که په رښتيا پر الله جل جلا له او ورځ د آخرت ايمان لرئ د کافرانو د مرستې او کومک څخه لاس واخلئ ، ځکه هغوی زمونږ د دين دوښمنان دی دوی غواړي چې اسلام له بيخه وباسي .

دا د الله جل جلا له حکم دی چې د کافرانو سره دوستي او د هغوی مرسته او مدد مه کوئ :

لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ { [آل عمران:28]

ژباړه : (مؤمنان ) پرته له مؤمنانو څخه کافران ، دوستان او واکمنان نه نيسي او هر څوک چې دا (کار) وکړي نو د الله (له دوستۍ ) څخه (ورته ) څه نشته ( خپلې اړېکې يې له الله سره وشلولې ).

او بل ځای الله سبحانه وتعالی فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ { [المائدة:51]

ای مؤمنانو، يهوديان او نصرانيان دوستان مه نيسئ دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغوی خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .

وقوله سبحانه وتعالى : إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ { [الممتحنة:9] .

ژباړه : بې شکه الله تاسې د هغو کسانو د (دوستۍ ) څخه سخت منع کوي چې د دين په (کار) کې له تاسې سره جګړه کوي او تاسې يي له خپلو کورونو څخه ايستلې ياست او له يو بل سره يې ستاسې د ايستلو په کار کې مرسته کړې ده ، نو څوک چې له دوی سره دوستي وکړي ، نو همدوی ظالمان دي .

نور بيان ته حاجت نشته بس خپله قضاوت وکړئ .

د زړه په اخلاص توبه وباسئ او د خپل رب په دربار کې خپلې اوښوکې تويي کړئ

او دغه د الله جل جلا له  د مهربانئ او مينې ډک ارشاد خپلو ګناهکاره بندګانو ته په غور ولوله چې فرمايي :

يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر ۵۳ ).

ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی  د الله (جل جلا له ) رحمت څخه مه ناهيلی کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .

 له الله جل جلا له  نه ووېريږئ او له الله جل جلا له  نه و شرميږئ چې پر تاسې يې اسلام و لورولو ، په مسلمانه کورنۍ کي پيدا کړي نن ولي د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د يهودو او نصاراؤ په قطار کې ولاړ يئ ؟ نه شرميږې

آيا له خپلې مور څخه دې نه شرميږي هغې ستا په روزنه او پالنه کې څومره تکليفونه ګاللي دي هدف يې د الله جل جلا له  رضا او ثواب ؤ ته يي ددې د پاره نه وي روزلی چې لاړ شي د کفر په لښکر کې د اسلام پر وړاندې وجنګيږې .

آيا له خپل پلار څخه دې نه شميږئ چې په يوه لاس کې يي ټوپک وو او په بل لاس کې قلم يوې خوا ته يې د روس پر وړاندې جهادي منډې ترړې وې او بلې خوا ستا نفقه ، ستا تعليم او تربيه وه آيا ته يې ددې ورځې د پاره وروزلې چې د يرغلګرو کافرو په صف کې ودريږي او د اسلام  پر وړاندې وجنګيږئ .

آيا د جومات له امام څخه دې نه شميږې کوم وخت چې ته زږيدلی وې هغه ستا په غوږ کې آذان وکړ او ستا د پاره يې د خير دعا وکړه  .

نن دې د خپل رب جلاجلاله ، اسلام ، خپلې مور، خپل پلار ، خپل ورور او خپل امام پر وړاندې توپک اخستي د يرغلګرو کافرانو په قومانده هغوی وژنئ حال دا چې ځان مسلمان بولې ، ځان په اسلام او وطن مين بولې .

ښاغليه !

که ته په اسلام او قرآن ځان مين بولي هغوی غواړي چې اسلام له بيخه وباسي پر ځای يې يا مسيحيت او يا سمبوليک امريکن سکولر اسلام رامينځته کړي . نو اوس ته ووايه چې د اسلام د پاره ځنګيږئ او که د مسيحيت او سکولر امريکن اسلام د پاره چې نوم به يې د اسلام او د قرآن پر ځای به يي قانون ديموکراسي او سکولريزم وي.

که ته په قرآن مين ځان بولي ، ستا قرآن وسوزول شو ، په ټوپک ووشتل شو ، هغوی خو ستا د قرآن له مينځه وړل غواړي ، ستا د قرآن پر ځای د منسوخ او ساختګي انجيل خپرول غواړي .

که ته په وطن مين ځان بولي ستا وطن خو اشغال شوی دی ته خو د اشغال بقاء غواړي ، که ته وغواړي او و نه غواړي ستا ورور به وژل کيږي ، ستا ورور بې عزته کيږي او په توره شپه کې به ستا د ورور په کور باندې د کفارو تندر او طوفان جوړيږي .

ګرانه ! داسې يې فرض کړه که مونږ په روس او امريکا حمله وکړو که څه هم هغوی پر جهاد هيڅ عقيده نه لري ايا د وطن او آزادۍ په خاطر به مو ونه وژني؟ له خپل وطن څخه به مو ونه شړي ؟.

