سوې ده او تر څو دا مځکه او پر هغې انسانان وي روانه به وي. دا جګړه مهال په مهال او په بېلو بېلو سيمو کي بېل بېل شکلونه اخلي. خو په دې اړه د دين د دښمنانو لخوا او د دوى په اتفاق يو لړ قواعد او اساسات وضع سوي دي چي دوى يې د حق او د حق د خاوندانو سره په جګړه کي پلي کوي او ګته ځيني اخلي.
د دې جګړې يو بل ډګر چي له ډېر پخوا څخه تود ساتل سوى دى، د ښځي پر سر د جګړې ډګر دى. دا جګړه ګمرهۍ ته د بلونکو او له ښځي څخه د ګټي اخيستونکو او د هغې د سپکاوي د پلويانو او د عفت او سپېڅلتيا او د ښځي د عزت او کرامت د پلويانو ترمنځ روانه ده. دښمنان د حق سره په جګړه کي له ډېر پخوا څخه له ښځي څخه ګټه اوچتوي. ځکه کله چي ښځه فاسده سي، نو ټولنه د ضعف او ورانۍ ښکار سي، رذايل او فحشا خپاره سي او پر هغې باندي د دين د دښمنانو تسلط او د هغو د پلانونو پلي کول امکان پيدا کړي. په دې توګه ويلاى سو چي ښځه د ټولني د کلا د يوې لويي دروازې حيثيت لري چي که ورانه سي، نو ټوله اجتماع ورسره ورانيږي. حصرت رسول اکرم(ص)رشتيا ويلي دي چي:
« اتَّقُوا الدُّنْيَا وَاتَّقُوا النِّسَاءَ فَإِنَّ أَوَّلَ فِتْنَةِ بَنِي إِسْرَائِيلَ كَانَتْ فِي النِّسَاءِ » ( ).
ژباړه: د دنيا له فتنې څخه ځانونه وژغورئ او له ښځو څخه وبېرېږئ، ځکه د بني اسرائيلو تر ټولو لومړۍ فتنه له ښځو څخه پيل سوې ده.
په دې وروستيو مهالونو کي، په اسلامي امت؛ په تېره په عربي نړۍ او بيا په دې د حرمينو شريفينو د هيواد په مبارکه اورشو کي ښځه د داسي يوه ډېر څرګند، له دښمنۍ ډک او ناوړه تعرض ښکار سوې ده چي پخوا په دې ټاپو وزمه کي نه وو ليدل سوى. دغه هجوم هم په نړۍ واله کچه دى او هم په سيمه ييزه سطح. د بهر هجوم څه نوې خبره نه ده. د بهرنيو کفارو دسايس او مکرونه د ښځي په هکله څرګند او ډاګيز دي. مسلمانان د دوى دا دسايس پرله پسې شنډوي او پر ضد يې مبارزه کوي. لوى څښتن فرمايي:
﴿ وَدُّوا لَوْ تَكْفُرُونَ كَمَا كَفَرُوا فَتَكُونُونَ سَوَاءً ﴾ [النساء :89]
ژباړه: (دغه غوړي خبري کوونکي) غواړي چي تاسي هم د خپلو ځانو غوندي کافران کړي، څو تاسي او هغوى ټول سره برابر سئ.
دغه راز فرمايي:
﴿ وَدَّ كَثِيرٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُمْ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًا مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ ﴾ [البقرة : 109]
ژباړه: زيات اهل کتاب د دوى له ( خبيثو) نفسونو څخه د را پيدا سوي رخې او حسد له مخي غواړي چي په يو ډول نه يو ډول تاسي بيرته له ايمان څخه د کفر لور ته وګرځوي. که څه هم حق هغو ته څرګند سوى دى.
