تر ټولو د مخه به یادونه وکړو چې زموږ دا پروګرام ژوندئ نه دئ له دې امله چې یو زیات شمیراوریدونکي موږ ته د پروګرام د خپریدو پر مهال زنګونه وهي نو باید ووایو چې که تاسې د کوم مرض په اړه مالومات غواړئ یا کومه پوښتنه لرئ کولای شئ هره ورځ له ۹ نه تر ۳ بجو پورې له موږ سره تماس ونیسئ تاسې یواځې زموږ شمیرې ته میس کال راکړئ موږ به درته زنګ ووهو .
اوس به راشو خپلې خپرونې ته .
لومړئ باید هیمورهوئید یا بواسیر وپيژنو چې څه ډول ناروغي ده .
بواسیر د مقعد یا د لوېې کلمې د وروستۍ برخې اړوندد وینې د وریدونو پړسوب ،لویدل او کله کله سوري کیدل دي چې د وینې د بهیدو لامل ګرځي .
یعنې دا چې د مقعد په وروستۍ برخه کې چې کوم د وینې وریدونه دي د یو شمیر عواملو او فشار له امله په کې وینه غوڼډيږي او کڅوړه کیږي چې د تغوت یا تشناب ته د تللو پر وخت ناروغ ته ستونځې پيښوي حتې زخمي کیږي او د وینې د بهیدو لامل ګرځي .
بواسیر کیدای شي د مقعد په وروستۍ برخه یا هم دننه وي چې لومړۍ ته ېې خارجي او دوهم ته ېې هم داخلي بواسیر ویل کیږي .
دا ناروغي هم په ښځو او هم په نرانو کې شته خو ډير خلک له ۴۵ او ۵۰ کلونو تر منځ پرې اخته کیږي .
د ناروغۍ نښې :
تشناب ته له تلو وروسته د مقعد په وروستۍ برخه کې درد او سوزیدنه .
تشناب ته د تلو پر مهال د وینې بهیدنه یا موجودیت
په مقعد کې د یوې کتلې یا دانې را منځته کیدل .
د مقعد تورم پړسیدنه او التهاب
د ناروغۍ عوامل :
د مقعد د وینې په وریدونو یا شنو رګونو د دوامداره فشار موجودیت چې دا کیدای شي د مریض د اناتومي سیستم له امله وي یعنې په یو شمیر ناروغانو کې په تیره چې چاغ هم وي خیټه په مقعد فشارواردوي او هلته د وینې حرکت له ستوڼځو سره مخامخوي .
همداراز قبضیت په تیره دوامداره قبضیت هم په همدې رګونو فشار واردوي چې د قبضیت لاملونه بیا بیل دي د مثال په ډول د وچو او قبض راوړونکو خوراکونو خوړل د میوو او سبو یا هغو غذايي موادو کم خوړل چې فیبر لري .
د حرکت کموالئ .
او د اوبو او اوبلنو یا نرمو موادو کم خوړل .
د بواسیرو یو بل لامل هم د ډير وخت لپاره په ولاړه دریدل یا هم د پښو په سر کیناستل دي ځکه په داسې ډول هم د وینو په لاندیو رګونو ډير فشار واردیږي .
په خپله د وزن ډيریدل ، په ښځو کې امیدواري ،د وینو د غوړو زیاتوالئ سیروز ، او وریکوزیس په زړو خلکو کې د عضلاتو شل والئ او د رګونو د مقاومت کمزوري .
د کبد یا ځيګر ناروغۍ او د صفراء ناروغۍ ځکه دا دواړه د خوراکي موادو په هضم کې رول لري .
د وینې لوړ فشار د کلمو سرطان او یو شمیر نورې عوامل هم شته چې د بواسیرو له زیاتولي سره په مستقیم ډول اړیکه لري .
وقایه :
لومړۍ دا چې د تغوط یا تشناب ته د تلو پر مهال آرمه کینۍ او هڅه مه کوئ چې زور ووهئ او زر له تشاب نه ووزئ .
