ژورنالستانو خپلواکې ټولنې او فلمي ستورو لوبډلو په ګډون پيل شوې دي