لکه چي تر لمر روښانه ده لوېديځ په رذايلو کي تر ستوني ډوب سوى دى او لوېديزه ښځه د بشر د تاريخ له لومړيو څخه تر اوسه په بدحالي او مصيبت اخته ده. دا کومه ادعا او مبالغه نه ده. که څوک هغه احصائيې وګوري چي په رسنيو او انټرنيټي پاڼو کي خپريږي، د لوېديزي ښځي د بدمرغۍ او شقاوت ډېري لوړي کچي ته به اريان پاته سي. دا هرڅه لوېديزي ښځي ته ځکه پېښ سوي دي چي هغې د خپل موندونکي رب(ج) د لارښووني په وړاندي تمرد او بغاوت کړى دى. دې ته طاغوتانو د نارينه وو سره اختلاط او ګډه ناسته پاسته، لڅ مخي، عريانيت او لغړتوب او تش په نامه بې لاري کوونکې آزادي او داسي نور انحرافات ښکلي اېسولي دي. دا داسي عبوديت باله سي چي انسان ته د انسان تر عبوديت زيات ناوړه دى. بلکي دا د شهوتونو او هوا او هوس داسي عبوديت دى چي له مخي يې ښځه د اکثريت نارينه وو مينځه ګرځېدلې ده. خداى تعالى دي موږ او زموږ خوندي مندي له دغسي حاله وساتي.
لوېديځوال پوهيږي چي که د اسلامي نړۍ ښځه، لوېديزه ښځه غوندي سي او ځان د اروپايي ښځي غوندي جوړ کړي، پر دغو ټولنو چي د لوېديځ تر يرغلونو لاندي دي ولکه او کنټرول ممکن او آسانه کيږي. ځکه د دې ولکې کيلي شهوتونه او دروازه يې همدا ښځه ده. دوى پوهيږي چي د خشنو او ځواکمنو نارينه وو خوى او مزاج له ښځي پرته بل څوک نه سي نرمولاى. ځکه نو دوى په ټول وس او توان ډول ډول پټ او ښکاره دسايس او مکرونه د مسلماني ښځي د غولوني او بغاوت لپاره په کار اچولي دي او د دې دسايسو د پلي کولو او برياليتوب لپاره يې د ښځو د حقونو په نومونو بېلابېل سازمانونه، رسنۍ او خپروني، ښوونيزي او روزنيزي موسسې، لوېديځ ته سفرونه، انټرنيټي پاڼي، اقتصادي او غير اقتصادي مراکز او سوداګريز کارځايونه، ډول ډول غونډي او سيمينارونه، کتابونه، مجلې او داسي ډېر نور څرګند او ناڅرګند وسايل په کار اچولي او استخدام کړي دي. په دې هکله هر څه څرګند او جوت دي. پر دې باندي به نور نه ږغيږو ځکه په دې هکله زيات خلک ډېر ښه معلومات لري.
د دې هجوم او لوېديزتوب بل اړخ ډېر خطرناک دى کوم چي د اسلامي ټولنو په دننه کي پر لار اچول سوى دى. دغه هجوم منافقان او د لوېديځ ګوډاګيان د لوېديځ په ګټه او استازيتوب پر مخ بيايي. دغه پردي پالي عناصر شپه او ورځ لګيا دي د لوېديځوالو دسيسې او شومي موخي د حرمينو په هيواد او نوره اسلامي نړۍ کي پلي کوي. د ښځو د فساد او په لوېديزو ناوړتياوو د هغو د ککړولو لپاره تلاښ کوي، څو په دې توګه زموږ د ټولني او نورو اسلامي هيوادونو د ضعف او بې سېکۍ موجبات برابر کړي او د لوېديځ ولکي ټينګولو او کنټرول ته يې چمتو کړي.