دوهم دا چې په تشناب کې د ډير وخت لپاره د پښو په سر هم مه کینۍ کولای شئ زر زر تشناب ته لاړ شئ خو په یوه وار په تشناب کې د ډير وخت له تیرولو ډه ده وکړئ .
که مو وزن ډير وي د وزن د کمولو لپاره اقدام وکړئ چې کولای شئ د غذايي رژیم په سمولو او سپورت سره دا چاره تر سره کړئ .
په خپل غذايي رژیم کې د فیبرو کچه لوړه کړئ . یعنې د میوو او سبو د خوراک کچه زیاته کړئ .
یو شمیر خلک فکر کوي چې د مناسب غذايی رژیم رعایتول ډيرو پيسو ته اړتیا لري خو داسې نه ده ځکه یو خو په کلیوالو سیمو کې سابه او میوې له ځایه ډيرې وې او بل ارزانه هم وي ، د مثال په ډول ګازرې ګل پي مولۍ کچالو کدو شلغم او نور چې په افغانستان کې د بوسو په بیه خرڅيږي تر ټولو ښه سابه او میوې دي چې د غذايي رژیم له سمولو سره په څنګ کې ډير مهم ویټامینونه هم لري مثال په ډول ګازرې د اې ویټامین لري او د سترګو د ناروغیو لپاره ډير ګټور دي .
همداراز په کلیوالو سیمو کې مڼې زردالو ناک هندوانې ، خربوزې، انګور انار او دول ډول نورې میوې هم موندل کیږي چې هم ارزانه وي او هم ګټورې .
همداراز په کلیوالو سیمو کې ډول ډول سابه موندل کیږي چې کولای شئ هغه د ژمي لپاره هم وچ کړئ .
حتې د کور ښځې کولای شي د کور په انګړ کې سابه او ترکارۍ وکري چې له یوې خوا به مو له چاره له اقتصاد سره مرسته وکړي او له بلې خوا به مو غذايي رژیم هم مناسب شوئ وي ،
البته باید ووایو چې د افغانستان ټولنې ته په پام سره په دې کار کې د کور د نرانو د زمینې برابرول او مرسته ډيره اړینه ده .
په خپله د غواوو شیدې مستې کورت ، پينر ، کوچ او داسې نور ،ټول په غذايي رژیم کې تر ټولو اصلي مواد ګڼل کیږي خو له بده مرغه چې خلک ېې لکه څنګه چې مناسبه ده داسې نه شي استعمالولئ .
د مثال په ډول په ډيرو کلیوالو سیمو کې د کور مشرانې ښځې هڅه کوي چې شیدې د تازه خوړلو په ځای په غړکو او ځګونو کې په کوچو او بیا په ژیړو غوړیو بدلې کړي چې د شیدو ډير مهم عناصر په کې له منځه ځي .
شیدې یوه مکمله غذا نومول شوې او یوه مکمله غذا هم ده که تاسې فکر وکړئ یو نوئ زږیدلئ ماشوم د مور له شیدو خپل هرڅه تأمینوي ، خو ژيړ خوړي کوم ځانکړي ویټامینونه او پروتین نه لری او یواځې د شحمیاتو اطلاق پرې کیږي چې نه یواځې بدن ته کوه خاصه ګټه نه لري بلکې د وینې د فشار د لوړوالي او د زړه د ناروغیو لامل هم ګرځي .
همداراز موږ کولای شو په ډير کم مصرف خپل کور ته څيرمه یا په خپل لنډ پټي یا باغ کې مولۍ ، مولي سرخکې ، ګشنیز ګندنه پياز او نور ډول ډول سابه وکرو .
تازه شفتلې هم په تیره د پسرلي په موسم کې ډير ګټور سابه ډي چې د وچولو وړتیا هم لري او د ژمي لپاره ګټور خواړه ترې جوړیږي .
بیا به هم راشو خپل اصلي بحث ته چې د همورهوئید یا بواسیرو په اړه دئ .
په مناسبه اندازه د پښو تګ د قبض له کمښت او د بواسیرو له کمیدو سره مرسته کوي خو ډير تګ په خپله د بواسیرو د ډيروالي لامل ګرځي .
د ورځې نیم ساعت په پښو ګرځيدل ګټور د ي.
