.

۲: اقتصادی ګټه لری، ځيني پوډری شیدې خو داسی قیمت بهادی چی رانیول ئې دهرچاکارنه دی، نوکه ډیری روپۍ وی شیدې شته اوکه روپۍ نه وی نوبیاشیدې نشته.

۳:په شیدو ورکولو کی ماشوم دمورسره نښتی وی ، چې داپخپله دموراوماشوم ترمنځ پوره مینه اولورینه ده، کله چې د ماشوم خوله دمورپرتی (Breast) باندی ونښلی نودادمورلپاره د(Oxytocin) دزیاتولوسبب ګرځی، او داهغه هارمون دی چې دمورشیدې راتویوی اوموراراموی.

۴: وماشوم ته شیدې ورکول مورله ډیروناخوالوژغورئ، لکه:

دوهم ډول شکره، د تیوسرطان (Breast Cancer) ، د رحم سرطان (Ovarian Cancer)  

Postpartum Depression  لوړ فشار، مور وماشوم ته د شیدو په ورکولوسره وزن له لاسه ورکوی، مور په ذهني اوروحي ډول سره ډېره پرېشانه نه وی دا ځکه چې ماشوم تندرسته وی.

۵: د مورپه شیدو کی (Antibodies) شتون لری چې دا دمختلفو وایروسونو اوبکتریاو سره مقابله کوی، او دوی نه پریږدی چې وده وکړی، وبل لور ته د مورشیدې په ماشوم کی نفس تنګې (Asthma) او حساسیت (Allergies) ختموی.

دشیدوپه ورکولوکی دمورګټه

وماشوم ته شیدې ورکول دبدن (۵۰۰) کالوری (Calories) سوځوی، چې په نتیجه کی هغو ښځو چی وزن ئې په حمل کی  اخیستی دی هغه له لاسه ورکوی، دشیدورکولوبله ګټه داده چې (Oxytocin) زیاتوی، چې د دې په زیاتولو سره دښځې رحم وخپل اصلی حالت ته راځی، اوبله ګټه ئې داده چې هغه وینه کموی چې د ماشوم د پیداکیدو څخه وروسته راځی، اوهمدارنګه د هډوکو غیرنارمل کثافت کموی.

هغه مور چې وماشومانو ته شیدې ورکوی دا د مورهډوکې مضبوطوی.

په هره  اندازه  سره  چې مورشیدې ورکوی په هغه اندزه سره هم د ماشوم ګټه ده او هم دمورګټه ده، چې دا شیدې هم دماشوم سرطان ختموی اوهم دموردتیوسرطان ختموی.

(University of Minnoesota Cancer Center- 1999

 

ډبلیوایچ او(WHO) اویونیسیف (UNICEF) دموردشیدوپه هکله وایی:

WHO(World Health Organization او UNICEF(United Nation Children*s Fund په نړیواله توګه سره دافیصله کړیده چی هره موربایداقلاوماشوم ته (۶) میاشتی تی ورکړی، چی دادماشوم حق دی،اودادماشوم لپاره حیاتي ارزښت لری.

کله چې یوماشوم دخپلې مورشیدې خوری نوداماشوم واوبوته کومه اړتیانلری، که څه هم ګرمي وی اویاپه ځینو ناروغیوبوخت وی چی مایعات پکښې اړین دی، وبل پلوته هغه ماشومان چی دمورشیدې خورئ نسبت وهغو ماشومانوته چې دمورشیدې نه خورئ لږنس ناستی لري، لږقی وهئ، لږتبه لری، لږدسینې التهاب لری، لږد غوږونو دالتهاب سره مخامخ کیږی اوداسی نور...

یوه نړیواله سروې داښیی چی هرکال (1.3) میلونه هغه ماشومان خپل ژوندله لاسه ورکوی چی عمرونه ئې د۵ کلونو څخه کم دی او داهغه ماشومان دی چې دمیندوشیدې ئې نه دی رودلی.

د څېړنو مطابق باید وماشوم ته په ۲۴ ساعته کی ۲-۳ ساعته پوری تی ورکول شی.

کله چې د ماشوم وشیدوته اشتها وشوه نوبیادی وماشوم ته شیدې ورکول شی، چې په داسی ډول سره وماشوم ته شیدې ورکول دماشوم په وده کوی ډیرمهم رول لری.