لوېديځ په دې هکله د حکومتونو سره زياتي ستونزي نه لري. د دوى ستونزي زياتره د خلکو سره دي. له دې امله دوى زيات پام په اسلامي هيوادونو کي خلکو ته اوړلى دى. ځکه نن مهال خلک پر خوځښت راغلي دي. د فلسطين پر پاکه خاوره باندي د اسرائيلو تېريو د دوى خوبونه ناآرام کړي دي او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د خپلو فلسطيني وروڼو په مرسته او ملاتړ را پاڅېدلي دي. پر افغانستان او عراق باندي د امريکې
د يرغل له امله يې د دغه تجاوزګر هيواد توليدات تحريم کړي دي.او بالاخره په څلور کنجه نړۍ کي مسلمانان د حضرت محمد مصطفى (ص) مرستي او کومک ته چمتو سوي دي. هو! دا دې ته اشاره ده چي خير په خلکو کي دى او د دين ننګه او ملاتړ په خلکو کيږي. ځکه نو لوېديځوالو خپل مکرونه اسلامي ټولنو ته، په تېره د حرمينو شريفينو ټولني ته د فحشاوو او شهوتونو په خپرېدو سره متوجه کړي دي. چي ستره دروازه يې بيا هم همدا ښځه ده. خو پوښتنه کيږي چي دوى ولي خپل دغه دسايس زياتره د حرمينو پر هيواد متمرکز کړي دي؟ دا ځيني لاملونه لري، په دې ډول:
لومړى: د نړۍ په ټولو خلکو کي د حرمينو د هيواد ښځه د حجاب، پاک لمنۍ، سپېڅلتيا او د اسلامي شريعت د پابندۍ په هکله ځانګړى حالت لري. د دې ځاى ښځي د ځينو تقصيراتو سره سره د اسلامي احکامو ښه رعايت کړى دى.
دوهم: د حرمينو هيواد په ټوله نړۍ کي يوازنى هيواد دى چي زده کړي پکښي په ټولو پړاوونو کي په غير مختلطه بڼه تر سره کيږي، البته پرته له طبي زده کړو څخه.
درېيم: تر اوسه لا په دې هيواد کي ځيني شرعي حدود او ضوابط عملي کيږي. مثلاً د دې هيواد ښځه بې له شرعي محرمه سفر نه سي کولاى او ځيني داسي نور ضوابط هم پلي کيږي چي له دې هيواده پرته په بل ځاى کي نه عملي کيږي.
څلورم: په نړۍ کي زياتره اسلامي فعاليتونه، لکه مالي کومکونه، ديني لارښووني او قيادت او نوري داسي چاري کومي چي پر مسلمانانو باندي ستر اغېز ښندي له همدې هيواد څخه تر سره کيږي. له دې امله د دې سپېڅلي هيواد او د دې اسلامي خوځښتونو پر ضد د لوېديځوالو رخه او کينه را پارېدلې ده او اريان او چورتيان کړي يې دي.
اوس دا پوښتنه کيږي چي د حرمينو په هيواد کي د ښځي د فساد او تغريب ( په لوېديز منحط کلتور ککړولو)) ستر وسايل کوم دي، څو موږ په پوه سو او ډډه ځني وکړو، پر ضد يې کړنه وکړو او په جال کي يې را ګير نه سو؟ لوى څښتن دي موږ، زموږ ښځي، لوڼي او زامن ځني وساتي.
دغه وسايل په دې ډول دي:
لومړۍ وسيله داده چي په شهوتونو کي د خلکو په ډوبېدو سره دين ضعيف کړي. د دې کار لپاره يې ښځه د وسيلې په توګه استخدام کړې ده. په دې هکله د ډول ډول رسنيو له لاري شوم تبليغ کوي او زموږ پر معتقداتو او دودونو باندي تجاوز کوي. په تېره د هغو شيانو په هکله شوم تبليغات کوي چي په ښځه اړه لري، مثلاً د ښځي مخ پټى (ستر) غندي او ښه يې نه ګڼي. د ښځو په هکله ضعيف اقوال او فتواوي رواجوي،
د ښځي او نارينه ګډي ناستي پاستي ته بلنه ورکوي. ډول ډول پوهنتونونه، ښوونيز او روزنيز مراکز او د تفريح، ساعت تېرۍ او داسي نورو په نومونو داسي ځايونه ايجادوي چي په ظاهره د پرمختيا او تمدن
د مرکزونو په نومونو ياديږي، خو په حقيقت کي رذايل او ناوړتياوي خپروي او زموږ د نجونو او ځوانانو اذهان او اخلاق فاسدوي. په دې دامونو کي زموږ ډېري نجوني، بلکي مندي او مېرمني لوېدلي دي. په دې هکله انحرافات هله درمعلوميږي چي له ښوونکو او باخبرو اشخاصو او منابعو او د پوليسو له حوزو څخه معلومات وکړئ.