غذايي رژیم بیا هم وایو چې د بواسیرو په کمیدو کې رول لري او جوار ، غنم اوربشې وریجې او نورې غلې هم د فیبرو مناسبه اندازه لر ي.
فیبر چې په میوو سبو او غلو کې موجود دي د کلمو د حرکت د زیاتوالي او بلآخره د معدې د نرمښت لامل ګرځي چې د بواسیرو په څير د نورو ډيرو نارغیو د مخنیوي لامل کیږي موږ له دې وړاندې د سر درد په کمولو کې هم دې برخې ته اشاره کړې وه .
د غنمو سبوس یا پوست په خپله د قبض له کمولو سره مرسته کوي نو باید دا ډول ناروغان د غنمو سبوس لرونکې ډوډۍ وخوري .
باید ووایو چې تر بازاري سپينو اوړو د غذايي رژیم له پلوه په ځلونو کلیواله ډوډۍ چې ډيره سپينه نه وي ګټوره او خوندوره ده .
همداراز نخود او لوبیا نسک او سویا هم په کافي اندازه فیبر لري .
د ورځې باید لږ تر لږه دوه یا دوه نیم لیتره اوبه وڅښو چې له آتو نه تر لسو د اوبو ګیلاسونو په اندازه ده .
په منظم ډول سپورت .
د ورځې دوې قاشوغې د زیتون غوړي مصرفول د کلمو له نرمولو سره مرسته کوي .
د سګرټو له څکولو د یو شمیر غذايي موادو له خوړلو پرهیز چې هغه قبض راوړونکي غذايی مواد دي او موږ په تیر پروګرام کې ورته یو څه اشاره کړې وه .
البته باید ووایو چې خواږه مواد ، تصفیه شوي غلې لکه له سبوس پرته د سپينې اوړو او غنمو ډوډۍ او بازاري ډول ډول غذايی موادو او سوس .
همداراز مالګین خواړه د بواسیرو لپاره ښه نه دي .
د بواسیرو درملنه .
بواسیر کیدای شي په وقاېې سره ښه شي خو دا هم کیدای شي چې د شرایطو له برابریدو وروسته یو ځل بیا هم پيدا شي .
نو له همدې امله ډاکتران د بواسیرو د نوعیت له مالومولو وروسته اکثره د جراحي عملیاتو پریکړه کوي .
ډول ډول جراحي عملیات د بواسیرو لپاره وړاندې شوې چې موږ به ېې یواځې نومونه واخلو.
لومړۍ ېې د بواسیرو په ناحیه کې د وړو پلاستیکي لولو یا پیپونوتیرول دي تر څو له احتمالي فشار سره مقاومت وکړئ شي .
سکلرو تراپي ده یعنې دپړسیدلیو وریدونو د حجم کمولو لپاره ناحېې ته کیمیاوي مواد ترزیق کیږي .
په مایع نایتروجن سره د وینې درګونو حجم کموي .
همداراز په لایزر او دنوري وړانګو (مادون یا ماتحت قرمز )په وسیله د بواسیرو وچول دي .
کله کله جراحي عملیات هم د لند وخت لپاره مؤثر وي اوکیدای شي د عوامل د موجودیت پر مهال یو ځل بیا هم بواسیر پيدا شي .
همداراز د درد کملو لپاره استراحت ،د درد او انتي بیوتیکو او انتي سپتیکو استعمال همدا ډول د وینې د رګونو منقبضوونکي کریمونه او د لیډو کائین کریم .
په ګرمو اوبو کې د ۱۰ نه تر شلو دقیقو کیناستل .
او تر ټولو ډير مهم د نظافت مراعاتول دي .
په دې معنې چې له تشناب نه د تلو وروسته په پاکو اوبو د مقعد وینځل خو په نرمښت سره .
د یو شمیر ناروغانو تشناب ته له تلو وروسته کلمه هم راوزي چې هغوی باید یوه ورځ استراحت وکړي او په دې ناحیه د یخو کڅوړه یا د یخو اوبو مشکوله کیږدي .
او که ېې بیا هم درملنه ونه شي نو د جراحي عملیاتو توصیه کیږي