دا که د یو نوي کار لټه وي، یا له پخواني کار تبدیلي وي، یا په منډه کې د لومړي مقام ګټل وي او یا هم د ۲۰ کیلو ګرامه وزن کمول وي.

ستاسو چاپیریال د هرڅه ټاکونکی دی.

پوښتنه دلته ده، چې د حل لپاره څه وکړو؟ ستونزه داده چې ۸۰ سلنه خلک له خپلو دندو خوښ نه دي.

زموږ او ستاسو چاپیریال ټول په دې رنځ مسموم دی. ددې ستونزو زیاتېدو له وجې زموږ او ستاسو ډېری غواړو یوازې واوسېږو. دلته هم خبره نه خلاصېږي، بلکې زموږ شاوخوا خلک په دې باور دي، چې موږ د خپلو دندو د ترسره کولو وړتیا نه لرو.

په دې دلیل باید په قصدي د خپل چاپیریال شرایطو ته بدلون ورکړو.

په تېرو څو کلونو کې د ټولنیز ژوند د غښتلي کولو په اړه ډېرې څېړنې شوې دي. هغومره چې موږ فکر کوو له نورو سره اړیکي رامنځته کول هم سخت نه دي. لاندې ۱۶ هغه لارې چارې یادې شوې دي، چې په مرسته یې کولای شو، په سمدستي ډول ټولنیزې اړیکي غښتلې کړو او په ټولنه کې خپل ځانګړی مقام خپل کړو.

۱ –  د ملګرو لټه وکړﺉ

 دا د کار بنسټ دی. د اړیکو د غښتلیو کولو کار پرته له ملګرو او دوستانو امکان نه لري.

کله چې غواړﺉ چاسره نږدې اړیکي پیدا کړﺉ، وپوښتﺉ:(( که دا کس زما او یا د کوم بل کس ډېر نږدې راز داره دوست وای، ما باید ورسره څه ډول چلند کړی وای؟))

تاسو له خپلو نږدې ملګرو سره رازونه لرﺉ او هڅه نه کوﺉ د خپلو رازونو کومه برخه ترې پټه کړﺉ. خپلو ملګرو ته لومړیتوب ورکړﺉ. د هغوی ستونزې واروﺉ او هڅه وکړﺉ له هغوی سره په مشکلاتو کې مرسته وکړﺉ. د هغه په طبیعت چلند وکړﺉ.

۲-  سملاسي ارزښت او باور ورکړﺉ

 له خلکو سره ملګري کېدل له هغوی سره د ژوند په ستونزو کې مرسته کول دي. هغه که په مسکا وي، که په یو نوي وړاندیز، یا د یو نوي کتاب په معرفي کولو وي او یا هم ځینې نورې لارې چارې. ... دا ټول له ملګرو سره د مرستې یوه لاره ده. له هرچا سره د ارزښت او بارو ورکولو موقعې یا چانس په لټه کې اوسﺉ. سخي او له نورو سره مرسته کوونکي اوسﺉ.

۳ – په دې ځان وپوهوﺉ چې د ملګرو لپاره مو څه شی مهم دی

 څېړنه وکړﺉ. هرڅومره مو چې مرسته ځانګړې وي غوره ده. هرڅوک مو چې زړه غواړي ورسره دوستان شﺉ. د هغوی ویبلاګ او یا کتابونه ولولﺉ، د هغوی د ذوق، کورنۍ، معنوي ارزښتونو او دندې په اړه معلومات راټول کړﺉ. ټول شیان یوه لوبه ده، د نننۍ ورځې د انلاین او ټولنیزې میډیا په شتون کې د چا په اړه د معلوماتو نه لرل یوه بهانه ده، چې هېڅکله په دې برخه کې د منلو وړ نده.

