- آیا د مشرک توبه قبلیژی او که نه که قبلیژی په کومو حالتو کی .
- آیا شعیاگان مشرکین دی او که نه که دی نو بیا یی راته د اسلام په رنا کی جواب راکره .
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
شرک او کفر څه فرق لري ؟ ايا د مشرک توبه قبليږي ؟
شرک :
شرک په دوه ډوله دي شرک اکبر او شرک اصغر
اول شرک اکبر : شرک اکبر د الله جل جلا له سره شريک نيول يعنې بغير د الله جل جلا له څخه د بل چا عبادت کول ، د الله جل جلا له د ذات څخه بغير بل څوک رازق ، خالق ، مالک ګڼل . چې شرک اکبر کفر دی .
دوهم شرک اصغر : شرک اصغر هغه کبيره ګناه ده چې په شريعت کې ورته شرک ويل شوی وي لکه ريا کول ، د ريا کاري په اړه مفصل تفصيل دلته وګورئ
ريا شرک اصغر شميرل کيږي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ” الشرك فيكم أخفى من دبيب النمل على الصفا ألا أدلك على شيء إذا فعلته أذهب الله عنك صغار ذلك وكباره؟ تقول : « اللهم إني أعوذ بك أن أشرك بك وأنا أعلم وأستغفرك لما لا أعلم » (صحيح الجامع البانى 2876)
‹‹په تاسې کې شرک په يوه ډبره باندې د مږې د پښو آواز نه هم پټ دی ،آیا تاسې ته د داسې شي لارښوونه ونه کړم چه که هغه عملي کړئ الله تعالی به تاسې د کوچنی او لويې ريا نه لرې وساتي ؟ دا دعا به وايئ : « اللهم إني أعوذ بك أن أشرك بك وأنا أعلم وأستغفرك لما لا أعلم »، يعنى: خدايه ! زه پر تا پنا غواړمه له دې نه چې ستا سره څوک شريک کړم او حال دا چې زه ور باندې پوه وم او ستا نه بخښنه غواړم په هغه چې زه نه پوهيږم ) .
آيا د مشرک توبه قبليږي ؟
الله جل جلا له فرمايي : إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا (النسآء 48 )
ژباړه: الله هیڅلکه دا نه بخښي چې ور سره شريک جوړ شي او پرته له شرک څخه چې د چا لپاره وغواړي نور ګناهونه يي بخښي او څوک چې له الله سره شريک جوړ کړي نو بې شکه چې پر الله جل جلا له يي درواغ وټړل ، لويه ګناه يي وکړه .
يعنې څوک چې د شرک په حالت کې مړ شي الله جل جلا له هغه نه بخښي خو که توبه وباسي الله جل جلا له ور ته بخښه کوي (تفسير انوارالقران ، ابن کثير ).
دليل دا مبارک آیت دی چې الله سبحانه و تعالی فرمايي : وَالَّذِينَ لاَ يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلاَ يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ وَلاَ يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا 68 يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا 69 إِلاَّ مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلاً صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ( الفرقان 68-70).
ژباړه : او هغه کسان چې له الله پرته کوم بل معبود نه بولي (شرک نه کوي ) او هغه څوک په ناحقه نه وژني چې الله جل جلا له حرام کړی وي خو په حقه سره او نه زنا کوي او څوک چې دغه کار وکړي هغه به د خپلې ګناه بدله و مومي ، د قيامت په ورځ به هغه ته دوه چنده عذاب ورکړ شي او په هغه کې به تل سپک وي .
مګر هغه کسان چې توبه ايستلې وي او ايمان يي راوړی وي او ښه عمل يي کړی وي د دغسې خلکو بدي الله جل جلا له په ښو واړوي او الله جل جلا له بخښونکی او مهربان دی .
او بل دليل دا ايت کريمه دی چې الله جل جلا له په ډيره مهربانۍ او ميناکه لهجه خپلو ټولو بنده ګانو ته داسي ارشاد فرمايي :
يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر ۵۳ ).