ظالمه څنګه دې روليږي چې پر دواړو سترګو ور ته ګورې د کافر اجنبي له خوا ستا مسلمان ورور ، ستا مسلمانه خور وژل کيږي او بې عزته کيږي ؟

دا څنګه با ايمانه با غيرته او با ناموس مسلمان يې چې د بل مسلمان بې عزتي ،او د ناموس سپکاوی غواړې .

آيا ته دې خپل کور په بيګانه کس ساتې ؟ آیا بيګانه کس په کور کې پريښودل فساد او فتنه نه ده ؟

نن ته زمونږ وطن په يهودو او نصاراؤ ساتې ؟ امنيت مو په کافرو نيسې ؟ مسلمانان په خوب بيده وي او په کوچو کې يې د کافرو ګزمۍ ګرځي .

په توره شپه کې د مسلمانانو په کورونو ور خيږي ، دروازې يې ور ماتوي ، نر او ښځې ور وژنې او کسان يي بنديانوي او ته د هغوی سره د لارښود او چوکيدار په صفت ملګرې وې .

انګريزانو چې کوم وخت زمونږ پر وطن يرغل کړی وو ځنې کسانو به هغوی اوبه ور وړلې دوی به دغو کسانو ته لاټيان ويل چې لايټ له کلمې (چراغ ) څخه اخيستل شوی وه نن ورځ تاسې د امريکايان لاټيان ياست .

ای افسوس ستا په حال !!! څه وخت به پوهيږئ ؟ څه وخت حقيقت درکوئ ؟

 که ته د عامه تبليغاتو تر تأثير لاندې وې مثلاً د اسلام دوښمنو د تبليغاتو تر ثأثير لاندې وي يا د ضعيف الايمانه او له اسلام څخه ناخبرو کسانو د تبليغاتو تر تأثير لاندې وې او يا اسلام د اشخاصو په اعمالو کې ګورئ نو دا ستا لویه اشتباه او غلطي ده ته بايد قرآن او سنتو ته مخ کړي ځکه چې نن د فتنو زمانه نه ده رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : تَرَكْتُ فِيكُمْ أَمْرَيْنِ لَنْ تَضِلُّوا مَا تَمَسَّكْتُمْ بِهِمَا كِتَابَ اللَّهِ وَسُنَّةَ نَبِيِّهِ»: موطا مالك» 2/899 (1594)

(ستاسې په مينځ کې مې دوه څيزونه پريښودل تر هغه پورې به هيڅکله ګمراه نشئ څو پورې مو چې په دغو دوه څيزونو منګلې نښلولی وي (په هغه عمل وکړی ) د الله کتاب (قرآن ) او سنت نبوي

ای افسوس ستا په حال !!!

او همدانګه ځنې د دوی به وايي مونږ د مجبوريت له وجې د خپل اولاد د نفقي د پاره داسې کوو که نه په دې ښه پوهيږي چې دا زمونږ د دين دښمنان دي .

خبر شه ! دا د شيطان توکه ده چې شيطان او د هغه ملګري خلک په لوږ او فقر وېروي .

قوله تعالی : الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ (۲۶۸ البقره ) .شيطان تاسې په لوږه او فقر وېروي .

شيطان انسان ته وايي که دغه کار پريږدي بل کا نه درته پيدا کيږي دا کار مه پريږده .

شيطان ځکه د هغه په زړه کې دا ويره وراچوي چه په کوم حرام کار او شغل کې اخته وي هغې ته دوام ورکړي .

مګر هر چا چې د الله جل جلا له  په خاطر حرام کار او حرام کسب پريښود الله جل جلا له  به د هغه عوضونه ورکړي .

وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا ، وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ (الطلاق ۲-۳ ) .

او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ور ته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي ، او هغه ته د داسې لارې نه رزق ورکوي چې (په خپله ) ګمان نه کوي ، او څوک چې پر الله جل جلا له  توکل وکړي ده د پاره همدا (الله ) کافي دی.

دا څو کرښي ليکل مو يو ديني مسئوليت و بللو ځکه زمونږ هدف خو د مخلوق نږيدې کول دي خپل خالق ته دا د الله جل جلا له  حکم وو چې تاسې ته مو بيان کړ .

ښاغليه: که د پورته خبرو د کومې خبرې سره موافق نه وې مهرباني وکړه خپل وړانديز او نيوکه دې په ډاګه وليکه

مسلمانانو وروڼو !

د اسلام د بقا نصرت او قيام د پاره په هر ممکنه لاره چې وي کوښښ وکړئ ، د کفر او الحاد پر وړاندې ودريږئ يو پر بل بدګماني مه کوۍ ، قوم پرستې ، لسان پرستۍ ، تنظيم پرستي پرېږدی دا ټول شیطاني افعال دي او هر څوک چې په اوس وخت کې د مسلمانانو تر مينځ نفاق او تفرقي اچول غواړي ستر شيطان بلل کيږي .

په خپلو مسلمانانو وروڼو رحم وکړئ د هغوی سره ښه سلوک کوې (أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ)الهي امر په نظر کې ونيسی که جهاد کوئ ، که دعوت کوئ او يا هر طريقه د دين د نصرت د پاره کار کوئ ستاسې هلې ځلې به هغه وخت د الله جل جلا له  په دربار کې د قبول وړ وي چې اخلاص لله وي او د اسلامې احکامو مطابق وي .

آن لاين اسلامې لارښود