۲- اولاد هېڅکله قتل او ضاېغ نه کړی دمور په ګېډه کې ېا ورسته تر پېداکېدو دحماقت ،بی احتېاطی ېا فقر او اقتصاد له وجی چه دغه ډول عمل بدترېن سخت زړېتوب دی قرانکرېم په دی اړه لارښونه کوي : قَد خَسرالّذينَ قتلوااولادهم سفهاً بِغير علم (الانعام).
((هغه کسان په بی اندازی زېان کې دي چاچې خپل اولاد په نا پوهی کی دخپل حماقت له امله وواژه )) . همدارنګه بل ځای فرمايی :وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُم إنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْءًا كَبِيرًا (بني اسراٹل ۳۱ ).
((اوخپل اولاد دفقر اولوږی له وېری مه وژنئ ،مونږ به هغوی ته هم روزی ورکوو او تاسی ته يی هم درکوو،رښتېا داده چې داولاد وژل ډېره لوېه ګناه ده)) .
۳- له زېږېدو ورسته کوچنی ولمبوی په ښی غوږ کې آذان او په ګېڼ غوږ کې يې اقامت ووايې .کله چه حضرت حسېن وزږېد نو نبی صلی الله علېه وسلم دهغه په غوږونوکې آذان اواقامت وواېه (طبرانی ).
همدارنګه له آذان اواقامت ورسته په کوم نېک سړی ېا ښځه خرما وژوی او دکوچنی له تالو سره يی ولګوی او دخېروبرکت دوعا ورته وکړی.
دحضرت عاېشی رضلی الله عنها رواېت دی :چی نبی صلی الله علېه وسلم ته به کوچنېان راوړل کېدل ،هغه به ژول شوی خرماوی په خوله کی ورکول اودخېربرکت دوعا به يی ورته کوله .(مسلم ).
۴- په اوومه ورځ عقېقه وکړی دهلک له لوری ېو يا دوه ګډوری (څيرلی ) دنجلی له لوری ېو ګډوری حلال کړی ،همدارنګه به دکوچنی وېښتان کل کړی اوله وزن سره سم سره ېا سپين زر خېرات کړی ،او په همدی اوومه ورځ يا داووکلونو په عمر کی دننه ختنه يا سنت کړی ،اوهمدارنګه دهغه لپاره ښه اسلامی نوم وټاکی .
نبی صلی الله علېه وسلم وېنا ده :په اوومه ورځ دماشوم لپاره نوم وټاکی ،اودهغه ويښتان وخريی اودهغه له لوری عقيقه وکړی (ترمزی).
۵- اولاد مو چه کله په خبرو پېل کوی لومړی ورته د نبی صلی الله علېه وسلم ددی ارشاد مطابق چی فرمايی :کله مو چی اولاد په خبرو پيل وکړی نو لومړی ورته لااله الاالله زده ګړی بېا پروا مه کوی چی کله مری اوچه کله يی دشېدو غاښونه وغورزی نو دلمانځه حکم ورته وکړی (ابن سنی).
۶- دکوچنېانو له ويرولو ځان په کلکه وساتی دکوچنيوالی دا ويره تر پای پوری په دوما غ کې حاکمه وي او داسې کوچنيان دکومی ستری کارنامی دسرته رسولو وړنه پاتی کېږي.
۷- دکوچنېانو له رټلو په هغوی له ظلم ځان وساتی ،اوتل له اولاد سره مېنه شفقت اونرمی کوی .
اقرغ ابن حابس( رض) نبی صلی الله علېه وسلم په خدمت کې حاضر شو دامهال حضرت محمد صلی الله علېه وسلم له حضرت حسن (رض) سره مېنه کوله ،اقرغ چه اولېده حېران شو، ووېل ېا رسول الله تاسې هم له کوچنېانو سره مېنه کوی ،زما خو لس ځامن دي مګر ما خو هېڅکله له ېوه سره هم مېنه نه ده کړی نبی صلی الله علېه وسلم دهغه په لور وکتل او ويې فرماېل :چی خدای( ج) ستا له زړه رحمت او مهربانی اېستلی وي نو زه څه کولای شم .
دحضرت عمر فاروق په زمانه کې حضرت عامر دکومی ستری وظېفی چښتن ؤ ېو ورځ دحضرت عمر فاروق دلېدلو لپاره دهغه کور ته ورغی ،ګوری چی امېر المؤمنېن پروت دی او اولادونه يې پر سېنه ناست دي لوبی کوي دحضرت عامر دا حالت خوښ نه شو ،امېرالمؤمنېن يی دتندی له ترش والی پوه شو او له عامر څخه يی وپوښتل وواېاست تاسی له کوچنېانو سره څه ډول چلن کوی .عامر ووېل زه چه کله کور ته ننوزم دکور پر خلکو سکوت جايری شی او هر يو پر خپل ځای چوپ پاتی شی ، حضرت عمر فاروق په ډېر درد او سوز ورته ووېل عامره ته په محمدی امت کی له داخلېدلو سره سره پر دی نه پوهيږی چی مسلمان بايد دکور له خلکو سره څه ډول چلن وکړی .
