که زه شم ستوری
اوس خو ماشوم يم
که زه راغټ شم
که ژوندي پاتې شم
له جنګه ووځم
او زما دمينی غونډاری پسرلنی غوټی
دهوس داميدونو بنډار
هلته به وخاندی څی
دا ټول داسمانونو
دهندارې ګردونه
د درديدلی مځکی
او په وينو لړلي کاڼی بوټي
اوجنګ وهلی رټيدلی
دمځکی دمخ ماشومان
دخلکو داپټي ګونګسې
دادژړا ګونګي غږونه
له سلګيو ډکی سترګی
زه او دښکلا دماشوم توب مينه می
له نورو ستوروسره
په ښو خبرو سره
دسولی ټال کی
وزنګوم وخندوم
اوبيا هغوي
دښکلی رڼاپه لاس کی
په امانت سره يې ورکړم
او زه له ورا ورته وګورم
ددوي رڼی اوموسکا څيري
ځان خواته
دمينی خيال ته
راوهڅوم
ويزنګوم
او مخونه يې
له سپيروخاورو
په ښکلی وريښمين دستمال
دماشتوب په سپيڅلی لاس
پاک او په خندا کړم
او بيا زه ورته
په تخنيدوشم
او په
کټ کټ شم
اوبيا په رڼا کی
روښانه او دمينی په خيال کی
نوي ډيوي
روښانه روښانه
وړانګی وړانګی او
سپرغی سپرغی کړم
په خبرو يې په خندا کړم
دزخمونو ملهم شم
اوښکی کړم وچی
داژړغونی
له ژړا ډکی سترګی
وخندوم
په ناز يې پوه شم
زه به هماغه شم
څی ستوري غواړی
که ژوندی پاتی شمه
دی دنياګی کی
مزی د سولی به شم