امریکایي لیکوال برایان تریسي ( د وینا فن ) په نوم کتاب کې ځینې هغه رازونه راسپړلي دي ،چې له مخې یې کولای شو اغېزمنه وینا وکړو.
وړاندې تر دې ، چې دوینا کولو لپاره ځان تیار کړئ، ځینې لارښوونې په نظر کې ونیسئ:
- وېره او ډار مو له زړه لرې کړئ او خپل کار ته قوت ورکړئ.
- هرکار ترسره کولای شئ ، که ویې غواړئ:
داسلامي تاریخ سربېره دژوند په ډېرو نورو پړاو کې به مو اورېدلي او یا ورسره مخ شوي یاست.
ډېر هغه کارونه تر کېدو وروسته به تاسو ته څنګه برېښېدلي وي ، چې تر کېدا وړاندې به مو دنه کېدو په اړه یې فکر کړی و.
په انساني ژوند کې ډېری نه کېدونکي کارونه تر لومړۍ او دویمې تجربې وروسته دکېدا بڼه خپلوي ، دا هرڅه یواځې او یواځې دانسان په هڅو ، زیار او پرېکړو پورې تړلي وي، چې څنګه یې غواړي هسې کیږي.
په اسلامي تاریخونو کې لولو ، چې ابن الحجر په نوم ستر عالم له لومړنیو همداسې غښتلی او پرځان بسیا نه و.
ابن الحجر دخپلې تنبلۍ له امله دټولګیوالو رېشخند شو ، بلاخره دې ته مجبور کړای شو ،چې ټولګی پرېږدې او په بازار کې له یو ډوډوۍ پخوونکي سره ورځنۍ مزودري وکړي.
یوه ورځ یې بادار ورته داوبو یو لوښی ورکړ ، چې له یو ځای څخه اوبه راوړي.
داوبو راوړلو پرمهال دې ته ځیر شو، چې د اوبو څاڅکو لاندې پرته تیګه خوړلې او کنډاو کړې وه ، همدلته و، چې ابن الحجر یې تر اغېزې لاندې راغی ، چې اوبه تیګه خوړلی شي او زما مازغه درس نشي جذبولی.
هوډ یې وکړ او هماغه و،چې دې ستر عالم او پوه ځان هماغې تېګې ته منسوب کړ او پرځان یې ابن الحجر (د تیګې زوی) نوم کېښود.
له نوموړي دامهال لوی لوی تفسیرونه او نور دیني کتابونه په میراث پاتې دي.
که تاسې هم غواړئ، چې برلاسی وینا کوونکی واوسئ ، وړاندې تروینا کولو څو څو ځله ددې فن تجربه او ازموینه وکړئ حتمي ده ،چې یوه ورخ به تاسې هم مشهور وینا کوونکی واوسئ.
- ځان پېژندنه په ځان کې غښتلې کړئ:
له ځان پېژندنې څخه موخه همداده ،چې هرانسان وړاندې تردې ،چې د نورو له خوا وپېژندل شي ، بویه ،چې ځان په خپله تر ټولو لومړی وپېژني.
ځان غښتلی وګڼئ ، ستاسو په فکر نه کېدونکي کار ته ملا وتړئ او پرځان باوري شئ حتمي ده ،چې وبه یې کولای شئ.
- اغېزمنې او ښې خبرې کول زده کېدونکې دي:
هر فن او علم ، چې له نورو زده کیږي حتمي ده ، چې داغېزمنې او ښې وینا کولو فن او علم هم استاد او لارښود ته اړتیا ولري.
ددې برخې د غښتلتیا لپاره کولای شئ دهغو کسانو ویناوې دقیقآ واورئ ،چې ددې برخې متخصصین ګڼل کیږي.
نن ورځ په بازارونو کې په سلهاوو داډول کمپیوټري تصویري او غږېزې کېسټې تر لاسه کیږي ، چې کولای شئ اغېزمنې خبرې کول ترې زده کړئ.
- دوینا پرمهال ځانګړي حرکات ترسره کړئ:
کله ،چې یو ټولي ته وینا کوئ ، نو د خبرو کولو پرمهال مو ځانګړو حرکتونو ته ډېر پام ولر ئ.
د وینا پرمهال وړاندې وروسته کېدل، دلاسونو خوځول ، په لاس کې دقلم او یا سپینو پاڼو یا کتابچې نیول هغه څه دي ،چې کولای شي دوینا پرمهال ستاسو ذهني ستړیا راکمه کړي.
دکتاب لیکوال دیوناني پوه ( د موستن ) بېلګه وړاندې کوي.
د موستن د ژبې بندښت درلود له هغې ،چې یې وغوښتل باید اغېزمن وینا کوونکی واؤسي ، نو ازموینه یې پېل کړه.
دموستن به دخبرو کولو پرمهال وړې تېږې په خوله کې اچولې ، چې وکولای شي له همدې لارې د خپلې ژبې بندښت له خلکو پټ وساتي او په پای کې ترې داسې وینا کوونکی جوړ شو د کوم لپاره یې ، چې هڅه کوله.