ځواب :
دیابیټ یا شکره دبدن په میتابولیزم کې دګډوډۍ له امله رامنځته کیږي په طبیعي حالت کې خواړه په هاضمي جهاز کې تجزیه کیږي او خواږه یا ګلوګوز ېې دوینې له لارې دبدن حجرو ته رسیږي او په دې ډول دبدن انرژي تامیږي دغه خواږه د انسولین په نامه دهورمون په مرسته دبدن حجرو ته د اخلیږي انسولین هغه هورمون دی چې دپانکراس په نامه له یوې غدې افرازیږي کله چې دغه هورمون مرسته وکړي خواږه یا ګلوکوز حجرو ته داخل شي دوینې ګلوکوز هم انډوله کیږي خو د دیابیټ په ناروغانو کې په بدن کې کافي انسولین موجود نه وي او یا دا چې انسولین ددې وس نه لري چې خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي په نتیجه کې په وینه کې موجود خواږه یا ګلوکوز دبدن حجرته نه شي ننوتلی او په دې ډول دوینې خواږه لوړیږي .
انسولین هغه هورمون دی چې دپانکراس دبیټا حجرو په وسیله افرازیږي او اصلي دنده ېې د وینې دخوږو کمول دي پانکراس هم د هاضمي سیسټم یو غړی دی او دمعدې په شاتنۍ برخه کې موقیعت لري کله چې په وینه کې خواږه یا ګلوکوز لوړ وی په اوږد مهال کې دبد پرغړیو منفي تاثیر کوي او دزړه ،رګونو ،پښتورګو ،سترګو او اعصابو دستونزو سبب کیږي ږ
په عمومي توګه دیابیټ څلور ډوله دی چې لومړی ډول ، دویم ډول ، دامیندوارۍ ډیابیټ ، او دبیلابیلو علتونو له امله ډیابیټ دیادولو دي .
لومړی ډول ډیابیټ دټولو ډیابیټونو لس یا پنځلس په سلو کې جوړوي په دې ډول کې په پانکراس کې انسولین جوړونکي حجرې له منځه ځي او په دې ډول دانسولین جوړیدل بندیږي له همدې امله کله چې دغه ډول شکره په ناروغانو کې تشخیص شوه له همغه پيله باید انسولین هورمون د ستنو په وسیله ترلاسه کړي ځکه خو دغه ډول ته ته په انسولینو پورې پيلی ډیابیټ هم وايی دغه ډول شکره زیاتره وخت له دیرشو کلونو په کم عمر کې لیدل کیږي ځکه خو هغه ته دځوانۍ شکره هم وايي .
دویم ډول دیابیټ ډیر په بالغینو او چاغو کسانو کې لیدل کیږي او دټول ډیابیټ پنځه اتیا یا نوي په سلو کې همدا ډول دی په دې ډول کې له پانکراسه ترشح شوي انسولین ښه کار نه کوي په حقیقت کې یا پانکراس په کافي اندازه انسولین نه تولیدوي او یا دا چې ترشح شوي انسولین په تیره بیا په چاغو کسانو کې دانسولین په وړاندې دحجرو دمقاومت له امله ضروي کارندوالی نه لري دغه ډول شکرې ته په انسولین پورې ناپيلی دیابیټ او دغه راز دلویانو دیابیټ هم وايي .
بل ډول دیابیټ د حاملګي دیابیټ دی دا هغه ډول دیابیټ دی چې دلومړي ځل لپاره په امیندارۍ کط تشخیص کیږي دغه ډول شکره معمولاً له حاملګۍ وروسته بیرته ښه کیږي هغه میندې چې په د غه ډول شکرې اخته وي معمولاً د دویم ډول ډیابیټ له خطرې سره مخامخ وي .
بل ډول شکره متفرقه ډول دی چې بیلابیل علتونه درلودلی شي مثلا دجراحي ،درملو ، ناسمې تغذیېې ، او میکروبي ډولونو ته اشاره کولاي شو .
لومړی ډول شکره معمولاً څرګندې نښې لري او دتندې ،لوږې ، ډیر خوراک ، ډیر څښاک ، ډیر ادرار کول او سختې ستومانۍ په شان نښې لري خو دویم ډول شکره ورو ورو پيلیږي او ترډیره حده نښه نه لري ډیری ناروغان په خپلې ناروغۍ نه وي خبر او یوازې د وینې دخوږو په معاینه کولوسره دغه ډول تشخیص کیږي خو له دې سره سره که کنټرول نه شي دلومړي ډول ډیابیټ په شان نښې نښانې پکې څرګندیږي .
