217

چارواکي وايي، چې د لوګر د مرکز اړونده سيمه کې د عام نظم پوليسو پر دغه مرکز بريد کې مرګ ژوبله اوښتي ده.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالصبور نصرتي وايي پېښه نن سهار شاوخوا ٨ بجې د پل علم اړوند د جمعه کلا په سيمه کې رامنځ ته سوه.

د هغه په وينا، د لومړيو معلوماتو له مخې په پېښه کې د عامه نظم پوليسو يو سرتېرى وژل سوى او دوه نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه بريد د يو سوپر کېشټم موټر په واسطه ترسره سوى، چې له چاودېدونکو توکو ډک و او په خپله موټر چلوونکى هم وژل سوى دى.

ها خوا وسله وال طالبان وايې چې په دي پېښه کې چې د يوه ځانمرګي موټر بم له لوري سوى پر مهال يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولي ده.

د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له لوري په خپره سوي خبرپاڼه کې ويل سوي چې په دي پېښه کې يې تر شلو زيات کسان وژلي دي او ګڼ نور يې ژوبل کړي دي.