دوهمه وسيله داده چي داسي پرله پسې او دوامداره درواغ وايي چي بالاخره رشتيا وګرځي او خلک يې ومني. مثلاً هره ورځ د رسنيو له لاري دا درواغ رواجوي او تبليغوي چي ښځه د ظلم او تاوتريخوالى ښکارکيږي، حقوق يې نه ورکول کيږي او نارينه پر مسلط دى.
موږ منو چي پر ښځه به ظلم کيږي، خو کله چي دوى د ظلم او تسلط مثال راوړي په درواغو يې په دين پوري تړي او داسي څه ظلم او تسلط ګڼـي چي هغه اصلاً د ښځي کرامت، عزت او عفت خوندي کوي. په دې توګه دغه رسنۍ او داسي نور وسايل ښځه تمرد، سرکښۍ او د مېړه او کالخواى له اجازې پرته له کوره دباندي وتلو ته دعوتوي او دا کار د هغې د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره د حل يوازنۍ لار ګڼي. دغسي نور دروغونه هم پرله پسې رواجوي. مثلاً دروغجني کيسې جوړوي او د هغو پر بنسټ ښځي د بې بندوبارو آزاديو ترلاسه کولو ته هڅوي.
درېيمه وسيله داده چي په قصدي او عمدي توګه د حق او د حق د خاوندانو څېره ناسمه ښيي او کرکجن انځور ځني باسي. د رسنيو خاوندان او کارکوونکي پوهيږي چي دغه وسيله پر اذهانو باندي ډېر ستر اغېز لري. دوى د ښځي حجاب ته د وروسته پاته والي سره او وقار، عفت او دين ته د تشدد او تاوتريخوالي سره ارتباط ورکوي او په دې توګه د کوچنيو نجونو او هلکانو په ذهنونو کي کښېنوي چي د ښځي حجاب
د وروسته پاته توب نخښه ده، له دې امله د ښځي په ذهن کي له همدغه کوچنيوالي څخه لا له حجاب او مخ پټي څخه کرکه پيدا سي.
څلورمه وسيله داده چي لوېديځوال او د دوى لاسپوڅي لومړى بې شخصيتو او بې بندوبارو ښځو ته په يوه نامه بل نامه مصنوعي شخصيت او تبارز ورکوي او بيا له دوى څخه تر ټولو زياتي منحرفي او آزادي ښځي
د پېيلو رسنيو او ځانګړو مجلو او جرايدو له لاري نامه او شهرت ته رسوي، د سوکالۍ، ښه ژوند، عزت او درناوي ټول اسباب ورته برابروي، څو د نورو پاک لمنو ښځو، په تېره د کوچنيو نجونو لپاره بېلګه او مثال وګرځي او هغوى هم د دوى پر پله رواني سي. که تاسي زموږ د دې خبرو رشتيا او درواغ معلومول غواړئ، نو له کوچنيو نجونو څخه د وتلو ښځينه سندرغاړو، د فلمونو او ډرامو د ممثلينو، او نڅاګرو، د موډ او فيشن د رواجوونکو او آرايشګرو د نومونو او د دوى د ژوند او عشقبازيو او د ادب او اخلاقو خلاف کړنو او رسواييو په باب پوښتني وکړئ. چي هغوى د دوى او د دوى د دغو خبرو په اړه څونه ډېر معلومات درکوي.
او بيا هم د ښوونځيو له مسؤولينو او ښوونکو څخه وپوښتئ چي څوني ډېري نجوني او هلکان د سندرغاړو او د ډرامو د ممثلو ښځو څونه د ادب او اخلاقو خلاف مفتضح تصويرونه په بلوتوتونو او نورو دې ته ورته وسايلو کي د ځانونو سره ګرځوي. خو د دې آزادو او نمونه ښځو په مقابل کي بيا پاکي، باعفتي، په ديني احکامو پابندي پرهېزګاري او بافرهنګي، پوهي او عالمي ښځي څوني له نظره لوېدلي وي او هيڅ نوم او تبارز نه کوي!! دا د پېيلو رسنيو څونه ستر خيانت دى او اوس څونه دود سوى دى.