د دویم ډول ډیابیټ بله نښه پرله پسې میکروبي کیدل دي په تیره بیا د بولي سیسټم ، او پوستکي میکروبي کیدل ، دسترګو دنظر کمیدل ، په ځنډ سره دټپونو رغیدل ، دسوي احساس ، او دپښو په ګوتو کې دبې حسۍ احساس هم ممکنه ده ولیدل شي .
ډیر کسان دا پوښتنه کوي چې څوک په ډیابیټ داخته کیدا چانس لري ؟ که څه هم تراوسه پورې په قطعي توګه دا نه دجوته شوې چې ددې ناروغۍ اصلي علت څه شی دی خو په دې هکله باید دا ووایو چې هغه کسان چې چاغ دي او دغه لاندې شرایط ولري په دویم ډول ډیابیټ داخته کیدا چانس پکې ډیر دی دغه شرایط په دې ډول دي :
په کورنۍ کې په دیابیټ داخته کسانو شتون ،هغه کسان چې دحاملګي دیابیټ ېې تیر کړی وي ، هغه نوزیږي ماشومان چې دزیږون په وخت ېې وزن له څلور کیلو ډیر وي او یا هغه ماشومان چې ارثي ستونزې ولري ، دوینې لوړ فشار ، دوینې دغوړو زیاتوالی ، هغه کسان چې ترې ګلیسریډ ېې له دوسو ه پنځوسو زیات او ښه کولسترول یا (HDL) ېې له ۳۵ کم وي ، هغه میرمنې چې په تخمدان کې دکیست مخنینه ولري او هغه کسان چې دزړه او رګونو ستونزه ولري دغه کسان ترنورو ډیر ددې چانس لري چې په دیابیټ اخته شي .
- په دې برخه کې بله مهمه پوښتنه دا ده چې آیا دشکرې مخه نیول کیداي شي ؟ د لومړي ډول ډیابیټ په هکله باید ووایو چې په دې اړه ډیرې څیړنې شوي دي خو تر اوسه پورې قطعي نتیجه نه ده ترلاسه شوې خو د دویم ډول دیابیټ په هکله څیړنو په ډاګه کړې ده چې سمه تغذیه او دوزن کمول دغه راز منظم سپورټ په دیابیټ داخته کیدا چانس کموي په ډیابیټ کې باید تل دوینې خواږه ، کولسترول ، هیموګلوبین ، او دوینې فشار په ممنظمه توګه کنټرول شي دوینې خواږه په ناشتا کې اندازه کیږي او هغه ته F.B.S وايي چې نارمله اندزه طط ۱۰۰- ۶۰ میلي ګرامه په ډیسي لیټر کې وي که ایف بي ایس ۱۴۰ میلي ګرام په ډیسي لیټر کې وي دغه کس سل په سلو کې ډیابیټ لري دویني خواږه له خوړو دوه ساعته وروسته باید ۱۲۰ میلي ګرامه په ډیسي لیټرکې وي په دیابیټ ناروغانو کې هدف دا وي چې دوینې خواږه له یوسلو څلویښت میلي ګرامو ښکته حد ته ورسول شي .
هغه کسان چې دیابیټ لري باید پنځه اصول او ارونه تل په نظر کې ونیسي ښوونه او روزنه د ډیابیټ او دهغه دتاوانونو په هکله باید بشپړ معلومات ولري ،سمه تغذیه باید تل په پام کې ونیسي ، ورځنی کنټرول او چک ، جسمي فعالیت او د درملو منظم مصرف هم حتمي او اړین دی که په دغو ستنو کې یوه هم لړزانه او کمزوري شي په حقیقت کې د دیابیټ کنټرول هم سختیږي .
په دیابیټي ناروغانو کې بله مهم مسله دوینې دخوږو له حده ډیر کمی دی چې هیپوګلیسیمیا ورته وايي ددې لپاره چې ددې ستونزې له خطرې وژغورل شي باید دیابیټي کسان له ځان سره تل پنخلس ګرامه کاربوهایدریټ ولري دغه کاربوهایدریټ په دغو خوراکي موادو جبرانولی شي:
دوه یا درې ګلوکوز ګولۍ ، یو سل شی سي سي یا نیم ګیلاس دمیوې اوبه ، یو ګیلاس شیدې ، پنځه یاشپږ ټوټې بیسکیټ ، دچاي یوه یا دوه کاچوغې عسل باید موجود وي چې کله ېې دوینې خوواږه کم شول له هغو استفاده وکړي .
