، کله نا کله به ستړيا محسوسوئ . که رښتيا سره ووايو داشکايت ډېر عام دى . هغه خلک هم له ستړيا سرټکوي ، چې له سره کار نه کوي . داسې خلک ، که دسهار په ځاى ترماسپښين پوري ويده وي او له خوراک څښاک او مچانو شړلو پرته هيڅ کار هم ونه کړي ، بيا هم داشکايت کوي ، چې ډېر ستړي دي .

ځيني خلک هيڅ په هيڅه ستړي وي ، سبب يي داوي ، چې دوى ځان ستړى ګڼي . په حقيقت کې ددوى داستړيا ، چې دوى دومره ځوروي بدني يا دبدن دغړوستړيا نه وي ، بلکې دا دماغي يا رواني ستړيا وي . ددې تداوي هم دبدني ستړيا په پرتله ډېره اسانه ده ، بس لږ غور او فکر ته اړتيا لري .

دستړيا له تداوې وړاندې بايد په دې ځان وپوهوو اوسبب يي پيداکړو . که سبب يي پيداکړو بيا نوره ستونزه نو په ډيره اسانۍ هواريږي .په لاندې مثالونو غور وکړئ .

دجمعې ورځ وه ، ستاسي رخصتې وه ، دکورد يوشمير غټو اوكوچنيو کارونو كول مو په مخكي دي ، څوځله دباندې ولاړئ ، دکور لپاره مو داړتيا ځيني شيان له بازار نه رانيول يا دخپلو خپلوانو کره ولاړئ ، داسې احساس مو وکړ ، چې له څو ساعته منډو ترړو وروسته ښه ستړي ياست ، فکر مو کاوه ، چې بايد ولمبيږئ او لږاستراحت وکړئ . عين په دغه وخت کې مو ديوه دوست پيغام درته ورسيد ، چې دغرمې ډوډۍ ته يي ميلمستيا ته بللي ياست . او په پيغام کې يي درته دا هم ويلي وي ، چې دماخوستن دډوډوۍ له خوړو وروسته به په ګډه فلم هم وګورو . دا دوست په تاسي ډېر ګران دى ، تاسي هم غوښتل ، چې ورسره ووينئ ، ځکه نو ستاسي ستړيا ورکيږي او په خوښي ، خوښي ددوست کره ځئ . له چاى ، ډ وډۍ وروسته له هغه سره په سيل وځئ اوبيا د شپې ترناوخته د فلم كتو ته کښينئ ، خو په دې ټول وخت کې يوه شيبه هم تاسي داسې احساس نه کوئ ، چې تاسي هغه څوک ياست ، چې له غرمې مخکي ډېر ستړي وئ ، لږ فکر وکړئ ستاسي هغه ستړيا څه شوه ؟

په ښوونځي يا دفترکې به مو هم ډېر ځله ستړيا محسوسه کړې وي . کله ، کله به موډېر کار کړى وي او زيات کار به سخت ستومانه کړي ياست . ډېر ځله به مو ساعت ته کتلي وي او فکر به مو کړى وي ، چې کله به له دې مصيبت نه خلاص شم . په عين حال کې مو يو ګران ملګرى راځي ، کوم زيرى اورئ ، سيل ته دتګ وعده کوئ ، سمدستي مو دماغ تازه کيږي ، داعصابو سختي مو کميږي او ستړيا مو له منځه ځي . له دې مثالونو نه څه پايله لاس ته راځي ؟