پنځمه وسيله داده چي د لوېدځوالو لاپوڅي داسي ظالمانه پرېکړي او احکام صادروي چي له مخي يې زموږ په پاکه، سپېڅلې اسلامي ټولنه کي د اختلاط، فجور او فحشا د رامنځ ته کېدو لاملونه رامنځ ته کړي. دوى په روغتونونو، د روغتيايي مرستو په کتنځيو او داسي نورو کي د نارينه وو او ښځو ګډ کار معمول کړ، خو څه پايلي ځني ترلاسه سوې؟ موږ خو له دې څخه بې له دې چي په روغتونونو، په تېره د نرسانو په استوګنځايونو کي مو د فساد بوى تر پزي سي، بل څه احساس نه کړه!!
دا خو د ناروغانو د درملني ځايونه دي، چي بايد د دې خبرو هيڅ البوشاکه پکښي ونه ليدل سي، نو چي دا ځايونه لا داسي وي، زموږ د بازارونو به لا څه حال وي؟ په تېره چي په دې وروستيو کي امر سوى دى چي د ښځو د کاليو پلورلو په مغازو او مارکېټونو کي دي ښځي وګومارلي سي. او لکه چي ليدل کيږي په دغو ځايونو کي ښځي له نارينه وو څخه بېلي هم نه اوسيږي. بيا چي خلک دغه خبري نه مني او
د لوېديځوالي د خپروونکو پر مخ دروازې وتړلي سي، نو بله چاره نه ويني له واک او زور څخه کار اخلي. خو دوى هېره کړې ده چي لوى څښتن د دوى پر سر ولاړ دى او ژر به يې دا دسيسې شنډي کړي او د دوى په ورکه او هلاک به يې بدلي کړي.
دوهمه خطبه:
درنو دوستانو!
دا خو موږ د ناروغيو په باب خبري وکړې. نو د دې ناروغيو دوا او علاج څه دى؟ د حرمينو په هيواد کي د مسلماني ښځي د لوېديز فرهنګ په پسوللو د دې هجوم او شومي او ظالمانه دسيسې په وړاندي د حل لار څه ده؟ په دې هکله وايم، وبالله التوفيق ومنه الإعانة والتسديد :
لومړى: زموږ هريو دي د لوى څښتن په وړاندي خپل مسؤوليت او دنده ترسره کړي. ستاسي هر يو د خپلو اړوندو کسانو ( رعيت ) چوپان دى او هر يو مو له خپل رعيت څخه پوښتېدونکى دى. اى مبارکه پلاره! او اى نصيحت کوونکې وروره! او اى نېکخويه زويه! ته د خپل کور مسؤول يې. په لوى څښتن لوړم چي ته د خپل کور چاري ښه تنظيم کړې او د اولاد سمي روزني ته دي پام واړوې، هيڅوک به تا او ستا کورنۍ له خپلي لاري وانه ړولاى سي. موږ ته لازمه ده چي د خپلو زامنو او لوڼو سمي روزني ته جدي توجه وکړو او پرله پسې په دې لار کي زيار وګالو او د لا سمون پر لور ادلون بدلون او پر مختيا پکښي راولو. او په دې هکله له ناپامۍ او بې پروايۍ څخه کار وانه خلو. او خپل اولادونه دې ته رامات کړو چي سمه لار واخلي او له بدو ګوښه وګرځي. دا د دوى حق دى او د دوى په وړاندي زموږ ستره دنده او وجيبه ده. دا يوازي بسنه نه کوي چي موږ د دوى د خوړو، کالو، موټر او مدرسې غم وخورو او د خلکو په مخکي ووياړو چي زموږ زامن او لوڼي د دنيا په چارو کي تر نورو غوره دي. دا ټول څه په درد خوري چي افکار او عقلونه يې مسخ سوي او اخلاق يې فاسد سوي وي او لور دي ستا په دې آخر د عمر کي ستا د شرم او پېغور موجبات برابر کړي وي!! موږ ته لازمه ده چي د غفلت له درانه خوبه راپاڅو او د خپلو اولادونو د ښې روزني په هکله لکه څنګه چي ښايي هماغسي زيار وباسو. دوى ته لارښوونه وکړو چي د ټلوېزيون پر نېکو چارو دلالت کوونکي او پر ښو امر کوونکي اسلامي تربيتي چينلونه وګوري. د ښو اسلامي عالمانو کتابونه او د ښځو اړوندي د عفت او اخلاقو ښوونکي اسلامي مجلې ولولي او د ديني عالمانو د نصيحتونو لارښوونکي اسلامي سېډۍ او کسټونه واوري. د دې تر څنګ بايد د دوى سره په ناسته ولاړه کي دوى د لوى څښتن ياد ته وبولو. په زړونو کي يې
د ايمان او زموږ د ستر پيغمبر(ص) او خپل وياړلى او سپېڅلي دين سره د ميني ولولې وپاروو. ډېر ورسره واوسو او دې ته يې پرې نه ږدو چي انسان مخي او جني شيطانان يې اغوا او بې لاري کړي.
