دا په افغانستان كې د امنيت لپاره د دوى د هڅې يوه برخه ده او له دې لارې غواړي افغانستان په دې قانع كړي چې امريكا او ملګري هېوادونه به يې دغه هېواد هيڅكله په ۲۰۱۴ كال كې د بهرني جګړه ييز ځواك له وتلو وروسته يوازې پرېنږدي.
كه ناټو دا بدلون ومني، نو له دې سره به امريكا او ملګرو هېوادونو يې كلنى لګښت له دوه بليونه ډالره نور هم زيات شي، په داسې حال كې چې كثره دغه هېوادونه له مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
خو په تېر مې مياشت كې ناټو پر دې هوكړه وكړه چې د افغان امنيتي ځواكونو شمېر به ۲۳۰۰۰ ته راټيټوي چې لګښت به يې له ۲۰۱۴ كال وروسته ۴،۱ بليون ډالر وي. خو سږكال ۶،۵ بليونه ډالر د ۳۵۲۰۰۰ افغان امنيتي ځواكونو د تمويل لپاره په كار دي او د امريكا متحد يالتونه له دې څخه ۵،۷ برابروي.
د ناټو تړون يو لوړپوړي چارواكي له نومښودنې پرته ويلي چې د يو لوى شمېر افغان امنيتي ځواكونو ملاتړ به د دوى د باور سبب شي او له دې سره به دا خبره روښانه شي چې ناټو له افغانستان سره اوږدمهالو اړيكو ته ژمنه ده.
د ناټو عمومي مشر جنرال پوګ راسموسن هم په دې اړه د غور پخلى كړى دى: ((زه باوري یم چې موږ به ۳۵۲۰۰۰ افغان امنيتي ځواكونو د شمېر د مالي ملاتړ وړتيا ولرو.))
دى زياتوي چې افغانان په يوازې ځان د دوى شمېر ځواكونو لګښت نه شي پوره كولاى، له همدې امله نړيواله ټولنه د دوى د تمويل مسووليت پر غاړه لري: ((د اقتصادي ليدلوري له پلوه به د دې پر ځاى چې په افغانستان كې ډېر بهرني ځواكونه وي، د افغان امنيتي ځواكونو لګښت لږ لګښت وغواړي.))
خو دا به ستونزمنه وي چې دا استدلال د امريكا په ګانګرېس كه ومنل شي، ځكه چې هلته پر دې ناندرۍ روانې دي چې څنګه د امريكا مالي بحران حل شي.
د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه كې افغان جګړې په پرمختګ او له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكو پر وتلو بحث روان دى، په داسې حال كې چې د امريكا ولسمشر څو ورځې وړاندې اعلان وكړ چې د روان كال تر پايه به ۳۴ زره امريكايي ځواكونه له دغه هېواد څخه باسي.
د ناټو نور غړي هېوادونه هم افغان جګړې ته خپله ژمنتيا ارزوي او د دې لپاره سره راټول شوي دي چې خپل ملګري دې ته وهڅوي چې له ۲۰۱۴ كال وروسته د افغان امنيتي ځواكونو د مشورې او روزنې هڅې جاري وساتي.
خو د ناټو يوه چارواكي ويلي چې د راتلونكي په اړه بې باوري په افغانستان كې د اندېښنې سبب شوې.
اسوشيټيډ پرېس په يوه تبصره كې ليكي، افغانانو تراوسه له افغانستان څخه د روسانو له وتلو وروسته وخت نه دى هېر كړى او دا يې هم له ياده نه دي وتي چې امريكا د شوروي ضد ملېشه وو ملاتړ ته شا كړه چې بالاخره د طالبانو راتګ ته لار هواره شوه او هغوى بيا القاعده ته زمينه برابره كړه چې له افغانستان يې استفاده وكړه او د يوولسم سپتمبر پېښه يې رامنځ ته كړه.
اوس هم ډېرى افغانان په دې باور دي چې كېداى شي امريكا يو ځل بيا افغانستان يوازې پرېږدي، په داسې حال كې چې يو شمېر بيا داسې ګمان كوي چې امريكايان هېڅكه افغانستان نه پريږدي.
خو ياد چارواكي ويلي، دا ډېره مهمه خبره ده چې افغانانو ته وښودل شي چې ناټو به له ۲۰۱۴ كال وروسته هم د دوى ملاتړ جاري ساتي، په داسې حال كې چې افغان امنيتي ځواكونه به د هېواد امنيتي مسووليتونه پر غاړه لري.
دى زياتوي چې افغان پوځيان اندېښنه لري چې كه د دوى شمېر كميږي، نو له دې سره به له ۲۰۱۴ كال وروسته دوى يو شمېر هم له دندو ګوښه كړل شي، له همدې امله كېداى له دوى سره دا فكر نه وي چې غوره پياوړي پوځي واحدونه جوړ كړي، بلې له دوى سره دا سوچ وي چې څنګه پيسې لاسته راوړي او خپلې كورنۍ تمويل كړي: ((د راتلونكي په اړه د افغان ځواكونو ډاډه كول به دوى دې ته وهڅوي چې راتلونكې ۲۳ مياشتې له خپلو ملګرو سره په ښه توګه تېرې كړي.))
د يادولو ده چې د مسووليتونو د لېږد پروسه روانه ده او افغان امنيتي ځواكونه د خپل هېواد ۹۰ فيصده امنيتي مسووليتونه پر غاړه لري چې له دې سره د بهرنيو ځواكونو په مرګ ژوبله كې د پام وړ كمښت راغلى دى او يوازې اته بهرني ځواكونه چې درې يې امريكايان دي، په روان كې وژل شوي دي.