ويل کيږي چې د افغانستان په مرکزي ولايت لوګر کې د چک جمهوريت د ولايتي بيارغوني د ډلي وروستى ټيم هم له سيمي وتلى دى.250px-Ez-map

د رسنيو د راپور سره سم چک جمهوريت د ۲۰۰۸ کال په مارچ مياشت کې لوګر ولايت ته د ولايتي بيارغونې ټيم استولي ول.

په لوګر ولايت کې د چک جمهوريت د ولايتي بيارغونې د ډلې قومندان ډګروال يوزيف کوپيڅکي وايي چې په لوګر کې د دوي لپاره تر ټولو لوي خطر راکټي حملې وې.

کوپيڅکي وويل، چې له دې ټولو ستونزو سره سره د افغانستان د حالاتو ښه کېدو ته خوشبين دي او تمه لري چې دا هېواد په د سمون پر لوري ولاړ سي.

که څه هم په افغانستان کې د ولايتي بيارغوني ټيمونه تر ډېره بريده د بيارغوني په برخو کې کارونه کوي ولي په سيمو کې تري يو شمېر ولسي افغان خوښ هم دي.