په دې هکله ښوونکي په تېره ښځينه ښوونکي هم ستر مسؤوليت لري. درنو ښوونکو! تاسي په ټولنه کي ډېره مهمه ډله ياست. تاسي زموږ د مسلمان هيواد د اولادونو افکار روزئ. تاسي هره ورځ زموږ د زامنو او لوڼو سره تر شپږ ساعته زيات اوسېږئ. نو تاسي بايد فکر وکړئ چي تاسي څه کوئ. تاسي ته ښايي چي په خپلو درسپارلو سوو دندو کي هغه څه وکړئ چي ستاسي د وياړلي دندي سره ښايي. په خپله دنده کي لوى څښتن حاضر او ناظر وبولئ او ځني وبېرېږي او د هغه پاک ذات په وړاندي داسي تقوا غوره کړئ چي کومه دنده چي لوى څښتن درسپارلې په ښه او ډېره غوره توګه تر سره کړئ. د وطن د اولاد روزني او په ښو امر او له بدو منعي ته زيات پام واړوئ.
دوهم: د هغو اشخاصو چي د دولت د چارو واګي يې په لاس کي دي، دنده ده چي هيواد د پردو له دې سرکښه هجوم څخه وساتي. دغه د پردو ګوډاګيان ولي داسي بې محاسبې او پوښتني ګروېږني آزاد او خوشاله ګرځي او ولي نه تعقيبيږي؟ په داسي حال کي چي زموږ د خلکو د عفت پر ضد پرله پسې توطئې جوړوي او د شريعت د برپايه کولو په اړه د حکومت مخالفت کوي. په دې هکله لومړۍ درجه ملامتيا د دې هيواد هر مسؤول ته متوجه ده. لوى څښتن به په دې هکله هرومرو له دوى څخه پوښتنه کوي او د هغه ستر او عادل ذات (ج) د حساب او عدالت په وړاندي به جواب وايي، البته دا به په هغه ورځ وي چي نه مال ګټه رسوي او نه اولاد پرته له دې څخه چي څوک د روغ، سپېڅلي زړه سره د الله حضور ته ورغلى وي. نو اى چارواکو اوس لا د پوښتني لپاره جواب چمتو کړئ او د جواب لپاره ښه اعمال ترسره کړئ.
درېيم: پر عالمانو او طالب علمانو او دعوتګرانو واجب ده چي د حق په پلوي مبارزه وکړي او په دې هکله خپله دنده تر سره کړي او مازي مجامله او تشي خبري ونه کړي او حق پټ نه کړي، په ډاګه دې اعلان کړي، نه پټ په مجلسونو کي، بلکي خلکو ته دي ووايي چي دا حق دى او دا باطل دى.
﴿ الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالَاتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ وَكَفَى بِاللَّهِ حَسِيبًا ﴾ [الأحزاب : 39]
ژباړه: دا ټول هغه کسان دي چي د الله پيغامونه رسوي او له هغه څخه بېريږي او له يوه خدايه پرته له بل هيچا څخه نه بېريږي( له دې امله له چا څخه ډار او وهم دوى د لوى څښتن له پيغام رسولو څخه نه منع کوي او نه په دې لار کي د چا د طعن او ملامتيا پروا کوي) او الله د حساب اخيستلو لپاره بېرېدونکو ته بس دى.
