هيڅکله غيري حاضري نه کوي او غواړي، چې په راتلونکي وخت کې يوه تکړه ښوونکې ورڅخه جوړه شي.
دا ماشومه وايي، نور ماشومان هم بايد وړکتون ته ولاړ شي، د مور، پلار او معلم صاحب په قول وکړي.
دا چې دغه ماشومه نور څه وايي؟
راشئ ! په دې ګڼه کې به يې سره ولولو.
زما نوم مينه ده ، زه د پنځو کالو يم
زه دوه وروڼه لرم، يو ترما غټ دى نوم يې نذير احمد دى او بل زما کوچنى ورور دى نوم يې ميوند دى .
زه پر پلار ډېره ګرانه يم.
هر سهار وړکتون ته ځم ، په وړکتون کې معلم صاحب موږ ته الف او بې راښيي.
يو ګړى سبقان وايو ، يو ګړى بيا په ناوکيانو بازۍ کوو.
زموږ معلم صاحب وايي، چې کورته ولاړ شئ، مور او پلار ته سلام واياست.
زه هم په کور کې خپل مور او پلار ته سلام وايم.
زه ، چې کور ته راشم ، شيطان نه کوم ، خپل کورنى کار ليکم.
زما پلار وايي، چې ته غټه شې، د خپلو خوندو سره به ښوونځي ته ځې.
زما تر پنځو پورې حساب زده دى ، د اسلام پنځه بناوي مې زده دي او دوې ترانې مې زده کړي دي .
زموږ معلمه وايي، هر وخت، چې ډوډۍ خورۍ ، لاسونه مينځئ.
هر سهار، چې مور زما مخ او لاسونه را مينځي ، زه نه ژاړم.
زه خپل کالي نه خېرنوم، په خاورو کې بازۍ نه کوم .
زموږ معلم صاحب وايي، څوک، چې په خاورو کې لوبي کوي، ناجوړه کېږي.
مينه وايي، چې زه غټه شم، معلمه کېږم او نجونو ته به سبقان وايم.
دا له نورو ماشومانو څخه هم غواړي، چې خپل مور او پلار په عذاب نه کړي، له خپلو کوچنيو خويندو او وروڼو سره جنګ ونه کړي.
ګرانو ماشومانو ! تاسې ولوستل ، چې مينه څومره هوښياره او ځېرکه نجلۍ ده، خپل وړکتون ته پر وخت ځي او له وړکتون څخه پر وخت خپل کورته راځي.
کله چې کورته راشي، کورنى کار ليکي او شيطاني نه کوي.
تاسې هم بايد د وړکتون او ښوونځي لوستونه زده کړئ، د مور ،پلار او نورو مشرانو نصحتونو ته غوږ ونيسئ.
که چېري تاسې په کوڅو کې يوې او بلې خواته پر سړکانو ګرځئ، نو خداى مه کړه موټر مو وهي.
ګلاليو ماشومانو! تاسې ته هم په کار ده، چې خپل وخت پېځايه تېر نه کړئ او د ښوونځيو درسونو ته چمتووالى ونيسئ.