۴- ګدې ځانګړتیاوې پیدا کړﺉ

ټول خلک ګډې ځانګړې لري. دا کار د یوې په زړه پورې لارې په ډول غوره کړﺉ. هرڅومره زر چې کولای شﺉ، دا ګډ نظرونه، اندونه او ذوقونه پیدا کړﺉ. په ښوونځي، پوهنتون، رستورانت، ښار او یا ټلویزیوني خپرونې یې پیل کړﺉ او ورو ورو مو بحث ژورو مسایلو طرف ته بوځﺉ.

۵ – دقت وکړﺉ

خلکو ته د یو جذاب شخص په ډول د ځان ښکاره کولو یوازینۍ لاره همدا ده چې خپل ځان جذاب وښایاست. د نورو په اړه په ټولو څه چې پوهېږﺉ علاقه څرګنده کړﺉ،  دا کار ددې لپاره نه چې سملاسي ځواب ورکړﺉ، بلکې دې لپاره چې د هغوی د ذوقي نړۍ پر لور ځانته یوه کړکۍ پرانیزﺉ. ټول خلک خوښوي چې په هغوی تېرې شوې تجربې تاسو ته ووایي، په ډېره مینه او علاقه یې واروﺉ.

۶- خپله علاقه زیاته کړﺉ

باید جالب په نظر ورشﺉ. دې کار لپاره تر ټولو په زړه پورې لاره د اده چې د هغه فکر، نظر او ذوق په اړه چې خوښ یې لرﺉ په پام کې ونیسﺉ. ستاسو علاقه، ذوق او شوق د نورو له خوا له تاسو سره د اړیکو نیولو په برخه کې مثبت ټکی دی. هېڅوک نه غواړي له بې تفاوته خلکو سره دوستي وکړي. دا په یو ارزښتمن کس د بدلېدو لپاره تر ټولو غوره او ښه لاره ده چې له بې تفاوتۍ پرې تبدیل شﺉ.

۷- یوازې پخپله تاسو یاست

هڅه مه کوﺉ لکه د نورو په شان ځان څرګند کړﺉ. انتقاد منونکي واوسﺉ. د ژوند ریښتیني اهداف او داستان مو بیان کړﺉ. له نورو سره د خپلې میرمنې، اولادونو او شخصي ستونزو په اړه وغږېږﺉ، د هوا او طبیعت په اړه خبرې هېڅ ډول اړیکي نه رغوي.

۸-  د نړۍ تر ټولو ښکلې جمله وکاروﺉ

نومونه یاد کړﺉ. هېڅ شی له اورېدلو غوره ندی او په ځانګړي ډول له هغه چا څخه چې نوي ورسره اشنا شوي یاست. دا چې (( زما څه په یاد نه پاتې کېږي)) د هېڅ عذر په ډول نه منل کېږي. تمرین وکړﺉ. هماغه شېبه چې د یو چا نوم اورﺉ له ځان سره یې یاد داشت کړﺉ. د یادولو لپاره یې په لوړ اواز له ځان سره تکرار کړﺉ. پخپل ذهن کې یوبل په زړه پورې نوم یا تصویر ورسره وتړﺉ. په هرډول چې کېږي د هغه نوم یاد کړﺉ، هسې نه چې بله ورځ له مخامخېدو سره مو د هغه نوم له ذهنه ایستلی وي او دا کار د اړیکو سستوالی راولي.

۹- اړیکي رامنځته کوونکی و اوسﺉ

ډلې له یو بل سره وتړﺉ. د مختلفو پېښو کوربه و اوسﺉ. هغه دوستان چې ګډ دریځونه لري له یو بل سره معرفي کړﺉ. ستاسو له خوا له دوستانو سره تردې بله لویه ښیګڼه نشته.

۱۰- په زړه پورې ژوند ولرﺉ

یو داسې ژوند ولرﺉ، چې داستان اورېدل یې د ټولو او په ځانګړي ډول تاسو ته په زړه وي. داسې کارونه ترسره کړﺉ، چې په عادي ډول یې نه ترسره کوﺉ. یوازې په یو نوي چاپیریال کې ژوند کول کولای شي تاسو له داسې نویو دوستانو سره اشنا کړي، چې کله به مو هم اوس په فکر کې نه وي تېر شوي. د نویو ډلو له خلکو سره اشنا شﺉ. تاسو به ځان وازمویﺉ چې ډېر کار کول د پېژندلو لپاره ډېر څه درکولای شي.