البته که تاسي خلک په ښه توګه پوه کړئ او د دوى د ستونزو د حل او ويرونو د ليري کولو په کار کي ورسره مله او ملګري سئ، نو خلک به هم ستاسي خبري ومني. تاسي ته ښايي چي د ډله ييزو اړيکو په وسايلو کي شتون او حضور ولرئ، څو ستاسي ږغ د ټولني زياتي برخي ته ورسيږي. تاسي د حق خاوندان ياست او تاسي د انسانانو د فطرت سره سمي او موافقي خبري کوئ، خو ستاسي دښمنان مداخله ګران دي او اندونه او افکار يې د خلکو د هيلو او غوښتنو او طبيعت څخه پردي دي. تاسي له دوى څخه مه بېرېږئ که مو څه هم په ترهګري او بنسټ پالنه تورن کړي. لوى څښتن رشتيا فرمايلي دي چي:
﴿ وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا ﴾ [الاسراء :81]
ژباړه: ووايه چي حق راغى او باطل له منځه ولاړ، بې شکه چي باطل له منځه تلونکى دى.
څلورم: د امر بالمعروف او نهي عن المنکر کار بايد په ښه توګه پر مخ بوتله سي، څو په ټولنه کي منلى او اړين کار وګڼل سي او د هر هغه چا مرسته بايد وسي چي د باطل پر ضد نصيحت او مبارزه کوي او په مجالسو او رسنيو کي يې بايد په ټول ځواک دفاع ځني وسي.
پنځم: د مسلمانانو او د هغو د اولادونو په فضايلو او عفت باندي د پسوللو او روزلو کار ته دي جدي پام وسي، پرله پسې دي تعقيب سي، د خلکو پام دي ورته واړول سي، د رسنيو له لاري دي ترويج او تبليغ سي، د دغسي چارو د پرمخ بېوونکو مالي او معنوي مرسته دي وسي، هر خواخوږى دي په دې کار کي تر خپله وسه ګډون وکړي او نور دي هم په دې کار کي ګډون او مشارکت ته وهڅوي. په زياته دي د ښځو او نجونو د قرآن کريم د حفظ په مدرسو، ټولنيزو مراکزو، د ښځو په ځانګړو مجلو، د هغو په ځانګړو اسلامي انټرنيټي پاڼو او داسي نورو کي دي دې کار ته زياته پاملرنه وسي. دا هغه چاري دي چي د تغريب ( لوېديځولۍ خپرولو) د هجوم مخي ته د ډال کار ورکوي، ځکه نو بايد زياته پاملرنه ورته وسي.
شپږم: موږ بايد د هغو کسانو په وړاندي چي د لوېديځوالو د لاس آله وي او زموږ په ټولنه، په تېره زموږ په پاک لمنو ښځو کي د لوېديځ د ټيټ فرهنګ د خپرولو لپاره کار کوي جدي مبارزه وکړو او له واکه د هغو د راپرځولو په موخه هلي ځلي وکړو. دا زموږ حق دى. موږ له دوى څخه په ډېره بده توګه متضرر کيږو. زموږ دين، ناموس او زموږ د ښځو آبرو او عفت موږ ته تر هرڅه ګران دي. موږ بايد د دوى د ناوړو کړنو په هکله خپل ږغونه پورته کړو او ويې غندو او داسي ونه وايو چي زما خپله کورنۍ له دې خطرونو څخه خوندي ده. نه! داسي نه ده! کېداى سي دا خطر ناببره تا ته هم درپېښ سي. انساني ټولنه د غوښي يوه ټوټه غوندي ده. څه چي دي ګاونډي ته پېښيږي، ډېر ژر به ستا کره هم پېښ سي. هغه څه چي په رسنيو کي وينې ژر به ستا په کور هم درننوزي. لوى څښتن مو دي مرسته او پرده وکړي. موږ بله چاره نه لرو بې له دې چي په دې هکله مبارزې ته ورودانګو. د بېري پوړني به غورځوو . والله المستعان