ته لارښونه کړې ده؛ چې په عاجله او جدي توګه په ايران کې د افغان زندانيانو د اعدام موضوع وڅيړي.
هغه ويلي چې (( د افغانستان د اسلامي جمهوريت حکومت په ايران کې د افغانانو د اعدام له موضوع خبر سوى دى او موږ دا موضوع په جدي توګه تعقيبوو.
د ايمل فيضي د معلوماتو له مخي چې همدا نن ولسمشر په ايران کې د افغان زندانيانو د اعدام او په دغه هيواد کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د چارو ادارې او د بهرنيو چارو وزارت ته لارښونه کړې ده؛ چې دا موضوع ژرترژره او په جدي توګه وڅېړي او له ډيپلوماټيکو لارو د ايران له حکومت سره په تماس کې سي.))
ددي سره په يوه وخت کې د بخښنې په نړيوال سازمان کې د افغانستان څيړونکي حوريه مصدق په ايران کې د افغان زندانيانو اعدامول غير انساني عمل ګڼي او وايي، چې افغان حکومت بايد په ايران کې د خپلو اتباعو له حقونو جدي دفاع وکړي.
نوموړې وويل، په ايران کې د افغانانو په محاکمه کې شفافيت نسته او افغان زندانيان د نورو حقونو سربيره د مدافع وکيل له لرولو هم محرومه دي.
د بخښنې د نړيوال سازمان په وينا، دا مهال شاوخوا درې زره افغانان په ايران کې د اعدام له سزا سره مخامخ دي.
دا موضوع وروسته له هغي راپورته سوه کله چې د افغانستان د تخار ولايت لس تنه خاورو ته وسپارل سول او دا کسان په ايران کې اعدام سوي ول.