دامتل هسې بې ځایه نه دی ویل شوی په ریښتیاهم چې کله یوڅوک په تپه تیاره کې مزل کوي هره شېبه یوله وهمونوډک خیال لري اوفکرکوي چې اوس به یې سترګې په کوم نااشنا مخلوق لګیږي اویابه یې څوک له شانه په تیرو منګلو رانیسي ، دغه سوچ حتی هغه کسان هم لری چې فکرکوي نه ویریږي اوپه بلاګانو اوپریانوباور نه لري . خوهمغه خبره ده چې ډارن خلک حال وايي او زړور له ویرې سره سره حال نه وايي ، په تیاره کې دبلاګانواوپریانو ویره په زړه تیروي .

دغه بلاوې چې موږ ورنه په تیاره کې ویریږو بې له شکه چې اول خو زموږ خپل وهمونه ، خیالي بلاګانې اوسیوري دي خو که واقعت ولري نو بې له جنیاتوبل څه نه دی ، مسلمانان باور لري چې پیریا ن هم دخدای (ج) مخلوق دی دلیل یې دسپیڅلي قران داقول دی (( وماخلقت الجن ولانس الالیعبدون )) ژباړه اومانه دی پیداکړی پیریان اوانسان مګردخپل عبادت لپاره .

ددې نه معلومیږي چې پیریان هم دخدای تعالی مخلوقات اوبنده ګان دي .خوکه پام وکړو دشپې په تیاروکې ډیره ویره په اطرافي اوکلیوالو سیموکې وي علت یې دادی چې هلته بریښنا، اوګڼه ګوڼه نشته ، اکثره چوپیتا وي ،غرونه ، ځنګلونه ، کنډوالې اولویې کلاګانې زیاتي وي چې ویرونکی چارپیریال جوړوي دلته طبعاخلک دشپې ډاریږي اودبېلابېلو نالیدلو بلاګانو تصوریې په ذهن کې وي اوتل ورنه ډاریږي خو په ښارکې بیادهستوګنې چارپیریال کاملا له دې سره فرق لري هلته تل رڼاګانې اوشور ماشوروي نوځکه خو ښاریان یا ښارته تللي کلیوال دویرې احساس نه کوي ماشومان یې بې زړه اوډارن نه وي اوپه دې شیانو چندان باور هم نه لري ، ترټولو مهم داچې ځان ورته یوازې نه ښکاري .

ددینې علوموډاکتراستادعبیدالرحمن وايي چې پیریان اکثره په داسې ځایونوکې اوسي چې دخلکو له تګ راتګ اوشور ماشور نه لرې وي ځکه هغوی هم بېله نړۍ او کاروبارلري چې په مختلفو څیرو ځان راڅرګندولی شي خوهغه وخت چې څوک په عذابوي نو په بدشکله بڼو راښکاره کیږي .

ډاکترعبیدالرحمن زیاتوي چې پیریان له ښارونو په کلو، دښتو، غرونو ، هدیرو اوځنګلونوکې ډیره هستوګنه لري اوپه دغه ځایونوپه ځانګړي ډول په کلو کې ځان ورته له ښاره ځواکمن ښکاري نو ځکه خوکله کله ځینې سرکښه پیریان دبلاګانوپه جاموکې ځان څرګندوي خوکه څوک دشپې له ګرځیدو ډډه وکړي او یاکه ډیرضرورت وي نو بسم الله ووايي نوجنیات ورنه ځان ساتي اونه به ویریږي داخودلویانوستونزه شوه له بده مرغه چې زموږټولنه یوه بله لویه ستونزه هم لري هغه داچې اکثره وخت خپل ماشومان په بلاګانو اوپیریانو ویروو دپیداګوژۍ عالمان وايي چې دغه ویره دماشوم په راتلونکي شخصیت خورامنفي اثرلری اوهغه دیوه بې باوره اوډارن انسان په توګه ټولنې ته وړاندې کیږي په دي هیله چې ماشومان موداسې په یرو کې نیمګړي ونه روزو