بله مهمه مسله دا ده چې دیابیټي ناروغان باید کله ناکله خپل نظر چک کړي او دسترګو ډاکټر ته ورشي ځکه چې دیابیټ سترګو ته هم تاوان پيښولی شي په دغو ناروغانو کې بله مهمه مسله دوزن کمیدل دي دبدن اضافه وازګه او غوړ دانسولین په وړاندې یو ډول مقاومت پيدا کوي او په دې ډول د دیابیټي ناروغ حالت خرابولی شي . یوه خبره چې په عامو خلکو کې دود ده هغه له خوږو بالکل ډډه کول دي په داسې حال کې چې په سمې تغذیې سره ناروغان کله ناکله خواږه هم ترلاسه کولاي شي خو که تغذیه د ډاکټر په مشوره استعمال شي ډیره ګټه مو کړي وي البته غوره ده په شکرې اخته ناروغان بوره ، خرما ، وچ توتان ،ممیز، انځر او دغسې نور شیان ونه خوري دغه ناروغان باید دخپلو پښو ټپونو ته ډیره پاملرنه وکړي ځکه چې په دیابیتي ناروغانو کې دپښو ټپونه ژر نه ښه کیږي .
دلومړي ډول ټول ناروغان او دغه راز د دویم ډول څلویښت په سلو کې دانسولین ستنو ته اړتیا لري د انسولین دوز باید دوګړي له خوراکي رژیم او دهغه له ورځني فعالیت سره انډوله وي خو تر دې وړاندې چې ناروغ انسولین ترلاسه کړي باید دغو اصولو ته پام وکړي :
کله چې ناروغ انسولین ترلاسه کوي د معالجې له پيل سره باید تر یوې اونۍ پورې دترلاسه شوي انسولین اندازه ، دخوړل شویو خوړو اند ازه ، او له خوړو دوه ساعته مخکې او وروسته او له خوبه مخکې دوینې دخوږو اندازه باید په یوې کتابچه کې ولیکل شي دغه راز نورې وړې مسلې هم غوره ده ورسره ولیکل شي مثلا دا چې ډوډۍ څومره په ځنډ خوړل شوې او ذکام وهلي یاست ، او یا مو کله ډیره ډوډۍ خوړلې ټول باید ولیکل شي ښه به دا وي چې دوینې خواږه له ډوډۍ مخکې اتیا یا یو سلو څلویښت وي او دخوب په وخت سل تر یو سل شپيته وي .
څو مهمې سپارښتنې :
ورځ تربلې د دویم ډول دیابیت ناروغان زیاتیږي دیابیټ داسې ناورغي ده چې په سترګو پښتوروګو ،او زړه اغیز شیندې دغه راز په بدن کې یو لړ بدلونونه راولي چې که سمه پاملرنه ونه شي ددغو عوارضو مخه نه شي نیول کیداي نو ددې لپاره چې له دغو ستونزو مو مخنیوی کړی وي دغه اصولو ته پام کوي کله چې دوینې خواږه ډیر وي په پوستکي کې هم ستونزې پيدا کیداي شي نو غوره ده هره ورځ ځان ووینځئ او له صابون او ګرمو اوبو استفاده وکړئ ، ددې لپاره چې پوستکي مو نرم وي مخوصوص لوشنونه وکاروئ ، مه پریږدئ پوستکي مو زخمي او ژوبل شي کله چې کار کوئ حتما ً دستکش واغوندئ ، دلمر له وړانګو ځان ساتئ کله چې کوم ګوزار خورئ ژر ېې معالجه کړئ ، که مو پرې شوی پوستکی او یا شین والی په څلورویشت ساعتونو کې ښه نه شو حتماً ډاکټر ته ورشئ ، په دیابیټي ناروغانو کې دپښو عصب د درد په وړاندې خپل حساسیت له لاسه ورکوي نوممکنه ده پښو ته مو سخت تاوان ورسیږي او تاسو به پرې خبر نه یاست نو له خپلو پښو سمه ساتنه کوئ او هره ورځ خپلې پښې چک کړئ که کوم غیر طبیعي زخم مو ترسترګو شي او یا مو پښې عفونت کړی وي ډاکټر ته ورشئ هره ورځ خپل پښې په ګرمو اوبو ووینځئ او هغه بیرته وچې کړئ نوکان سم پرې کړئ له بیخه نوکان مه اخلئ ، ددې لپاره چې دپښو اعصاب مو ښه کار نه کوي نو یبلې پیښې مه ګرځئ ، دبوټانو په اخیستو کې ځیر اوسئ چرمې او ازاد بوټان اغوندئ ، ښه به دا وي چې سپینې جورابي واغوندئ چې دپښو ټپ او زخم مو ژر څرګند شي ، دغه راز دغاښونو اوسترګو په ساتنه کې هم ډیر ځیر اوسئ .