دا، چې که دپرله پسې او يو ډول بوختيا له امله درامنځته کيدونکې ناخوښې په بهير کې ناڅاپه څه بدلون ، څه رنګارنګې راځي او تاسي يو ناڅاپه ځان تراو تازه محسوسوي ، نو پوه شئ ، چې ستاسي ستړيا يوازي خيالي او رواني ده . رواني کار پوهان وايي بدني ستړيا هم ترډېره رواني ده . نامتو انګريزليکوال هربرټ اين کيسن په دې لړکې يو په زړه پوري مثال راوړي ، دى ليکي ، چې يو هلک سهار وختي دکبانو دښکار لپاره وځي . ټوله ورځ په ښکار پسي لالهاند وي ، ماښام دښکار پيټى هم کورته راوړي او ستړى نه وي ، خو که مور يي ورته د ډبرو دسکرو دراوړو ووايي ، نو هلک له واره ستړى شي . ولي ستړى شي ؟ ځکه ستړى شي ، چې د ډبرو د سکرو په راوړو کې هيڅ راز دلچسپې نه لري . ددې برعکس دکبانو ښکار يي شوق دى او دغه شوق يي ستړيا ته نه پريږدي . دستړيا په هکله دا په يادلرئ ، چې اصلي مرکز يي دماغ دى . د ماغ په ټول بدن واکمن دى ، څنګه ، چې دى فکر کوي ، کيږي او څنګه ، چې دحالاتو او واقعاتو نه دماغ اخستنه کوي ، په نور بدن يي هم سمد ستي اثرڅرګنديږي . که دماغ داسې فرض کړي ، چې تاسي ستړي ياست نو بدن به مو ستړيا احساس کړي ، که ستاسي بدن ستړى وي او دماغ دانه مني ، نو په بدن باندي دستړيا هيڅ اثر هم نشي څرګنديداى . له ستړيا نه سرټکونکي ډېرى داسې نارينه او ښځينه وي ، چې په ژوند کې له خپل مقام او موقف نه ډاډمن نه وي . دژوند حالات يي ناسم وي . او دخپلې خوښې په خلاف کار له پيل کولو وړاندې يي ډېر خوبونه او خيالونه ليدلي وو . له دې ارمانونو نه يي يو هم ونه خوت او ديوه داسې کار په کولو مجبور شول ، چې ددوى له وړتيا او زده کړيز صلاحيت نه دډېرې ټيټې کچې و . دمثال په توګه يو ځوان له پوهنتون نه دلوړو زده کړو سند ترلاسه کړ، ده داسې ګومان کاوه ، چې ښه وظيفه به پيدا کړي ، خو داسې ونه شوه . حالاتو اړيست ، چې په يوه دفتر کې د عادي كاتب په توګه کار وکړي . که څه هم دى په يو څه کولو بوخت دى ، خو يوه خوا يي معاش لږ دى او بله خوايي دخپلو زده کړو په پرتله موقف او عزت په نشت حساب دى . په داسې حال کې ، چې دده نور سيالان په لوړو پوستونو کار کوي ، دا وجه ده ، چې دى تل مانده او زړه ماتى وي ، خپل بخت او يا د وخت بې وفايي ته بد رد وايي . داسې احساس کوي ، چې له ده سره بې انصافي کيږي . دده دوړتيا وو بې قدرې او سپکاوى کيږي . دا احساس يي هروخت ځوروي ان له ميز نه دهرکاغذ په را اخستلو او پرې اېښودلو کې هم دده دنازړه توب دا احساس له ورايه بريښي . هر غټ او وړ کار ورته يو دروند پيټى ښکاري . داپيټى پکې ستړيا پيداکوي . دبدن ستړيا نه ! رواني ستړيا . ايا ددې هيڅ علاج نه شته ؟

بې له شکه شته ، يوازي دليدلوري بدلون ته اړتيا ده . بې له شکه دده دا حق خوندي دى ، چې دښه او غوره فرصت په لټون کې وي او په ژوند کې فرصتونه پيداکيږي ، خو ددې دا معانا هم نه ده ، چې په کوم سم او يا ناسم کار ، چې لګيا دى هغه دي سم نه ترسره کوي . دى په بيړنيز ډول له حالاتو سره روغه جوړه ولي نه کوي ؟ خپل مسووليت په سمه توګه ولي نه ادا کوي ؟ ولي هغه څه ، چې حقيقت دي او په وړاندې يي دي نه مني ؟ ولي په دې نه پوهيږي ، چې داسې هيڅ کار نشته ، چې په زړه پوري والى په کې نشي پيداکيداى .دى دکار ښه وړتيا لري ، که له زړه کار وکړي ، نو د ملګرو او امرانو په زړونو کې دښه درناوي څښتن کيداى شي ، پرمختګ کولاى شي او دوستان او ملګري پيداکولاى شي . او ممکن دهدغو ملګرو په وسيله څه داسې حالت راپيدا شي ، چې دده دهدف ته درسيدو وسيله وګرځي .