۱۱- کیسه وکړﺉ

یوازې انرژي لرونکي کسان دي، چې خبرې کوي، نه واقیعتونه او پېښې. هر کله مو چې طبعه برابره وه له نورو سره په کیسو مجلس ګرم کړﺉ، دا کار له هغې وروسته پیل کړﺉ، چې نوریې له تاسو غوښتنه وکړي. د خپل ژوند په زړه پورې خاطرې هم کولای شﺉ له نوره سره شریکې کړﺉ، چې هغوی هم ترې خوند او پند واخلي.

۱۲- داسې لباس واغوندﺉ چې د نورو توجه جلب کړي

له دې خبرې زموږ هدف دا نه دی چې تاسو د نورو خلکو خلاف انتخاب وکړﺉ، باید یو داسې انتخاب ولرﺉ چې یوازې ستاسو ځانګړنه وي او نور مو په همدې ځانګړې وپېژني. د بېلګې په ډول داسې خوله او یا کالي انتخاب کړﺉ چې له لیدو سره سم د خلکو توجه جلب کړﺉ.

۱۳- منونکي واوسﺉ

هېڅ کله له خلکو د مننې یو ډېر وړ چانس هم له لاسه مه ورکوﺉ، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې له تاسو سره یې په یو مهم کار کې مرسته کړې وي. د مننې لپاره هروخت په نویو لارو چارو فکر ولرﺉ.

۱۴- غریبان خپل دوستان وګڼه، نه دښمنان

که کله یو اتاق ته داخلېږﺉ، یو ناڅاپي مو سترګې په یو دوست لګېږي، چې سترګې یې له کلونو تاسو سره اشنا دي، موخه مو ستاسو غریب دوستان دي، د ملګرﺉ چانس یې له لاسه مه ورکوﺉ.

۱۵- خلکو ته متوجه اوسﺉ

که کله هم خپل چاپیریال ته متوجه ونه اوسﺉ او ځینې کسان او شیان درته بې اهمیته وي، پورته ټولې هڅې مو بې ځایه دي. په ټولنیز ژوند کې د خپل ملګري اهمیت ته نه متوجه کېدل کولای شي هڅې مو په اوبو لاهو کړي. که داسې کېږي، چې په جدي ډول له یو چاسره اړیکي ټینګوو، باید له خپلې ترهغې جدي تګلارې هم ورته تېر شو.

۱۶- خپل ځان څرګند کړﺉ

په کورنۍ او دفتر کې داړیکو رامنځته کېدل د حافظ غونډاری نه دی چې را برابر به شي. باید له کوره ووځې، له نورو سره اړیکي ټینګې کړې. دا کار کېدای شي د ایمیل او یا ټولنیزې شبکې پر مټ لکه فیسبوک، ټویټر او سکایپ له لارې پیل کړﺉ. مګر دا یو پیل دی، تر نږدې اړیکو هېڅ هم ډېر مهم ندي. یوازې دا هم مهمه نده چې اړیکي مو باید د ټینګالوژۍ پرمټ وي لکه په موبایل احوال اخیستل او یا زنګ وهل راوهل، بلکې د نږدې اړیکو رامنځته کولو لپاره له دفتره او کوره وتل شرط دي او یو داسې ځای ته ولاړ شﺉ چې ډېر مهم او په زړه پورې خلک هلته تګ راتګ ولري. دا زموږ شاوخوا خلک دي چې زموږ دنیا جوړوي نه نور څوک.

کولای شﺉ همدا اوس زموږ خوبونه په اوبو لاهو کړﺉ. انتخاب سل په سلو کې ستاسو په لاس کې دی. رښتیا همدا شېبه مو شاوخوا څوک دي؟