ای زما بنده ګانو! کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی دالله له رحمت څخه مه ناهيلی کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .
تفسير ابن کثير ليکي چې په دې مبارک ايت کې ټولو بنده ګانو کافرو او مسلمانانو ګنهکارو ته د توبې ايستلو عام اعلان دی .
همدارنګه تفسير ابن کثير يو حديث را نقلوي چې : عن ثوبان مولى رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: «ما أحب أن لي الدنيا وما فيها بهذه الاَية {قل يا عبادي الذين أسرفوا على أنفسهم} إلى آخر الاَية فقال رجل يا رسول الله فمن أشرك ؟ فسكت النبي صلى الله عليه وسلم ثم قال: «ألا ومن أشرك» ثلاث مرات .(ابن کثير سورة الرمز )
د رسول الله صلی الله عليه وسلم خدمتګار ثوبان رضی الله عنه وايي چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وارويد چې فرمايل يي : تر دنيا او مافيهانه ما ته دا ايت خوښ دی چې : {قل يا عبادي الذين أسرفوا على أنفسهم} يو سړي وويل ای رسول الله صلی الله عليه وسلم ! نو که څوک مشرک هم وي ؟ نبی صلی الله عليه وسلم سکوت شو بيا يي و فرمايل هو که که څوک مشرک هم وي دری ځله يي دا کلمات ولوستل .
نو الله جل جلا له د مشرک ، مرتد او کافر ټولو توبه قبلوي دا چې د غير الله او ټولو باطلو اديانو او معبودانو څخه بيزار او د اسلام په دين کې داخل شي .
د شرک او کفر تر مينځ څه فرق دی ؟
شرک د اسلام په مقابل کې وي يعنې اسلام الله ته او د الله دين ته تسليم او غاړه ايښودلو ته وايي او شرک د اسلام په مقابل کې غير الله ته غاړه ايښودل دي . لکه په لاندې آیتونو کې :
(( قل إنـّي أمرت ان أكون أول من أسلم ولا تكوننَّ من المشركين ))(الأنعام / 14 ), وقال تعالى : (( ماكان إبراهيم يهوديـَّاً ولا نصرانيـَّاً ولكن كان حنيفاً مسلماً وماكان من المشركين )) ( آل عمران / 67), وقال تعالى : (( لا شريك له وبذلك أمرت وأنا أول المسلمين ))(الانعام /163) او نورو ايتونو کې .
او کفر پټولو ته وايي يعنې د الله جل جلا له د ذات څخه انکار کول او کفر د ايمان په مقابل کې وي چې ايمان د الله جل جلا له په وحدانيت ، رسولانو ، کتابونو ……….. باندې د زړه تصديق او د ژبې اقرار ته وايي مګر کفر د ايمان په مقابل کې د الله جل جلا له د وحدانيت ، رسولانو ، آسماني کتابونو ……… څخه انکار دی .
لکه د الله جل جلا له په لاندې اقوالو کې :
: (( ومن يتبدل الكفر بالإيمان فقد ضلّ سواء السبيل )) (البقرة / 1 8), وقال تعالى : (( هم يومئذ أقرب منهم للإيمان )) (آل عمران/ 167), وقال تعالى : (( إن استحبّوا الكفر على الإيمان )) (التوبة / 23), او نورو آيتونو کې .
په آخر کې دا ويلای شو چې په حکم کې شرک اکبر او کفر فرق نه لري .
او کوم مسلمانان که شعيه دي او که اهل سنت کوم چې په بدعت ، شرکياتو او خرافاتو مبتلا وي هغوی ته فاسقان او بد کار ويلای شو خو مشرکين نشو ور ته ويلای ځکه چې په شرک کې شرک اکبر کفر دی او مسلمان ته د کافر کلمه ويل سخته ګناه ده .
و الله تعالی اعلم
موقع الأفغانية الآسلامية (آن لاين اسلامې لارښود )