۸- دښوونې او روزنې په لاره کې خپل ټول کوښښونه وکړي ،په لومړی سر کې بايد اولاد ته ددېن ضروري ښوونه ورزده کړشي ځکه دځان رب ( ج) او مور پلار پږېندل قدر او احترام ،اخلاق ،ادب او سړېتوب ېوازې او ېوازې ددېن په علومو کې زده کېږي ،داسې نه چې دانګرېزي او کمپېوتر ټول کورسونه خلاص کړي خو دلمانځه دکولو په طرېقه لا خبر هم نه وي ،پام کوی! هغه اولاد چی ددېنی احکامو قرآن او سېرت نبی( ص) څخه هېڅ خبرهم نه وي يواځی د نورو علومو په زده کړه له هغی څخه بغېر له ېوه کبرجن ،دمور اوپلار څخه باغی او دېن او هېواد ته بې وفا انسان بل څه نه جوړېږي ،نو ورسته له دی چه دحق دېن په ضروري ښوونه سمبال کړ شي بېا که دنړی هر علم حاصل کړي نو نور علی نور به شي .قرآنکريم پدې اړه داسې لارښوونه کوي :
ياَأيّهَاالَّذِينَ امَنوا قواأَنفسَكم وَأهلِكم نَاراً .((ای مؤمنانو خپل ځانونه اوخپل کور او اولاد د دوزخ له اوره وږغورئ))
حضرت نبی صلی الله علېه وسلم فرمايی :پلار چه اولاد ته څه ور کولای شی په هغو کی تر ټولو غوره ورکړه داولاد ښه تعلېم دی (مشکوه) .
۹- اولاد ته مو دلمانځه په اړه دنبی کرېم صلی الله علېه وسلم ددی لارښوونې مطابق چه فرمايې :اولاد ته په اووه کلنئ کې لمونځ وښاېاست په لس کلنئ کې دلمانځه په نه کولو سزا ورکړی او په همدی عمر کې دهغه بستره بېله کړی .
داسې نه چه تر لمر ختلو پوری بيده پاتې وي پدی قصد چه مه کوه خوب يې پوره شي که په رښتيا له اولاد سره مينه کوي له اوره د دوزخ نجات ورکړي ،حضرت يعقوب ( ع) ديوسف ( ع) په ورکه ډير ذيات ژړل له ده څخه پو ښتنه وشوه ای دخدای ( ج) رسوله دومره ولې ژاړی ددنيا دوی ورځی ژوند خو به تير شي په آخرت کې به له خپل زوی سره ووينی ،يعقوب ( ع) ورته وويل رښتيا ده چه په آخرت به سره وينو ،ولی زه په دی ژاړم چه زوی مې وړوکی راڅخه جلا شوی داسې نه چه بی دينه شي نو بيا به دايمی را څخه جلا شي .
۱۰- د نجلی دزېږېدو پر وخت هم دومره خوشحاله شی لکه دهلک د زېږېدو پر وخت چې خوشحاله وی ،هلک وي که نجلی دواړه دخدای ( ج) بښنه ده ،او الله ( ج)غوره پوهېږی چې ستاسو لپاره نجلی غوره ده که هلک .
په ېوه حدېث شرېف کې دي چې کله له چا کره نجلی پېدا شي ، نوخدای ( ج) دهغه کورته ملکی لېږي پر ورسېدو سره وايې ای دکور خلکو پر تاسی دسلامتېا وي ،هغوی نجلی دخپلو وزرونو په سېوری کې اخلې او پر سر يې لاس را کاږي او وايې دا ناتوانه روح دی چه له ېوه کمزوري بدن څخه پېداشوی څوک چې ددی کوچنی پالنه کوي تر قېامته به الهی مرسته د هغه په حال شامله وي (طبرانی ).
۱۱- دنجونو روزنه او پالنه په ډېر اخلاص او دېنی احساس سره کوی او په بدل کې يې له خدای ( ج) څخه دجنت هېله ولری .
حضرت نبی صلی الله علېه وسلم فرمايې : کوم سړی چې د درېو لوڼو ېا درېو خوندو پالنه وکړه ،هغوی ته يې ضروري ښوونه او روزنه زده کړه او په مهربانی چلن يې ورسره وکړ آن تر دی چه خدای ( ج) هغوی بی نېازه کړي ،نو دداسې سړی لپاره خدای ( ج) جنت واجب کړ،پر دی خبرو ېو سړی ووېل که دوی وی نو نبی صلی الله علېه وسلم ووېل دوه نجونو دپالنی همدا بدله ده حضرت ابن عباس ( رض) فرمايې که خلکو د ېوی نجلی په اړه پوښتنه کړی وای نو نبی صلی الله علېه وسلم همدا زېری ورکاوه.(مشکوه).
۱۲- نجلی سپکه مه ګڼی او نه هلک ته پر نجلی غزت ورکوی له دواړو سره ېو شان چلن کوی په دی اړه حضرت نبی صلی الله علېه وسلم فرمايې :دچا په کور چی نجلی پېداشوه اود جاهلېت دوران په شان يی ژوندی ښخه نه کړه ،اونه يی سپکه وګڼله او نه يې هلک دهغی په مقابل کې لوړوالی ورکړ نو داسې سړی به خدای ( ج)جنت ته داخل کړي (ابوداود).